د سولې  عالي شورا سولې ته ژمنتیا نه لری/ هادي

0 1,071

د سولې  عالي شورا چې په هېواد کې دسرتاسري سولې د ټېنګښت هېلې ورپورې تړلې دي دداسې کړیو لاس ته لویدلي چې د سولې لپاره هیڅ ژمنتیا نه لري،دغه کړۍ نه یوازې دا چې ژمنتیا نه لري بلکې د جګړې د اوږدیدو لپاره هم پارونکي خبرې کوي،ترڅودسولې په پروسه لازیات مخالفین بې باوره او جګړې ته دوام ورکړي .

د سولې عالي شورا ددالانشاء رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک  په دغه شورا کې  همداسې یو مشر دی، دې وروستیو کې يې له یوې مخې دسولې ولایتي دفترونو نږدې ټول پرسونل له دندوګوښه کړ او پرځای يې خپل خپلوان،ملګري او پلویان ګمارلي په نویو ګمارل شویو کسانو کې داسې کسان هم شته چې له درې زرو نیولې تر پنځو زرو ډالرو ترې اخیستل شوي او مقرر شوي دي، په دغو کسانو کې داسې کسان  هم ګمارل شوي چې  یوه  دنده يې په کابل او دوهم ځل په ولایت کې مقرر شوي دي، اوس نو دلته هغه  دشیخ چلي خبره دسړي  له سره سپږې په منډو شي چې دا ښاغلی به کومې دندې ته رسیده ګي کوي؟؟

د شورا له منځه دقیق راپورونو داسې دي چې خپلواک له نویو کسانو سره  ځانګړې ناسته کړې،ټولو ته يې ډاډ ورکړی چې د اوږدې  مودې لپاره به يې په خپلو دندو کې وساتې خو د انتخاباتو پرمهال به  ورته دده د خوښي کړنې ترسره کوي  .

همدا پرون د نورستان ولایت د سولې ولایتي دفتر د دارالانشاء مسؤل احمد شاه حقمل له دندې ګوښه شو،حقمل وايي ( دسولې عالي شورا ددالانشاء له دفتره راسره د ناپيژاندې شمېرې نه اړیکه و نیول شوه، ځان يې راته دخپلواک سکر تر معرفي کړ،د معرفت ورورسته یې راته وویل چې د لیري کیدو پېشنهاد دې لیکل شوی دی، که کولی شي پنځه زره ډالره اکونټ ته جمعه کړه  نو په خپله دنده به پاتې شي)) حقمل وايي دا چې ما نه پنځه زره ډالر لرل او نه مې هم غوښتل چې بست دې په رشوت واخلم نو مې ورته وویل چې داسې نه شي کیدای، دخپلواک سکر تر راته وویل چې داسې نه شي کولی الله دې مل شه ، همغه ؤ چې په سبا يې نوی کس معرفي او ځما دلیري کیدو مکتوب را غلو.

داسې ډیرې بېلګې شته دی، د خوست په دفترکې یو ماسټر دنده ترسره کوله،هغه يې له دندې ګوښه کړي او پرځای يې د رسول محمد تڼي په نوم  دیو قرار دادي شرکت مشر چې پېسې لرې مقرر شوي دي. اوس د  سولې شورا نه سم د خپلواک تجارتې مرکز جوړ شوي  او د تجارتې مرکز ترڅنګ يې په دغه  نویو مقرریو سره  دسولې عالي شورا نه  د انتخاباتي منډو تر ړو  مرکز جوړ کړی دی.

دا چې د ملي یووالي حکومت د سولې عالي شورا په داسې یو مهم  ځای کې د خپلواک په څیر خود غرضه کس  ګمارلی او مهمه پروسه يې په لاس ورکړي که همداسې روانه وي نو پایله به يې خورا بده وي .ځکه دغه سړی سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري او یوازې موخه يې دپېسو کټل دي.

د ملي یووالي حکومت رهبري مو جدي غوښتنه ده چې دغې ستونزې ته  ځانګړي پاملرنه وکړي او ولسمشر نور دغه ازمایل شوی خپلواک چې دګڼو ستونزو د زیږدیدو مورده  له  صحنې وباسې او د سولې شورا دارالانشاء ته یو ژمن ،وطندوست او کارپوه کس معرفي کړي  او هم  په ولایتونو کې دسولې دفترونو ته ځانګړي پاملرنه وکړي ترڅو د مخ په زوال حالت را وګرځي،ځکه د خپلواک کړنو د سولې په بهیر له یومخې ولس  بې باوره کړي او دغه دفتر ته د مافیاوي کړیو د تجارت خانې په سترګه ګوري.

په درناوي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply