که د دېول کورنۍ په اړه مو لوستي وي، نو په دې به حتما خبر یاست چې بوبي دېول د دې کورنۍ تر ټولو نازولی کس دی.
تر دې چې ان په یوه جوړه کالیو پسې تر دوبۍ او سنګاپوره هم ځي، خو په ټول کور کې یې د مخنیوي څوک نه شته، ان چې پیسې هم پسې د پاسه ورکوي چې ولاړ شي.
خو هغه چې په دې وروستیو کلونو کې یې کوم فلم بریالی شوی نه دی، د خپلو بربادیو ټوله پړه پر کرینه کپور ور اچوي.
بوبي دېول په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، یو مهال فلم جوړوونکي امتیاز علي غوښتل چې په جب وي میټ فلم کې دی او کرینه کپور کار وکړي، خو کرینې کپور د دې کار مخنیوی کړ.
بوبي دېول وايي، لوی ارمان یې و چې د امتیاز علي په فلم کې کار وکړي، خو کرینې دا کار ځکه وکړ چې له شاهد کپور سره یو ځای ولوبېږي او بالاخره یې امتیاز علي دې ته قانع کړ چې شاهد کپور په فلم کې واخلي او ده ته نه ووايي.
بوبي دېول وايي، د هنري ژوند زوال یې له هماغې ورځې پیل شو او تر ننه روان دی.
دېول دا خبرې داسې مهال کوي چې د هغه یو تازه فلم پوسټر بوایی نندارې ته وړاندې شوی، خو مزه یې نه شته.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320