يوې باوري سرچينې رسنیو ته ويلي دي چې د طالبانو پرونی وحشت او پر يو بند برید د ایران په زاهدان کې پلان شوی وو.
يادې سرچینې وويل:« په زاهدان کې د طالبانو دفتر هم د کوټې شورا، پيښور شورا او مسکو دفتر په څير کوښښ کوي ایراني استخباراتو ته خپل رسوخ او زور ډير وښيي ځکه چې نن سبا طالبان له دریو هیوادونو حمايه کيږي او هيڅ يو نه د کوټې شورا ته ځواب ورکونکی دی نه هم دحقاني شبکې بلکه جګړه د ګټې وټې يو تجارت شوی دی.»
سرچينې وويل:« وروسته تر دې چې په شمال کې په نښته کې لومړی وار يو ایرانی مخامخ ونيول شو سپاه پاسداران د طالبانو د رواني فشار په خاطر دوی ګواښلي وو چې د زاهدان دفتر به يي وتړي طالبانو دوه ژمنې ورکړې يو دا چې د شمال له لوري به ځانونه سلما بند ته رسوي او بل به په نميروز او فراه کې د دوو بندونو د کار مخه نيسي.»
د سرچينې په خبره په تيوره کې د طالبانو تر شرمونکې ماتې وروسته سپاه پاسداران پر دوی فشار ډير کړ:« دوی دوه هڅې وکړې يو يي د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد وو او بل هڅه يي هم پر سلما بند دوه ځلې ناکام بريدونه وو، او بل دا وه چې په تیوره کې طالبان عملا مات شوي وو نو ځکه خو دوی د کمال خان د بند د ناکامه برید هڅه وکړه.»
سرچینه زیاتوي:« طالبان به ایران ته د پاکستان په سترګه ګوري خو روافضي ایرانيان او سپاه پاسداران د تجربو له مخې هيڅکله هم حوصله نه کوي که طالبانو د عراق او سوريي د وروستیو نښتو په اړه سم تحلیل لرلی له ایران سره يارانه څه چې هسې په لاره تلل هم ورته سخت دي ځکه دوی له ديني او ټولنیز پلوه خپل باور له لاسه ورکړ او ډير ژر به يي ایران هم پر ضد شي.»
سرچينه زياتوي:« حسن روحاني تر فشارونو لاندې دی نن يي د لوړې مراسم دي او ده پټه پرون هڅه کړې وه چې د کمال خان بند د تاسیساتو په ويجاړولو د تیرې شپې د سپاه پاسداران په ناسته کې يو ډول خپله لومړنۍ لاسته راوړانه استخباراتو ته مخې ته کړي چې ويي نشوای کولای.»
سرچينه زياتوي چې په سويل او لويديځ کې ایران فشار بیخي ډير کړی دی او کوښښ کوي د طالبانو او ځينې پخوانيو جنګسالارانو پر مټ داوبو د بندونو او آساسي بیارغونې مخه ونيسي ځکه چې په سيستان او بلوچستان کې اوس دهامون په نوم د افغانستان له اوبو تغذيه کیدونکی وړوکی سيند يا نهر وچ شوی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320