• Likes
  • Followers
  • Subscribers
  • Followers
  • Sunday, December 21, 2025
  • دعوت مجله
  • English Web

دعوت میډیا ۲۴ دعوت میډیا ۲۴ - دعوت مېډیا۲۴

  • Donate
  • English
  • دا هم شته / بیلابیل
    • ټولنیز علوم
      • ارواپوهنه
      • (پېښلیک (تاریخ
    • دعوت خپرونه (مجله)
    • افغان سباوون ټلویزیون
    • پښتون خوځښت
    • روغتیا او خواړه
    • سینما، هنر او فلم
    • ساینس او ټکنالوژي
    • (بدني روزنه (سپورت
  • د ماشوم نړۍ
    • د ماشومانو په اړه
    • د ماشومانو کیسې
  • اسلام
    • دینې پلوشې
  • مقالې
    • غوره شوې لیکنې
    • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
      • خبرتېاوې او پیغامونه
    • Uncategorized
  • کالمونه
    • استاد عبدالحی حبیبي
    • محمد عثمان تره کی
    • اعظم سیستانی
    • میرعبدالرحیم عزیز
    • ملالۍ موسي نظام
    • پاکیزه آرزو
    • شېبه ګهیځ
    • ګل آغا احمدي
    • سرلوڅ مرادزی
    • مصطفی عمرزی
    • محمد طارق بزګر
  • ژبه، فرهنګ، کلتور
    • ادب
    • ژبپوهنه
    • ژبه
    • ژبه ـ لیکدود
    • شعرونه او لنډۍ
    • طنزونه
    • لنډې کیسې
    • ناول
  • کور
DawatMedia24
  • Home
  • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
  • پوډریان او سیاست /احمدجان تڼی

پوډریان او سیاست /احمدجان تڼی

روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
By admin Last updated Jan 31, 2019
0 1,294
Share

یوه حقیقت ته چی باید کلکه پاملرنه وشی هغه د افغانستان په اوسنی سیاست کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو) او د نشه یی توکو د کاروباریانو رول اغیزمن دی. اوس مهال پوډریان کولی شی په هیواد کی په سیاسی بهیر کی خپله اغیزه ثابته کړي .
کابل د اوسنی اداری د مهمو لاسته راوړنو څخه یو هم په ټولنه کې د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو ) د یوه پراخ قشر او یا طبقې په توګه را منځته کول دي. د دوه زرم او دوه یو زرم کلونو کی په افغانستان کی پوډریان تقریبا په نشت حساب و. خو د اوسنی نظام په رامنځته کیدو سره دا اندازه د څلورو میلیونو څخه زیاتو وګړو ته رسیدلی ده چی دا شمیره ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده.
همدا خبره ده چی په کابل کی سیاسی لوبغاړي د سیاسی واک د ترلاسه کولو او یا ساتلو د پاره د ډول ډول تاکتیکونو څخه کار اخلی چی موږ یی څو دانی د ساری په توګه دلته بیانوو:
1. د ملیشایی وسله والو ډلو ساتل : یو شمیر سیاسی ګروپونه او اشخاص هڅه کوی چی په ولایتونو او کلیو کی د ملیشایی وسله والو په درلودلو سره مخالفین و ویروي او هم خلک دی ته اړ کړی چی د ټاکلی نوماند په ګټه خپلی رایی وکاروي.
2. په ټولټاکنو کی جعلکاری هم د رایو د زیاتولو د پاره یو میتود دی چی په تیرو شپاړسو کلونو کی ترې زیاته استفاده شوی ده.
3. د جنایتکارو بانډونو ساتل . دا بانډونه زیاتره په ښارونو کی فعال وی او د دوی هڅه کوي چی د اړوندو نوماندانو په ګټه فعالیتونه تر سره کړي.
4. د دولتی واک او یا نفوذ څخه کار اخیستل د رایو د تر لاسه کولو یو بل میتود دی چی په تیرو کلونو کی تری زیاته استفاده شوی ده.
5. خو تر ټولو مهم میتود د پوډریانو ( په نشه یی توکو باندی د روږدو کسانو ) څخه کار اخیستل دی.
اوس مهال په افغانستان کی پوډریان ( په نشه یی توکو روږدي کسان) د ټولنی یو مهم قشر جوړوي، چی د هیواد په سیاست ، اقتصاد او امنیت باندی یی ډیره ناوړه اغیزه شیندلی ده .
په تیرو کلونو کی یو شمیر نوماندانو او یا اشخاصو د خپل نفوذ او اولسی ملاتړ د ښودلو د پاره د پوډریانو څخه زیات کار اخیستی دی
په عمومی توګه د پوډریانو ( په نشه یی توکو باندی د روږدو کسانو ) څخه په دوه ډوله کار اخیستل کیږی:
1. په عمومی تظاهراتو کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو) څخه استفاده
2. د رایو په اچولو کی د پوډریانو د رایو خپلول
3. اوس مهال په افغانستان کی د میلیونی تظاهراتو کلمه ډیره مروجه شوی ده ددی کلمی څخه په استفادی سره یو شمیر ډلې او کړۍ هڅه کوي چی په ټولنه کی خپل د نفوذ اندازه په ډاګه او یا په مقابل لوری باندی د سیاسی فشار په توګه کار واخلي.
د افغانستان زیاتره خلک شاهدان دی چی په اکثریت تظاهراتو کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو باندی د روږدو کسانو) څخه استفاده کیږی. د هغوی سره مخکی له مخکی اړیکی نیول کیږی او ورته د ورځنی مزدوری په توګه یوه کمه اندازه روپۍ منل کیږی. کله چی د تظاهراتو ورځ راشی نو ډله ډله په نشه یی توکو روږدی کسان د تظاهراتو سره یو ځای کیږی . د سیاسی اشخاصو شعارونه بدرګه کوی او هم د هغوی ویناو ته لاسونه پړکوي.
په نشه یی توکو روږدی کسان په ډیر اخلاص سره په دی ډول تظاهراتو کی برخه اخلی زیار باسی تر څو هغه روپۍ چی ژمنه ورسره شوی ده د لاسه ورنکړی. کله چی د مظاهری د ړنګیدو مهال راورسیږی بیا دوی په هغه چا پسی ګرځي چی دوی یی دې مظاهری ته رابللی وی او د روپیو ژمنه یی ورکړي وي. زیاتره وخت داسی هم پیښیږی چی د روپیو ژمنه ورکونکی د پوډریانو څخه ځان ورک کړي نو له دې پوډریان ( په نشه یی توکو روږدي کسان) په هغه پسی سرګردان ګرځي.
په دی ډول باید ووایو چی کله چی یوه ډله د سیاسی فشار له پاره په یوه سیمه کی د ناستی د پاره کیږدۍ دروي په دی کیږدیو کی د روغو کسانو په څنګ کی ، زیاتره پوډریان کینول کیږی . روغ کسان کله چی شپه راځی ، یخنی او یا تودوښي زیاتیږی ځانونه وباسی مګر پوډریان د یوې لږې اندازی روپیو د پاره هر ډول یخنی او تودوخي په ځان منی او په کیږدیو کی کینی.
په دې ډول مظاهری او ناستې د پوډریانو له خوا بریالی کیږی او یا د ټاکلی هدف ته د نږدی کیدو له پاره لاره هواروي. خو باید ووایو چی کله وار یو شمیر پوډریان چی ظاهری څیرې یی دومره د پیژندلو وړ نه وي هوټلونو ته هم بلل کیږی خو دا ډول کسان په هوټلونو کی کم وي یوازی څوکۍ ورباندی ډکې کیږي.
په اوسنی سیاست کی د پوډریانو بل او مهم رول په ټولټاکنو کی د برخې اخیستل دي. باید ووایو چی یو شمیر نوماندان د خپلو رایو د زیاتولو د پاره پوډریان دی ته هڅوي چی په ټولټاکنو کی د ګډون کارتونه واخلی . د یادولو وړ ده چی دا نوماندان خپلو لستونو د پوره کولو د پاره زیاتره وخت د پوډریانو د کارتونو شماری اړوند کمیسیونونو ته سپاري او په دی ډول د ټولټاکنو د پاره د نوماند په توګه پیژندل کیږي.
همدارنګه باید ووایو چی نوموړو نوماندان یوه اندازه روپۍ د رایو ورکولو په بدل کی پودریانو ( په نشه یی توکو روږدو کسانو ) ته ورکوي په دی ډول دوی د پوډریانو د رایو په ترلاسه کولو سره د خپلو ملاتړو شمیر کی زیاتوالی روالی. دا باید په یاد وساتو چی پوډریان هڅه کوی چی د اړوندو نوماندانو د پاره څو څو ځله رایی ( د جعلی کارتونو په استعمال سره) وکاروي.
یو شمیر کسانو ته به دا اهمیت وړ خبره نه وي چی ګواکې پوډریان د افغانستان په سیاست کی اغیزمن رول نلری. باید حقایق په سمه توګه وڅیړو . اوس په افغانستان کی د څلورو میلیونو زیات وګړي په نشه یی توکو په استعمال باندی روږدی شوی دی. ددی روږدو کسانو شمیر نږدی پنځه نوي سلنه او یا د هغه څخه زیات کسان د رایو ورکولو د عمر لرونکی دي. یعنی په دی مانا دری میلیونه اتیا زره شاوخوا پوډریانو عمر د رایو ورکولو د عمر سره برابر دی او دوی هم د دی شرایطو په درلودلوسره کولی شی د رایو ورکولو په بهیر کی برخه واخلی.
یا په بل عبارت درې میلیونه او اتیازره په نشه یی توکو روږدی کسان په ټولټاکنو کی برخه واخلی که چیری موږ دا ومنو چی نوموړو پوډریانو ټولو یوه نوماند او یا څو نوماندانو ته رایی ورکړې په هغه صورت کی کیدای شی دوی د ټولټاکنو په بهیر باندې مهمه اغیزه وشیندي. یا په بله مانا دوی د افغانستان په سیاست کی اغیزمن رول لوبولی شی.
یو ټکی یادولو وړ ده چی زیاتره وخت د پوډرو (د نشه یی توکو د قاچاق مافیا) د پوډریانو ددی ظرفیت د درلودلو څخه استفاده کوی او دوی هڅه کوی چی ددی پوډریانو د توان او رایو څخه د هغو نوماندانو او یا کړیو څخه په ملاتړ کی کار واخلی چی د نشه یی توکو د کاروباریانو کار ورسره خوندي وي.
په افغانستان کی سیاسی نظام په زور ، جعلکاری او دوکه باندی ولاړ دی . دلته دموکراسی په ظاهری توګه وجود لری خو په ماهیت کی د زور واکو فاسدو کړیو د واکمنی نظام دی . دا کسان زیار باسی په ظاهری توګه نړیوالو او د افغانستان خلکو ته په ډاګه کړی چی د دوی په غږ سره په زرګونو کسان کوڅو او سړکونو ته راوځي او یا د دوی د ملاتړ د پاره رایی ورکوي . په دی ډول بهرنی ټولنه هم په دی فکر کی کیږی چی پلانۍ ډله او یا پلانۍ وګړۍ د اولسی ملاتړ څخه برخمن دی خو په واقعیت کی په دی ننداره کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو څخه د لوبغاړو په توګه کار اخلي.
دوی په خپلو مرکو او ویناو کی دا ډول مظاهری او یا رایی د مثالونو په توګه راوړي. او ددی یادونه کوي چی د دوی سره خلک ، قوم او یا د سیمی اوسیدونکی ولاړ دی .
که چیری په واقعیت سره و پوښتو ، دا به ښکاره شی چی اوسنی واکمنی کړۍ او زورواکان په اولس کی ځای نه لری دوی که د یوی خوا شخصی ملیشایی ځواکونو څخه د نورو خلکو د ویرولو او یا په دولتی ارګانونو د فشار د الی په توګه کار اخلی . او یا دوی د دولتی قدرت او نفوذ څخه په استفادی سره د خلکو رایی خپلوی او یا مظاهری او ناستی تنظیموی د هغه په اړخ کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو څخه ) د بشری ځواک د یوې د برخې د نمایش په توګه کار اخلی او یا هغوی دی ته اړ کوی چی د ډیرو لږو روپیو په بدل کی ورته رایی ورکړي.
په افغانستان کی یو فاسد په دیکتاتوری ولاړ نظام حاکم دی په دی نظام کی زوراکان د خلکو د ویرولو او خپلو ګټو د ساتلو د پاره د دیکتاتوری څخه کار اخلی . هیڅوک نه شی کولی چی د زورواکانو د ظلم او بی عدالتی په وړاندی غږ پورته کړی .د لته د بیان ازادی تش په نامه ده. که څوک وغواړی چی د حاکم زورواکی نظام په وړاندی غږ پورته کړی د ستونزو سره مخامخ کیږی.
تر ټولو اړینه داده چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو درملنه وشی تر څو د ټولنی د سالم غړي په توګه د ځان او ټولنی په برخلیک کی مثبت او اغیزمن رول ولوبوی. خو لکه چی مخکی دی ته اشاره وشوه چی پوډرو ( نشه یی توکو ) قاچاق او په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر د نشت څخه د څلورو میلیونو څخه زیاتو وګړو ته رسول د اوسنی نظام لاسته راوړنه ده.
په اوسنی اداره کی د نشه یی توکو د مافیا د ژور نفوذ له امله دا دولت هیڅکله نه شی کولی په هیواد کی د نشه یی توکو کښت ، تولید او قاچاق مخنیوی وکړي او همدارنګه نه شی کولی په دی لویه کچه په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره کوم مثبت ګام پورته کړي.
دا ځکه چی په دواړو صورتونو کی په هیواد واکمنه مافیا خپلی زیاتی اندازی ګټی د لاسه ورکوي. همدارنګه په هیواد کی د نشه یی توکو په ضد مبارزه تش په نامه ده چی د خلکو او نړیوالو د تیرایستلو د پاره د چارواکو له خوا د هغه په هکله ډنډورې وهل کیږی.
همدا خبره ده د دی له پاره چی د افغانستان خلک ددی مصیبت څخه وژغورل شی باید اوسنی واکمن نظام ړنګ شی او د هغه په ځای په عدالت ، شفافیت او رښتینی په دموکراسی ولاړ نظام را منځته کړل شی چی دا پراخه مبارزه او کار غواړي. که چیری د اوسنی واکمن په فساد ولاړ نظام په ځای د یوه په عدالت ولاړ دموکراتیک نظام د رامنځته کولو د پاره د خلکو له خوا کوم ګام پورته نه شی په هغه صورت کی د اوسنی واکمن فاسد نظام د ناوړو پایلو په اړخ کی به پوډریان ( په نشه یی توکو روږدی کسان) د هیواد په سیاست باندی د لیدنې وړ اغیزه ولري او دا اغیزه به وار په وار زیاتیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

admin

Prev Post

د ژوند تر ټولو اړین ۲۳ اصول په یاد وساتئ! / ژباړه فضلي

Next Post

خپلو ظلمونو او وحشت ته يې عجيب دليل پیدا کړی.

نورې ورته لیکنې
روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

د نامعلومو قاتلانو تر شا ښکاره څېرې څوک دي

روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

د اوکراین جګړه او نوي تحولات

روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

!جناب محترم داکتر ترکی

اجتماعي سیاسي

برمیزافغانها به دشمن ګل سرخ ګذاشتن علامت غلامی است!

اجتماعي سیاسي

حقیقت فرار اشرف غنی از افغانستان

اجتماعي سیاسي

د پاکستان او ایران «جهادی» ډنډوری په افغانستان کښی

Prev Next
Leave A Reply
Cancel Reply

You must be logged in to post a comment.

Dawat in English

وروستۍ لیکنې

خبري وکړه، چي ګټونکی شې

" خبري وکړه چي ګټونکی سې " اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ را ژباړل…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۵۶مه برخه

د تشکیلاتو رول په سازمان یا اداره کې

د اوبو څښلو (۵) ناسمې طریقې

 د پښتو معياري کېدو پړاوونه

په ټولنه کې د بې باورۍ د فضا د له منځه وړلو لارې چارې

په نبوي دور کې دصحابیاتو سیاسي او اداري واک ته یوہ کتنه او…

دستاوردهای دیپلماتیک و پیغام ستراتیژیک: طرز دید در حال تحول…

د ویلسن ناروغي څرنګه ناروغي ده؟

د تخصصي زده کړو لارې چارې

شخصيتي ګډوډي

سږ کال نږدې ۲،۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي

ترهګري؛ د ستراتېژیکو نيمګړتياو او ټولنيزو چوپتياو ګډ انځور

!سیاست و ملامت ناکام

جاپان له افغانستان سره ۱۹،۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

شورش هزاره جات در سال های 1891-1892 و سرکوبی آن شورش ازسوی…

د هند د چاپېریال‌ساتنې وزیر له افغان حکومت سره د خپل هېواد د…

د مینګورې پوهنتون کې د استادانو سره غونډه 

د فرهاد زمانه

د لیمو ګټې

یوان‌دی‌پی: در سال ۲۰۲۵ بیش از ۲.۳ میلیون مهاجر افغان از…

افغان بودن

پر ځان باور لرلو ته بیا راګرځیدل

خام استعداد څه ته وايي؟

هند افغانستان ته تازه روغتیایي مرستې را لېږي

د سردار محمد داود خان اقتصادي پلانونه/ لړۍ /دوهمه برخه

ویزې لرونکو افغانانو ورتګ هم منع شو SIV امریکا ته د

د ارواښاد سيدجان ملال شپږدېرشم تلین

یو څوک باید ولرې

مصنوعي غوښې څه ډول غوښې دي؟

غزل

اتحادیۀ اروپا پنج میلیون یورو برای حمایت از کارآفرینی در…

د استاد پژواک دیرشم تلین

لیونل مسی در هند ۲۰ میلیون دالر درآمد کرد

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۵۵مه برخه

Prev Next 1 of 5,190
دعوت مجله
Donate زموږ مرسته وکړئ
دعوت رسنیز مرکز

Dawat Media Senter

له افغانستانه بهر لویه افغاني رسنۍ
له ۱۳۶۷ - ۱۹۸۸ کال راپدېخوا د افغان ولس په چوپړ کې
: موسس، مسئول چلوونکی او د امتیاز خاوند
محمد طارق بزګر
:ایمیل
dawatmedia@gmail.com
Mobile: +47-90856195
تلیفون: 63844385-47
:کاري ټیم
محمد طارق بزګر
شېبه ګهیځ
:بریښنالیک
dawatafghanmedia@gmail.com
د دعوت مجلې د ای اس بي این شمېره
ISBN: 978-82-691395-2-5
په ناروې کې د راجستر نومره
Orgnr (Reg#): 985160058
:د دعوت بانکي پته
DNB Bank AC # 0530 2294668
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Account for international payments:
NO15 0530 2294 668
:د ویپس شمېره
Vipps: #557320
:پوستي پته
M. Tariq Bazger,
Voldgt. 37A, 2000 Lillestrøm,
Norway
dawat ad


Click here

امیر خان مقری: دا زموږ افغانستان دی

غوره شوې لیکنې

منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/ طلسم ماته! /۲

پښتو د ډیجیټل کېدو پر لور‎

!پاکستان باد کاشته وحال طوفان درو میکند

نور ولولئ

تر ټولو ډیر لوستل شوي

نارویژي – پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok

زمری او سوئ

بازاري شیدې د ماشومانو روغتیا ته ضرر لري

نور ولولئ

خبرتیاوې او پیغامونه

د بشري مرستو ودرولو په ضد کمپاین ظلم دی

Prev Next 1 of 180,924
ارشیف
More Stories

ټپي شوی سرتیری د بې عدالتیو په منګولو کې…

admin

د افغانستان جمهور رئيس ته! بالمثل روش-…

admin

خلیلزاد بیا په ۱۸ ورځني سفر را وخوځېد

admin
Prev Next 1 of 34,949
  • Home-کور
  • Books
  • (بدني روزنه (سپورت
  • کرکټ
  • اسلام
  • دینې پلوشې
  • پښتون خوځښت
  • ټولنیز علوم
  • ارواپوهنه
  • میرمن
  • (پېښلیک (تاریخ
  • د ماشومانو په اړه
  • د ماشوم نړۍ
  • د ماشومانو کیسې
  • دعوت خپرونه (مجله)
  • افغان سباوون ټلویزیون
  • سیاسي مرکې
  • ژبه
  • ژبپوهنه
  • ناول
  • ژبه ـ لیکدود
  • لنډې کیسې
  • طنزونه
  • شعرونه او لنډۍ
  • ادب
  • کره کتنه
  • ژبه، فرهنګ، کلتور
  • روغتیا او خواړه
  • خبرتېاوې او پیغامونه
  • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
  • نوی کتابونه او چاپي اثار
  • دا هم شته / بیلابیل
  • اجتماعي سیاسي
  • سینما، هنر او فلم
  • ساینس او ټکنالوژي
  • کلتور و ادب
  • نوشته های تاریخي
  • علمی و جالب
  • صفحه دري
  • Uncategorized
  • غوره شوې لیکنې
  • مقالې
  • کالمونه
  • میرعبدالرحیم عزیز
  • اعظم سیستانی
  • مصطفی عمرزی
  • محمد عثمان تره کی
  • ملالۍ موسي نظام
  • هلمند پردیس
  • محمد طارق بزګر
  • شېبه ګهیځ
په دعوت مېديا کې د لیکوالو لیکنې د دې ویبپاڼې د دریځ ښکارندويي نه کوي دعوت مېډیا هغو لیکنو ته لومړیتوب ورکوي چې يوازې د دعوت مېډیا له پاره وي
Contact us: dawatmedia@gmail.com
© 2025 - DawatMedia24. All Rights Reserved. Website Design: DawatMedia | About Us | Content Policy | Privacy Policy/ | Terms & Conditions | Contact Us
Sign in

Welcome, Login to your account.

Forget password?
Sign in

Recover your password.

A password will be e-mailed to you.