مختلف کولسترول (Cholesterol)
د حیواني غوړو ، خواږو خواړو ، خواږي څښاک او ډېرو کالورۍ لرونکو خوړو په کارولو کې احتیاط وکړئ او نن غواړم د کولسترول په اړه اړین معلومات له تاسو سره شریک کړم. هیله ده چې ګټور درته تمام شي.
کولسترول څه شی دی؟
کولسترول (Cholesterol) یو مهم غوړیز ماده (Lipid) ده چې د انسان د ژوند لپاره اړینه ده. دا ماده د بدن د حجرو د دیوالونو په جوړښت، کلکوالي او ثبات کې مهم رول لري.
کولسترول یو مومي ته ورته غوړیز مواد دي چې ډېره برخه یې په ځیګر کې جوړېږي، خو د بدن په نورو حجرو کې هم تولیدېږي. سربېره پر دې، کولسترول په ځینو خوړو کې هم موندل کېږي، لکه:
د انسان بدن په عادي حالت کې د خپلو اړتیاوو لپاره یو ټاکلي مقدار کولسترول ته اړتیا لري. کولسترول د ځینو مهمو هورمونونو، ویټامین D او صفراوي اسیدونو (Bile Acids) په جوړېدو کې هم ونډه لري، کوم چې د خوړو په هضم کې مهم رول لوبوي.
خو که په وینه کې د کولسترول اندازه له اړتیا زیاته شي، نو په تدریجي ډول د وینې د رګونو په دیوالونو کې رسوب کوي، رګونه تنګوي او د زړه او نورو غړو د ناروغیو خطر زیاتوي.
کولسترول او د زړه ناروغۍ :
کله چې په وینه کې د کولسترول اندازه لوړه شي، نو دا د رګونو په دیوالونو کې رسوب کوي او د رګونو د تنګېدو (Atherosclerosis) سبب ګرځي. په دې حالت کې وینه او اکسیجن په کافي اندازه زړه ته نه رسېږي، چې له امله یې د سینې درد (Angina) پیدا کېږي.
که چیرې د زړه یوې برخې ته وینه په بشپړه توګه ونه رسېږي، نو د زړه حمله یا د زړه سکته (Heart Attack) رامنځته کېږي.
د کولسترول ډولونه:
هغه کولسترول چې په وینه کې دوران کوي، له پروتینونو سره یوځای کېږي او ورته لیپوپروتینونه (Lipoproteins) ویل کېږي. مهم ډولونه یې دا دي:
۱- بد کولسترول (LDL – Low Density Lipoprotein) :
LDL ته “بد کولسترول” ویل کېږي، ځکه چې دا کولای شي د وینې د رګونو په دیوالونو کې رسوب وکړي، رګونه تنګ کړي او د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیات کړي.
۲- ښه کولسترول (HDL – High Density Lipoprotein) :
HDL ته “ښه کولسترول” ویل کېږي، ځکه چې دا اضافي کولسترول له رګونو څخه ځیګر ته لېږدوي او د بدن له لارې یې خارجوي. هر څومره چې د HDL اندازه لوړه وي، په هماغه اندازه د زړه د ناروغیو خطر کمېږي.
۳- ډېر ټیټ کثافت لرونکی لیپوپروتین (VLDL – Very Low Density Lipoprotein) :
VLDL هم یو زیانمن لیپوپروتین دی چې په ځانګړي ډول د ټرایګلیسریډونو (Triglycerides) د لېږد مسوولیت لري او د رګونو په ناروغیو کې ونډه لري.
ټرایګلیسریډونه (Triglycerides) :
ټرایګلیسریډونه د وینې یو بل مهم غوړیز ډول دی. دا زیاتره د اضافي کالوریو، بوره لرونکو خوړو او الکولي مشروباتو څخه جوړېږي او د بدن په غوړیو حجرو کې زېرمه کېږي.
د ټرایګلیسریډونو لوړه کچه هم د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیاتوي.
کوم عوامل کولسترول لوړوي؟
د کولسترول په لوړېدو کې لاندې عوامل مهم رول لري:
۱- ناسمه غذايي تګلاره :
د غوړو، غوړیو خوړو، ژر چمتو کېدونکو خوړو (Fast Food) او ډېرو کالوریو استعمال د کولسترول کچه لوړوي.
۲- د بدن زیات وزن او چاغوالی :
چاغوالی د بد کولسترول (LDL) او ټرایګلیسریډونو د زیاتېدو سبب کېږي او د زړه د ناروغیو خطر لوړوي. د وزن کمول کولای شي بد کولسترول راکم او ښه کولسترول (HDL) لوړ کړي.
۳- د بدني فعالیت نشتوالی :
کم حرکت او بېفعالیته ژوند د ښه کولسترول اندازه راکموي او د بد کولسترول د زیاتېدو سبب کېږي.
۴- سګرټ څکول :
سګرټ د ښه کولسترول اندازه کموي او د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.
۵- شکره ناروغي او لوړ وینې فشار :
دا دواړه ناروغۍ د کولسترول د اختلالاتو او د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.
۶- ارثي عوامل :
ځینې کسان د کورنۍ د سابقې له امله د لوړ کولسترول ستونزه لري.
د کولسترول د کنټرول لارې :
- د غوړو او غوړیو خوړو کمول؛
- د سبزیو، مېوو او فایبر لرونکو خوړو زیاتول؛
- منظم بدني فعالیت او ورزش؛
- د بدن د وزن کنټرول؛
- د سګرټ پرېښودل؛
- او د ډاکټر په مشوره د اړتیا په صورت کې د کولسترول ضد درمل کارول.
په یاد ولرئ: لوړ کولسترول ډېری وخت کومه نښه نه لري، نو د وینې منظمې معاینې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره ډېرې مهمې دي.
Comments are closed.