ناپېژاندو کسانو په ننګرهار کې یوه ښځینه ډاکټره په ډزو ووژله
د ننګرهار ولایت د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جنایي پېښو په دوام، ناپېژاندو وسلهوالو کسانو په دې ولایت کې یوه ښځینه ډاکټره وژلې ده.
سرچینو د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲مه، رسنیو ته ویلي چې دغه ښځینه ډاکټره ګلالۍ نومېده او د سرخرود ولسوالۍ د شیخ مصري ښارګوټي کې وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، ډاکټره ګلالۍ د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ په یوه اداره کې چې د طالبانو تر واک لاندې وه، دنده ترسره کوله.
د معلوماتو له مخې، ناپېژاندو وسلهوالو د نوموړې کور ته ننوتلي، هغه یې وژلې او پلار یې سخت وهلی ډبولي دی.
سرچینو زیاته کړې چې ډاکټرې ګلالۍ څو میاشتې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو د ځینو غړو له لوري د نامشروع غوښتنو شکایت کړی و.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. د ځینو اوسېدونکو په باور، امکان شته چې ګلالۍ د همدې ډلې له خوا وژل شوې وي.
هغوی ټینګار کوي چې په ډېرو مواردو کې طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د دوی غوښتنو ته غاړه نه ږدي، خو وروسته دغه ډول پېښې ناپېژاندو کسانو ته منسوبېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.