د قوي چین اقتصاد تر شا پټ حقیقت

ژباړه: صلاح الدين حمید 

51
لیکوال: مینگ‌ هویی
ژباړه: صلاح الدين حمید 
▪️چین له یوې لسیزې راهیسې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی. ځینې کسان د دې بریا له امله د چین کمونیست ګوند اعتبار ورکوي. د لاندې شننې له مخې د چین مخ په زیاتېدونکی نفوذ د لوېدیځو هېوادونو، په شمول د متحده ایالاتو او همدارنګه د چین د خلکو په زیان تمام شوی دی.
ګمراه کوونکي خیالونه
▪️د چین کمونیست ګوند د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې پلان شوې اقتصاد پلي کړ. دې کار د چین وړتیاوې وځپلې او اقتصاد یې له نړۍ جلا کړ. په ۱۹۷۰ لسیزه کې کله چې لوېدیځ هېوادونو په ځانګړي ډول متحده ایالاتو له چین سره مرستې پیل کړي، وضعیت بدل شو.
▪️دا مرستې د سړې جګړې پر مهال پیل شوې، هغه وخت چې پانګوال هېوادونه د متحده ایالاتو په مشرۍ د کمونیزم له پوځي ځواک سره چې مشري یې شوروي اتحاد کوله مخامخ وو. هغه مهال پکن که څه هم د کمونیستي بلاک برخه و، خو له شوروي اتحاد جلا شوی و. امریکایي پوهانو دا نظریه وړاندې کړه چې چین د پانګوالۍ لور ته سوق کړي څو شوروي اتحاد منزوي کړي.
▪️د امریکا دې طرحې ته «سوله‌ییز انقلاب» ویل کېده. له چین سره سوداګري او د نړۍ د پانګوال اقتصادي سیستم کې یې تدریجي شاملول. دا به بالاخره چین له اقتصادي پلوه پانګوال او له سیاسي پلوه یو ازاد دیموکرات هېواد ګرځولی وای.
▪️ریچارد نیکسون په ۱۹۷۲ کې له پکن څخه لیدنه وکړه. هغه مهال د چین د کمونیست ګوند کلتوري انقلاب (۱۹۶۶–۱۹۷۶) نږدې د چین اقتصاد د سقوط تر پولې رسولی و. د امریکا «سوله‌ییز انقلاب» په مناسب وخت کې رامنځته شو او د واکمن ګوند د ژغورلو لامل شو. وروسته د چین کمونیست ګوند په ۱۹۷۸ کې د اقتصادي اصلاحاتو پیل اعلان کړ.
▪️ایالات متحده ګڼې ټکنالوژۍ وړیا چین ته ورکړې او سلګونه میلیارده ډالر یې ولګول. دې کار د امریکا او لوېدیځ بازارونه چین ته پرانیستل. همدارنګه یې پکن سره مرسته وکړه څو د شوروي له ړنګېدو او د تیان‌آن‌من پېښې وروسته هم د نړیوالي سوداګرۍ سازمان غړی شي.
▪️خو د «سوله‌ییز انقلاب» په دې نظریه کې یوه تشه وه. که پکن غوښتل د پانګوال نړیوال اقتصادي سیستم یو مناسب لوبغاړی شي، باید له خپلې کمونیستي ایډیولوژۍ او تر ټولو مهم له دې امتیازه چې تر یو میلیارد زیات چینایان تر خپل کنټرول لاندې وساتي، لاس اخیستی وای.
▪️د چین کمونیست ګوند دا ونه منله. له همدې امله یې خپله پخوانۍ تګلاره یعنې چل او فریب وکاراوه. هغه ژمنې یې وکړې چې وروسته باید عملي شوې وای، خو ډېری یې هېڅکله عملي نه شوې. په همدې موده کې، ګوند ډېر ژر له لوېدیځ سره د همکارۍ ګټې ترلاسه کړې.
▪️د چین رژیم پانګوال اقتصاد غوره کړ، ځکه بله د بقا لاره یې نه لرله. خو په تبلیغاتو کې یې خلکو ته وویل چې د بازار اقتصاد د سوسیالیزم لومړنی پړاو دی، یا «د چینايي ځانګړتیاوو لرونکی سوسیالیستي بازار اقتصاد».
▪️کله چې کمونیستي رژیم پر اقتصاد خپل کنټرول نرم کړ، د چین خلکو د خپلو دودیزو ارزښتونو یعنی د سخت کار، پوهې او سپما په مټ ډېر کار وکړ او اقتصادي وده یې رامنځته کړه.
▪️نو د چین اقتصادي لاسته راوړنې د امریکا د فرصتونو او ملاتړ، او همدارنګه د چین د خلکو د شتمنۍ جوړولو هڅو پایله وه. خو د لوېدیځو هېوادونو هغه خیال چې اقتصادي پرمختګ به چین سیاسي اصلاحاتو ته بوځي، عملي نه شو. پکن د آزادې نړۍ له ایډیولوژیک یوځای کېدو پر ځای ورو ورو پیاوړی شو څو په کور دننه د خلکو د ځپلو او په نړیواله کچه د خپلو کمونیستي پروګرامونو لپاره ډېرې سرچینې ترلاسه کړي.
◾️د کمونیزم تر نوم لاندې: د نوې امتیازي طبقې زېږون
▪️د کارل مارکس له کمونیستي مانیفست څخه تر د شوروي اتحاد او کمونیستي چین پورې، د کمونیزم تبلیغاتو تل د بېوزلو لپاره د مساواتو د رامنځته کولو شعار ورکړی. خو نږدې دا خوږ درواغ تل په ظلم، استبداد او یوې امتیازي ډلې پای ته رسېدلي چې خلک سیاسي ځپي خو اقتصادي شتمني ټولوي.
▪️ځینې څېړنې ښيي: د چین د سوداګرانو بانک په ۲۰۱۹ راپور ورکړ چې د چین ۲٪ خلک ۸۰٪ شتمني کنټرولوي او د پکن پوهنتون وویل چې په ۲۰۱۴ کې د چین جیني شاخص ۰٫۷۳ و (که دا شاخص له ۰٫۴ لوړ وي عایداتي واټن ډېر وي، او که له ۰٫۵ لوړ وي ډېر شدید وي).
▪️د چین کمونیستي رژیم چارواکي خپل واک کاروي څو د خلکو شتمني ځان ته واړوي. ۵۰۰ لوړپوړو چارواکو او د هغوی کورنیو د اقتصاد د پرانیستې ډېری ګټې خپلې کړې. هغوی ډېرې پیسې له چین نه بهر لکه هانګ کانګ، متحده ایالاتو او سویس ته انتقال کړې. په ۲۰۲۰ کې راپور ورکړل شو چې ۱۰۰ چینایانو یوازې د UBS سویسي بانک کې تر ۷٫۸ ټریلیون یوانو زیات زیرمه کړي.
▪️په متحده ایالاتو کې د یو شخص منځنی عاید د چین په پرتله ۱۱ چنده لوړ دی، حال دا چې په چین کې د کور بیه د امریکا له بیې ۵ چنده زیاته ده. د چین لومړي وزیر لی کچیانگ په ۲۰۲۰ کې وویل چې د ۶۰۰ میلیونو چینایانو میاشتنی عاید تر ۱۰۰۰ یوانو (۱۵۳ ډالرو) کم دی.
▪️د چین کمونیست ګوند د خلکو څخه د مذهب، بیان، مطبوعاتو او نورو ازادیو حق اخلي. دا کار رژیم ته اجازه ورکوي چې خلک له اقتصادي شتمنۍ هم بې‌برخې کړي.
◾️د زده‌کړو، کور او روغتیا لوړې بیې
▪️سره له دې چې په چین کې ۹ کلنې زده‌کړې په رسمي ډول وړیا دي، خو بېلابېل درانه لګښتونه لري. حکومت لا هم ادعا کوي چې د ښوونځیو جوړولو لپاره کافي بودجه نه لري او ۶۰ میلیونه د کډوال کارګرانو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د مور و پلار د اوسېدو ښار په ښوونځیو کې زده‌کړه وکړي.
▪️د چین کمونیست ګوند خلک د استوګنې کارت سیستم له لارې د خپل زېږېدو ځای پورې تړي. که څه هم حکومت غواړي کډوال کارګران ښارونو ته د کار لپاره ولاړ شي، خو یوازې د هغوی کار غواړي. هغوی د ښار د استوګنې حق نه لري او نه شي کولای د ښار د اوسېدونکو له امتیازونو لکه د اپارتمان اخیستل، تقاعد مرستې او د کار له لارې روغتیا بیمې ګټه واخلي.
▪️د هغوی ماشومان هم نه شي کولای د ښار په ښوونځیو کې زده‌کړه وکړي. دا ماشومان اړ کېږي چې په خپلو کلیو کې له مور و پلار بېل پاتې شي. د یوې نجلۍ کیسه ده چې څلور کاله یې د ناشتې پیسې سپمولې څو د اورګاډي ټکټ واخلي او خپلې مور څنګ ته ښار ته لاړه شي.
▪️طبي لګښتونه هم په چین کې د پیسو د له لاسه ورکولو بله لاره ده. یوه سخته ناروغي کولای شي د منځنۍ طبقې کورنۍ ټوله شتمني له منځه یوسي او درانه پورونه پرې واچوي.
▪️له بلې خوا، چینایي چارواکو تر ۱۰۰ ټریلیون یوانو زیاته شتمني له هېواده بهر انتقال کړې. دا اندازه پیسې یوازې د دې لپاره بسنه کوي چې د ټول ملت د وړیا روغتیا بیمې لګښت د ۶۲۵ کلونو لپاره ورکړي.
▪️په حقیقت کې، د روغتیايي لګښتونو له دولتي بودجې څخه ۸۰٪ د لوړپوړو چارواکو د درملنې لپاره لګېږي یوازې ۲۰٪ عامو خلکو ته پاتې کېږي. ویل کېږي د چین کمونیست ګوند ان روغ کسان وژني څو د هغوی غړي لوړپوړو چارواکو یا د هغوی کورنیو ته ورکړي. جیانګ میانهنگ، د پخواني مشر جیانگ زمین زوی، درې ځله د پښتورګي پیوند کړی او ویل کېږي د دې لپاره پنځه ژوندي انسانان وژل شوي دي.
پای.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.