د کابل د روږدو د درملنې د ۲۰۰۰ بستریز روغتون تاریخچه

محمد فرید بزګر

2

دغه ځای پخوا د افسوټر شرکت په نوم د ۱۹۷۶ کال د فبروري په ۱۱مه د افغانستان د لومړي ولسمشر مرحوم سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د نړیوال ټرانسپورټ او بار وړلو ګډ شرکت (افغان-شوروي) په نوم د ۵۱ سلنه افغان ونډې او د روسیې فدراسیون ۴۹ سلنه ونډې سره تاسیس شو.

دا شرکت د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر راپرځېدو فعال وو، چې يوه څانګه يې د کابل خیرخانې مینې په لومړنۍ ناحیه (شمالي سرای) سره او بله برخه يې د کابل جلال آباد سړک په غاړه وه.
افغانستان ته د امریکایانو په راتګ د کابل جلال آباد برخه يې د فینکس کمپ په نامه امریکایانو یا ناټو فوځونو د ځینې نظامي فعالیتونو لپاره کاروله.

د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې، پخواني ولسمشر اشرف غني امر وکړ چې کمپ د مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې او زده کړې مرکز شي، او د ۲۰۱۶ کال په می کې، دا په رسمي ډول د امید د بیا رغونې مرکز په توګه پرانستل شو، چې هغه وخت يې د ۱۰۰۰ کسانو د درملنې وړتیا درلوده چې مختلفو دولتي ادارو يې مختلفې برخې پر مخ وړلې، د روږدو د درملنې برخه يې د عامې روغتیا وزارت پر غاړه وه، روږدو ته د کار روزګار زده کړې برخه يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په غاړه وه او داسې نور.


د طالبانو په راتګ هغه بهرنۍ مرستې چې د روږدو د درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او ځینې غیردولتي ادارو سره کېدې، ډېرې کمې شوې، چې اوسنیو چارواکو په کابل کې د روږدو د درملنې نور ډېر مرکزونه هم د امید مرکز سره يو ځای کړل او د بسترونو شمېر يې له ۱۰۰۰ څخه ۲۰۰۰ کړل چې د سوي پُل (پُل سوخته) لاندې د روږدو ټولنځي ټول روږدي يې دې مرکز ته راوستل.

دا په افغانستان او د سیمې په سطحه د روږدو د درملنې خورا ستر مرکز وو، چې د پاکستان د ظالمانه هوايي بمبارۍ له کبله په کې له ۴۰۰ ډېر له درملنې لاندې روږدي او په لسګونه د روږدو د درملنې روغتیايي او نور کارکوونکي ووژل شول، او ډېرې ودانۍ يې له خاورو سره خاورې شوې.

ډېر عجیبه ساینسي لاس ته راوړنه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.