ساینس پوهانو د انسان د مایکرو بایوم (microbiome) څخه د ملیونونو جینیتیکي معلوماتو معاینه کولو سره یو عجیبه کشف کړی دی: د ډېرو کوچنیو ګرد/حلقويRNA يا (circular RNA) جوړښتونو شتون چې د ژوند له کوم پیژندل شوي څانګې سره مطابقت نلري. دا جوړښتونه، چې Obelisks”اوبلیسک” بلل کیږي، نه باکتریا دي، نه ویروسونه، نه فنګس؛ دوی پروټینونه نه جوړوي، محافظتي پوښ نلري، او په ورته وخت کې په حیرانتیا سره مستحکم دي.
تر دې دمه د دوی له ۳۰۰۰ څخه ډیر مختلف ډولونه پیژندل شوي، چې په عمده توګه د انسان په خوله او هاضمي سیستم کې شتون لري، او ښايي زموږ د بدن دننه د نامعلومې بیولوژیکي نړۍ پټه برخه وي.
هغه څه چې دا کشف نور هم په زړه پورې کوي دا دي چې اوبلیسکونه د ویروسونو په پرتله خورا ساده دي.
ساینس پوهان لاهم نه پوهیږي چې دا مخلوقات څنګه ډېرښت یا تکثیر کوي، ایا دوی بې ضرره دي یا کولی شي په روغتیا، معافیتي سیسټم، یا حتی ناروغۍ اغیزه وکړي. دې ابهام ځینې څیړونکي دې ته اړ کړي چې دوی د “ژوندۍ تورتم یا پټې مادې” برخه بولي – د ژوندیو موجوداتو نړۍ چې تل زموږ شاوخوا وو خو موږ د لیدلو لپاره وسایل نه درلودل.
که دا جوړښتونه په ریښتیا د “ژوند” یوه بڼه وي، نو په بیولوژي کې د ژوند کلاسیک تعریف ممکن بیا لیکلو ته اړتیا ولري. په ساده ډول، د انسان بدن ممکن نه یوازې د ملیاردونو باکتریاو کور وي، بلکې د ژوند د بشپړ نوي ډولونو لپاره هم یو پټنځای وي چې موږ یې یوازې لیدل پیل کړي دي – یو کشف چې کولی شي د طب، بیولوژي، او د ژوند په اړه زموږ د پوهې راتلونکی کورس بدل کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.