د مینګورې پوهنتون کې د استادانو سره غونډه 

سرلوڅ مرادزی 

53

د ۱۹۹۴ کال د سپرلي موسم وو. یوځل مو وپتیله چې د مینګورې پوهنتون ته سر ورښکاره کړو او له نږدې یې وګورو. د سوات د لوی خان ارواښاد افضل خان لالا زوی فاروق خان ته مو وویل چې د پوهنتون له ریاست څخه د کتنې وخت واخلي. وخت وټاکل شو او د فاروق خان سره یوځای، موږ هر یو مفتاح الدین ساپي، انجینر اسلم او زه، پوهنتون ته لاړو. د پوهنتون رییس او استادانو زموږ تود هرکلی وکړ. لومړی یې په بېلا بېلو پوهنځیو وګرځولو او وروسته د یوه لوی میز څنګ ته، ټول سره کښېناستو چې زموږ لپاره یې د شېدو چای او ماپښینۍ تیاره کړی وه. د پوهنتون رییس ځان او استادان راوپېژندل او موږ هم په افغانستان کې خپلې دندې او ځانونه معرفي کړل. 

د پوهنتون په اړه تر معلوماتو وروسته، خبره پر دې راوګرځېده چې موږ ناست کسان ټول افغانان یوو. دوی وویل چې د دوی په اسنادو او د ځمکې په قبالو کې افغان لیکل شوی او ځانونه افغانان بولي. موږ هم د افغان کلمې په اړه زیاته کړه، کله چې د پښتو او پښتنو ستر مشر خوشال خان وايي: 

د افغان په ننګ مې وتړله توره 

ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم 

او بیا رحمان بابا وایې: 

چې کشور د افغانانو معطر کړي 

هر یو بیت مې خدایه زلفې د خوبان کړې 

نو بیا خو هر څه ښکاره او څرګند دي. 

د خوشال خان او رحمان بابا پر دغه شعرونو تر اوږده بحث وروسته چې موږ ټولو د افغان په هویت د نظر او فکر یووالي او یووستون درلود، د ډیورنډ د استعماري کرښې د راتلونکي برخلیک او د لروبر افغان د یووالي په ضرورت ټینګار وشو. 

همدارنګه د فخر افغان پاچاخان د اوږدو جېلونو او د لوی افغان د پيوستون په اړه د هغه د سرښندنو موضوع رایاده شوه او د پاچاخان په مزار چې جلال اباد کې دی، ګټورې خبرې وشوې. د دې تر څنګ د غازي امان الله خان او د پاچان خان د نږدې اړیکو او ملګرتوب په اړه وغږېدو. 

دا چې د سوات د پښتو ژبې دیالکت او په افغانستان کې په تېره بیا په لوی ننګرهار کې د پښتو دیالکت بیخي سره نږدي او یوشان دي، یادوونه وشوه. 

له غونډې وروسته موږ ټولو دا احساس کاوه چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي او یوه ورځ به د بېلتون ټولې کرښې ړنګوو! 

«زما د ژوند سفرلیک» 

مغلګۍ او پنجاب 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.