د فرهاد زمانه

عبدالمالک بېکسیار

54
تېره جمعه د دسامبر ۱۲ مه مالمو کې د فرهاد دریا کنسرت ته تللی وم، تللی څه چې کور یې ودان بللی یې وم .
د صدیق الله رښتین اړوند د پوهاند یون یوه لیکنه کې مې لوستي و چې ارواښاد رښتین د ژوند روستیو کې داسې شوی و، لکه رڼې اوبه .
پوهاند یون دغه خبره د ارواښاد صدیق الله رښتین په شخصیت د هغه د تخلص د اغېز په تړاو کړې وه .
ما چې خپل خدای بښلي پلار سره دغه خبره شاربله، هغه ویل دا بالکل ممکنه او د انسانې پوهې سره سمه خبره ده، دیني متون هم دغه خبره تائیدوي .
پلار ارواښاد مې یو حدیث هم پدې هکله راته تېر کړ، خو له بده مرغه چې رانه هېر دی .
د حدیث شریف مضمون څه داسې و چې انسان څه غواړي او وایي هماغسې کېږي .
ښاغلی فرهاد هم د خپل تخلص په سیوري کې د زمانې په تېرېدو سره په یوه بهاند، څپاند او مستانه سین اوښتی، چې ژور تل یې له رنګارنګ مرغلرو مالامال دی .
خوشال بابا همدغه سین یادوي چې وایي :
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته ؟
کنسرت اته بجې شروع کېده، موږ د اووه نیمو بجو شا و خوا د سالون ته ورسېدو، مېلمانه ډلې ډلې را روان وو، ډېرې چوکۍ ډکې وې او کومې چې پاتې وې هغه هم دم په دم په ډکېدو وې . پاو کم اته بجې مېلمنو چکچکې شروع کړې غوښتنه یې دا وه چې دریا دې تشریف راوړي . لږ وروسته شېرینۍ ( سلطانه جان ) د ښاغلي دریا مېرمن هم راغله او تر موږ لږ وړاندې لومړۍ لیکه کې کېناسته .
دې سره نو د مېلمنو هیلې نورې هم وغوړېدې چې ګوندې کنسرت شروع کېدو والا دی .
شېبه لا نه وه تېره د دریا سازیان یو په بل پسې یو یو راغلل او خپل ربابونه، باجې او رنګارنک نور سازتوکي چې پخوا سمبال شوي و، غږول یې را پیل کړل .
همدلته و چې بیم باجې ته ورته د یو ډول ډومبه ډومبه ډومبه ساز په څپو کې خوږ ژبي سندرغاړي فرهاد دریا د ګډونوالو د خوښۍ ، چیغو او نارو په څپو کې ستېژ ته تشریف راووړ .
د بیم باجې پدغه ډومبه ډومبه درون شور کې زه په خپل دغه شعر کې ځنګېدم :
ماشومتوب
ستړی وم، سوړ وم
بوډا وم، زوړ وم
د پاڅېدو نه ومه
له ژونده موړ وم
څه مې له خلکو زړه تور
یو څه ناجوړ وم
په کټ کې پروت لکه
د ژوند نچوړ وم
د بیم باجې او ښوونځي د ماشومانو ګډ شور
زما د خوب د خونې
له رپېدلې شنې پردې چې را دننه شو اول لو –
د شوتلې په شان تک شین و
واپس ماشوم یې کړمه .
دغه د بیم باجې میلوډي کې یو عجیب جادو و، تر کنسرت روسته چې ما فکر پرې کاوه، فرهاد دریا د مرغیو د ښکاریانو یو ډېر پخوانی چل په موږ کړی و .
موږ به چې مرغیو ته دام ایښی و، او مرغۍ به راغلې خو په دام به نه ورتلې، یو خوا بل خوا به یې ځان ترې غړاوه، نو چې په کومه ډډه به مرغۍ وې، موږ به له همغې ډډې تیږې ورته ټکولې څو مرغۍ په دام ورشي .
د دریا د بیم باجې میلوډي هم موږ ټول اورېدونکي د خیال، مینې او شوق داسې یو ناپېژاند دام کې ښکېل کړو چې بیا تر پایه په ځان نه وو اګاه.
دغه خیالي سفر کې زه په ټولو هغو یادونو او خاطرو وګرځېدم، چې له فرهاد دریا او ګروه باران سره تړلي وو .
کابل، زموږ وړوکی روسي تلویزیون، د فرهاد دریا د یوې یوې سندرې د لومړي ځل اورېدو او زېږېدو نېټې، د کابل نوروزونه، اخترونه او پخپله د دریا په اصطلاح (وو غایتا) !
دا دوهم ځل و چې ما د ښاغلي دریا په کنسرت کې ګډون کاوه، یو ځل دوه زره شپږم که اووم کال و، او یو ځل بیا اوس .
د ښاغلي دریا په موسیقۍ کې له هغې زمانې بیا تر ننه، بلکې له شپېتمو کلونو بیا تر ننه له ځمکې تر اسمانه توپیر او بهتري راغلې .
فرهاد دریا اوس په موسیقۍ کې نیمه پېړۍ تجربه لري، په ټوله نړۍ کې له ختیزه تر لویدیزه او له شماله تر جنوبه ګرځي را ګرځي کنسرتونه ورکوي، خوشالۍ وېشي او خپل هنر له هرې ورځې تر بلې پیاوړی کوي .
دغه القاب چې پلانی یو مکتب دی، یا یوه فلسفه ده، یا نظریه او ایدیالوژي ده له فرهاد دریا سره نه لګي .
زه کوم موزیک څېړونکی او موزیک پوه نه یم بلکې عام یو موزیک خوښوونکی یم . زما له نظره فرهاد دریا یوه زمانه ده .
که څوک د افغانستان د موسیقۍ تاریخ لیکي نو که یې له استاذ قاسم، نتو، سراهنګ او مېرمن پروین راشروع کوي بیا د احمد ظاهر زمانه راځي او تر ارواښاد احمد ظاهر روسته نو ارومرو د فرهاد دریا زمانه ده . موږ د اوسمهال خلک د ټولو بد مرغیو، جګړو او ناخوالو سره سره پدې نېکمرغه یو چې د فرهاد په زمانه کې اوسو .
فرهاد پدې هم زمانه ده چې څه کم نیمه پېړۍ کېږي افغان ولس یې له سندرو سره ژوند کوي، روږدی دی .
دی په نه ستړې کېدونکې ولوله او شوق لګیا دی یوه تر بلې بهتره او بهترینه سندره او ترانه تخلیقوي، ما له ملګرو اورېدلي چې ویل یې دغه پلانۍ د فرهاد دریا تر ټولو غوره سندره ده، خو چې څو میاشتې یا کال وروسته یې بله راشي بیا وایي نه دا یې تر ټولو غوره ده .
فرهاد زموږ د نوروز سرود دی، فرهاد زموږ د پسرلي هنګامه ده، فرهاد زموږ د اختر زمزمه ده، فرهاد زموږ د وصل و فراق نغمه ده . خلاصه داسې کومه خوښي او مېله پدې وطن کې نشته چې موږ یې بې له دریا تېره کړو او یا یې تېرولی شو .
فرهاد هغه سین دی چې ګام په ګام ورنه ډېرو ناکاموراوو خپلو پټو ته ویالې اېستلي خو ددغه بهاند سین په اوبو کې کټ مټ لکه کونړسین هېڅ کمی نه راځي بلکې ورځ تر بلې زیاتېږي .
د افغانانو داسې هېڅ واده، کوژده، کنسرت یا بله هره خوښي نشته چې هلته فرهاد دریا زمزمه نشي .
مقوله ده چې د هر کامیاب نرینه شاته یوه کامیابه مېرمنه وي، د یو کامیاب هنرمن شاته د یوې بریالۍ مېرمنې سره سره کامیاب ساز غږوونکي، کمپوزران او شاعران ولاړ وي .
فرهاد دریا نېکمرغه دی چې د سیر هاشمي، دوکتور غفور لیوال، دوکتور سمع حامد، او ارواښاد استاد پسرلي او عاصي په شان نوموتي شاعران او سازیان یې په خوا کې مرستندویان و/دي .
په ټوله کې د فرهاد دریا کنسرت د یوه یو موټي او متحد افغان ملت ننداره وه، د کنسرت یو ګډونکونکی هم دا حساب نشي ورکولی چې فرهاد په ټول کنسرت کې څومره پښتو یا دري یا ازبکي یا هزاره ګي سندرې وویلې ؟ .
دا ځکه چې ده خپلې ټولې سندرې په وطني ژبو کې داسې سره مېکس کړي چې بنده هېڅکله د یوې ژبې حکم نشي پرې کولی .
تر کنسرت وروسته مو چې له دریا سره لنډې څو خبرې کولې او عکسونه مو اخیستل، نو یو ځل یې زه خواته ودرېدم، یو ځل زما ورور ډاکتر شېرشا، دې منځ کې د دریا منیجرې مېرمن سولویا په عکس اخیستونکي غږ وکړ چې داسې یو هم واخله چې دواړه ورونه پکې راشي، دې سره دریا مسک شو او ځان ته یې لاس ونیوه ویل یې ( درېواړه وروڼه) .
دې سره ماته د کورنۍ د غړو هغه یادونې را یادې شوې، چې کله زه نور په افغانستان کې نه وم او کورنۍ مې لا هم هلته مېشت وه، نو وایي چې کله به فرهاد دریا د تلویزیون په ښیښه راغی ادې به مې ورته ژړل چې ملک *ته ورته دی .
لکه څنګه چې هرڅه پای لري د دریا کنسرت هم تر پرله پسې درې ساعتونو وروسته د شپې دولس بجې خوا و شا پای ته ورسېده .
څرنګه چې فرهاد دریا لکه خپل بل هر یو کنسرت د پروګرام ټوله سناریو له مېلمنو سره شریکه کړې وه نو کنسرت په پوره طبیعي ډول د جانبینو په توافق ختم شو .
مینه له دواړو غاړو وي چې څه اسانه وشي
نه ما د ست څه، نه هغې د ستنېدو څه ووې
زه او شېرشا چې له سویډنه ډنمارک ته راتلو په لاره مو پدې بحث کاوه . چې د فرهاد دریا د هنر اصلی زړی یا هسته څه ده ؟ .
او دواړه پدې پوره همغږي وو چې د دریا د هنر هسته او مرکزي خیال افغانیت، ازادي، مینه، ژوند، سوله، عدالت، برابري او وروري دي .
د فرها د دریا د لا بریاوو او نورو دغه شان کنسرتونو په هیله .
*ملک د هلک په وزن زما کورنی نوم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.