د لیمو ګټې

32

۱ لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پوزې بهیدنه، سترګې بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي،
لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما د داسې مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي،
د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډیر ګټور تمامیږي.

۲- لیمو د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.

۴- که وڅښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.

۵- د ملریا، کولیرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.

۶- د وټامن سي او روټین (Rutin) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.

۷- د ښځو لپاره : په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.

۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.

۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.

۱۰ – که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.

۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acid) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.

۱۳- د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.

۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.

۱۵- د ویني فشار تنظیموي، او که چیري د ویني فشار لوړ شي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.

۱۶- د تنفسي امراضو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي، او د ناروغي په تخفیف کې ګټور تمامیږي.

۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.

۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.

په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي:
۱- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصاً په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.

۲- د ویښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د ویښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدې چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړه سي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي.
که د لیمو پوستکي جوش کړه شي او بیا د لمبېدو او ویښتانو د پریمینځلو وروسته په هغو اوبو غوړیږي، نو دا به ویښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او ویښتان به د ریچو او سپږو څخه وساتي.

۳- د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای شي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي.

۴- د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول سي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي.

۵- د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم کار آمد ثابتیږي، چې د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.