لنډۍ، د ثبتولو ستونزه / ۳۴۹مه برخه

آصف بهاند

94

شونډې مې تا پسې وتلې

خلکو ته وایم چې پېریان مې ډاروینه

 

راځه چې وېش د دنیا وکړو

یو تهٔ زما شهٔ، دنیا ټوله دې ستاشینه

 

زما غریبې ورځ ته گوره

زما غریب جانان راپرېږده چې راځینه

 

د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ برابرې شوې دي:

 

زما په بنې سلام وایه

جانان مې زوړ کړ او ته اوس وهې خالونه

 

بریا دې ستا وي گل‌وطنه
پر ما میٔن درته د زړه دعا کوينه

 

جانانه ستا خاطر له‌پاره

د کلي جنگ، د مور خبرې تېرومه

 

پر دوېوال غلی، غلی راشه

د دروازې ځنځیر مې مور راویښوینه

 

لالی له ما نه مرور دی
زه مروره له تمامې دونیا یمه

 

جانانه ښه‌سوچونه وکړه

که مې د بدو زورلرې، درسره‌ځمه

 

ﺯه د اﺯل په برخو نه يم

چې څنګ خالي شو، ژوند دې خاورې ايرې شينه

 

ماته ده مېنی زور معلوم دی

رب دې کافر له ياره نه جدا کوي

 

پر ځان مینه، کرار کینه

زما خندا به دې له‌کاره وباسینه

 

شونډې مې تا پسې وتلې

خلکو ته وایم چې پېریان مې ډاروینه

 

د طلایی‌پڼو میرمنې

قدم په خیال پورته کوه مین دې کړمه

 

پڼۍ دې ډکې طلا دارې

که ته سردار یې، زه دې څه پروا لرمه

 

د زړه دپاسه مې انبار شه

د لالي غمه د عُمرونو ځای دې یمه

 

دومره د ځان په غم کې نه یم

ما د لالي غـمـونــه گــرده تــاوویــنــه

 

تا به د مینې خُم کې رنگ کړم

لکه لونگ به دې پر غاړه گرځومه

 

راځه چې وېش د دنیا وکړو

یو تهٔ زما شهٔ، دنیا ټوله دې ستاشینه

 

چې لېونۍ شوې، حال دې ووې

روغو به کله وې د مات زړگي حــالونه

 

سر دې پر سپینه سینه کېـږده

امېل د غاړې بویوه، خوب به درځینه

 

ما درته وېل چې لږه کښینه

تا به په ژاولو ټس کاوه چې درنه ځمه

 

د ژمي شپه سړه سېلۍ ده

ساړه دې وشه چې دې غېـږ کې ونیسمه

 

په نوم دې زه بدنامه‌گرځم

د مازدیگر‌دیدن دې نورخلک کوینه

 

د جانان غږ کې څه کمال دی

زما دغره غوندې غمونه ورکوينه

 

مدام به زه درسره نه یم

چې هر ماښام دې زنگېدلی کورته وړمه

 

پرکلي سخته خاموشي ده

یا لالی مړ دی، یا یې کډې کړې‌دینه

 

د سترگو جنگ نه‌دی جانانه

د نصیب جنگ دی، وارخطا ولاړه یمه

 

ته میٔن نه یې، دروغ وایې

میٔنه زه یم چې جامې دې بویومه

 

د بختورو په نصيب وي

په تور ماښام، د تورو سترگو ديدنونه

 

په شیش‌محل کې مې زړه تنگ دی

ما ته د یار جونگړه وښایئ چې ځمه

 

د غره پرسر دې ښامار وخوره

چې ډلې، ډلې پاړوگان درخېژومه

 

زما غریبې ورځ ته گوره

زما غریب جانان راپرېږده چې راځینه

 

یوه دې بله گناه وکړه

د نورو خلکو له یارۍ دې ووېستمه

 

تا په حجره کې ټپه وکړه

ما پر بلۍ پر زړگي‌ونیول لاسونه

 

ته پر پیسو میٔن یې یاره

وطن ته راشه، زه بر تا میٔنه‌یمه

 

زما لالی په کې معلوم دی

د ټول اتڼ له وړکو جگ لاسونه وړینه

 

په نوم ئې زۀ بدنامه ګرځم

لالی چې بله خوښوي، جفاکوینه

 

نۀ مې هېرېـږې د زړۀ سره

کۀ د اسمان تر ستورو ډېـر تېرشي کلونه

 

څه‌سوکړک نه دی چې پرې موړ شې

د سپینې‌خولې خوراک د شونډو په سروینه

 

د چا دادا به ورت ټینگ شي

پرگلابي شونډو د ژبې سروهینه

 

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۴۸مه برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.