لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۴۸مه برخه

آصف بهاند

146

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۴۸مه برخه

 

 

د مور د مرگ غم بیا تازه‌شو

خور مې دېوال کې نن ویښته موندلي‌دینه

 

د انقلاب زور خو دې ولید

ډېرې وریندارې اوس لیورو ته ناستې‌دینه

 

څنگه به نه‌ژاړم عالمه

چې پنجابیان مې په وطن لوبې‌کوینه

 

ارمان مې وې، خپله مې نه‌کړې

بیا به په ژوند د چا ونه‌کړم ارمانونه

 

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي

په تومتو گټلی ما یې

اوس دې د بل غاړه کې واچول لاسونه

 

بېلتون د مینې سوداگر دی

د اشنا قدر پۀ اشنا پیدا کوینه

 

له ما نه ولې مرور یې

ماشومه یاره پۀ پردي اختیار کې یمه

 

د جانان غږ کې څه کمال دی

زما د غره غوندې غمونه ورکوينه

 

په ضدبازۍ به مې خپل نه‌کړې
په عاجزۍ درسره خوږوطن پرېـږدمه

 

بیا مې لیدل اسانه نه‌دي

که مې ملگري په مزار مات‌کړي سرونه

 

ناز به دې ولې نه وړم یاره

چې دومره خلکو کې دې زه انتخاب کړمه

 

که خوله مې اخلې، ژر یې واخله

منگی مې ولې ښوروې، لمده دې کړمه

 

دا پاس اسمان چې څنگه شین دی

داسې مې زړه درپسې شین دی، مړ به شمه

 

پۀ نیمه‌شپه مې خوب ته راغلې

لکه یـتـیـم مـې تــر سبـا ژړلـي دیـنـه

 

د مور د مرگ غم بیا تازه‌شو

خور مې دېوال کې نن ویښته موندلي‌دینه

 

زمازړگی په کرار نه‌شو

زه دې پرسپینه‌سینه بیا سرلگومه

 

لالیه چېرې یې خښ‌شوی

په کوم‌نښتر به دې جنډې وځړومه

 

د انقلاب زور خو دې ولید

ډېرې وریندارې اوس لیورو ته ناستې‌دینه

 

په تورماښام گودر ته راغله

زه یې په زړه شوم، که اوبه یې خلاصې‌دینه

 

لکه چې دم‌لونگ یې درکړل

چې په ماښام پرېږدې د وړکو مجلسونه

 

په هدیره کې شورماشور دی

لالی پرتوروخاورو سر نه‌لگوینه

 

ارمان مې وې، خپله مې نه‌کړې

بیا به په ژوند د چا ونه‌کړم ارمانونه

 

څنگه به نه‌ژاړم عالمه

چې د اشنا دیدن په کال کې نه‌کومه

 

څنگه به نه‌ژاړم عالمه

چې پنجابیان مې په وطن لوبې‌کوینه

 

څنگه به نه‌ژاړم عالمه

په پېښور کې د اوروس له‌لاسه‌یمه

 

دا نن جومه سبا خالي ده

یار مې ولي دی، لاس‌نیوی به ترې‌کومه

 

 

هلته به څه‌کړې گرانه یاره

چې ته ولاړ یې، پر ما خاورې‌اړوینه

 

که خدای کراره‌کراري‌کړه

د کندهار انار به ټول درباندې خورمه

 

د خپل میٔن ټپوس دې وکړه

په لپو، لپو کولۍ خوري، تاپسې مرینه

 

په دریابو رانه پناه‌شوې

د بې‌وسۍغږ به مې څوک دررسوینه

 

یوازې خدای به پرې خبر‌وي

له خندا ډکه خوله به چېرې ناسته‌وینه

 

پر سر نرۍ لوپټه نه‌وړم

درنې، درنې خبرې ستا د ببو وړمه

 

باران وریـږي، لارې خټې

پل ملومیـږي، جنۍ مه‌خوره قسمونه

 

په زړه کافر جانان ته وایه

په زړه رنځور جانان دې ډېر، ډېر یاوینه

 

خدای به مې ورک لالی پېدا کړي

بیا به همزولو مېنځ کې خواره نۀ کېنمه

 

دنیا د پاڼ پر سر ولاړه

لالیه غاړه راکوه قیامت به شينه

 

څه د لمدو لونگو بوی دی

یا کومې بېغلې په کمڅم تړلي دینه

 

ته به مې کله، کله یاد کړې

زه دې په زړه پورې گنډلی گرځومه

 

د کړېدو به مې نصیب و

که نه په کور کې ناوزولې جلۍ‌مه

 

نوربیا

 

https://af.dawatmedia24.com/?p=179440

  Donate Here 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.