د امریکا نړیوال سیاست او د هغه دوه ګونی چلند

لیکوال: نیک محمد نیکمل

106

د نړیوال سیاست صحنه، هغه میدان دی چېرې چې د زور، منافقت، او شعارونو تر منځ یوه عجیبه همغږي روانه ده. امریکا، چې ځان د «نړیوال عدالت» او «بشري حقونو» د ساتونکي په نوم معرفي کوي، په حقیقت کې د خپل ملي ګټو د خوندي کولو لپاره هر ډول دوګونۍ تګلارې کاروي. دا تګلاره نه یوازې د منځني ختیځ په جګړو، بلکې د افغانستان په قضیه کې تر ټولو روښانه بڼه لري.

کله چې امریکا په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د «تروریزم ضد جګړې» تر پلمې لاندې افغانستان ته راغله، د نړۍ په غوږونو کې یې د دموکراسۍ، ازادۍ، او د ښځو د حقونو شعارونه وغږول. خو شل کاله وروسته، چې له افغانستانه ووتله، د دغو شعارونو ریښه په خاورو کې هم پاتې نه شوه. امریکا هغه هېواد پرېښود چې پخپله یې ویجاړ کړی و، هغه نظام یې ړنګ پرېښود چې د دوی په ملاتړ ولاړ و، او هغه ملت یې یوازې پرېښود چې د دوی د لوبو قرباني شوی و.

د امریکا د دوګوني معیار یوه ښکاره بیلګه دا ده چې د یو هېواد د حاکم اسلامي نظام د رسمیت پېژندنې پر ځای، د هغه پر وړاندې بندیزونه او سیاسي فشارونه زیاتوي، خو له بل لوري له هغو هېوادونو سره اړیکې پالي چې هلته د بشري حقونو نښه هم نه شته. امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو د کنګل کولو له لارې، د یوه ملت د اقتصادي تنفس دروازه بنده کړې ده؛ دا پالیسي نه د دموکراسۍ، بلکې د زور او سیاسي انتقام څرګند تصویر دی.

امریکا د نړیوال نظم په نامه د داسې نظام ملاتړ کوي چې پکې یوازې د ځواکمنو هېوادونو ګټې خوندي وي. د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، او نورو موسسو تر شا هم د امریکا نفوذ غالب دی. دا هغه «نرم استعمار» دی چې د توپ، ټانک، او بم پر ځای د بندیز، پور، او نړیوالې انزوا په بڼه تطبیقېږي. د افغانستان د قضیې له لارې نړۍ ته دا پیغام ورکړای شو چې د نړیوال عدالت معیار د واشنګټن د ګټو په تناسب ټاکل کېږي، نه د ملتونو د ارادې پر بنسټ.

که امریکا د رښتینې دموکراسۍ او بشري ارزښتونو مدافع وای، نو ولې د افغان ولس د خپلواک اسلامي نظام د منلو پر وړاندې دومره حساسه ده؟ ولې د ملت د دیني او کلتوري هویت د احترام پر ځای، د خپل فکري ماډل تطبیق غواړي؟ دا ځکه چې د امریکا نړیوال سیاست د حاکمیت او استقلال د منلو فلسفه نه لري، بلکې د تابع کولو او نفوذ ساتلو فلسفه لري.

په حقیقت کې، د افغانستان د تجربې له لارې نړۍ دا درک کړې چې د امریکا سیاست د «حق» او «باطل» پر محور نه دی، بلکې د «ګټې» او «زیان» پر محور ولاړ دی. امریکا له هغو هېوادونو سره ملګرتیا کوي چې د هغې د ستراتیژیکو ګټو برخه وي، که څه هم هلته ظلم، فساد او د بشري حقونو نقض حاکم وي. خو له هغو هېوادونو سره چې د خپل دین، خپلواکۍ، او ملي هویت پر بنسټ سیاست کوي، دښمني پالي.

د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک، خپلواکه او اسلامي نظام د بیا رامنځته کولو هڅه کړې، خو امریکا د دې نظام د مشروعیت د منلو پر ځای د هغه پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي فشارونو تګلاره غوره کړې ده. دا چلند نه یوازې د یو هېواد پر وړاندې، بلکې د اسلامي نړۍ د عزت او خپلواکۍ پر وړاندې یو عمومي پیغام لري — هغه دا چې تر څو ملتونه د امریکا د خوښې له سیوري وتلي نه وي، د «مشروعیت» نوم ته هم نه پرېښودل کېږي.
درنښت … یارب 🤲🏻

د نړۍ نوې جیوپولیټیکي لوبه او افغانستان

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.