د پاکستان نوی خطرناکه سیاسی لوبه

محمد داؤد مومند

159

انګریزانو د یوه کال په تفاوت سره، په اشیا او منځنی ختیځ کی د دوه سرطانی غدو زړی، د مذهب ترعنوان لاندی وکاره، لمړی یی په ۱۹۴۷ کی د پاکستان په نامه او په ۱۹۴۸ کی یی د اسرائیلو تر نامه لاندی، د دولتونه تأسیس د هماغه:  «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» د استعماری پالیسی، پر بنسټ له خپلی خیټی څخه وزیږول.

چی په حقیقت کی د سیاسی ماهیت له نظره، دا دواړه دولتونه د یوی سکی دوه مخونه دی.

پاکستان د خپل موجودیت د ورځی نه، افغانستان دشمنه او پښتون دشمنه پالیسی غوره کړه ده.

پاکستان تر هرڅه لمړی د انګلیس د وارث په توګه د پښتونخوا او د بلوجستان سیمی او حتی قبایلی مناطق یی د یوه یونت د عنوان لاندی په پاکستان کی مدغم کړی، چی دا سیمی په تاریخی لحاظ د افغغنستان ملکیت و او د انګریز د وتلو څخه وروسته، باید خپل اصلی مالک یعنی افغانستان پوری تعلق میندلای وای، د پاکستان ددی څرګند غصب په نتیجه کی افغانستان محاط به خشکه پاتی شو،  د داسی یوه اقصادی شریان د لاسه ورکول چی د انسان زړه ته د وینی د شریان د بندیدلو سره شباهت لری.

په اصطلاح جهادی دوره، د افغان ملت دپاره، هغه توره او کرغیړنه دوره وه چی افغانستان عملاْ د پاکستان د یوه نوی ایالت حیثیت مینده کړ، چی تفصیل ته یی ضرورت نشته.

څو ورځی دمخه اسلام آباد د یوی شیطانی جلسی کوربه توب وکړ، په دی جلسی کی یو تعداد کولابی کم اصله اراذل اوسیاسی فاحشی لکه بدخشانی ستمی فوزیه کوفی او داسی نور منحوسی ملی ضد څیری لیدل کیدی او هغوی په افغانستان کی د جمهوری فاسد او مفسد نظام، جمهوریت او دیمکراسی او تول شموله حکومت د جوړولو رمباړی وهلی.

د هغی متصل، اسلام آباد (شیطان آباد) د نړیوالو نورمونو برخلاف، لکه اسرائیلو د افغانستان په هوایی حریم تجاوز او بمباری وکړه.

د اسلامی امارت پوځی قوتونو په میړانی سره د سرحد په لیکو کی په پاکستانی موچلونو او پوستو حمله وکړه، شپیته پاکستانی عسکر ووژل شول او دیرش پوستی تخریب شوی، او په څرګنده یی خپل غچ واخست.

داسی څرګندیږی چی دا حوادث د یوه خطرناک پلان له مخی عملی کیږی او دا ټولی خبری د بګرام د هډی د تملیک دپاره دی چی لکۍ یی د (ترمپ) په لاس کی ده.

ترمپ په ډیر اختصار سره د افغانستان او پاکستان تر مینځ ددی جګړی یادونه وکړه، خو زیات تفصیلات یی ورنکړل.

داسی اټکلیږی چی پاکستان د متحده ایالاتو په لمسون او د بګرام د هډی په اړه د افغانستان سره په یوه نیابتی جګړی کی ښکیل کیږی، او دا به په سیمه کی د بل او نوی اور بلیدل وی.

اسلام آباد په همدی ارتباط یوه خورا خطرناکه خبره وکړه، چی د افغانستان په ارتباط د اسلام آباد د عنعنوی پالیس نه ۱۸۰ درجی عدول دی او په لمړی ځل یی وویل چی:« موږ آزاد او دیمکراتیک افغانستان غواړو»

پاکستان د طالبانو د امارت او حکومت پر ځای اوس د طالبانو د رژیم اصطلاح کاروی او داسی څرګندوی چی طالبانو په افغانستان کی قدرت غصب کړی دی او حکوت باید بیرته د جمهوری دیمکراتیک نظام، له لیاری بیرته خلکو ته وسپارل شی.

وطنوالو اوس یی تاسی ګز کړی، پاکستان اوس د افغانستان دپاره دیمکراتیک نظام غواړی !!!!!!!!!!!!!!!

پښتانه یو متل لری چی :«د میږی عمر چی آخر ته ورسیږی، وزری وباسی»

اټکل کوم چی د پاکستان عمر آخر ته رسیدلی دی، که د پاکستان حکومت ځان د افغانستان د ملت سره به جګړه کی ښکیل کړی نتیجه به یی د پاکستان تجزیه وی.

دا جګړه به د اسلامی امارت سره نه بلکه د افغان ملت سره وی او دا به د ستر ملی قیام او غورڅنګ موجب وګرزی.

 د پاکستان د تجزیی او د پښتنو او ټول افغان ملت د وحدت په هیله.

ستر خوشحال بابا، څلور سوه کاله د مخه فرمایلی دی:

درست پښتون له  کندهاره  تر اټکه

سر یو د ننګ په کار پټ او آشکار

تناقضات و تداخل انگیزه های سیاسی در تحقیقات داکتر کاظم

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.