البانیا لومړنۍ مصنوعي ځیرکه وزیره معرفي کړه

41

البانیا لومړی هېواد شو چې مصنوعي ځیرکه وزیره یې ټاکلې ده.

د نوې وزیرې نوم «دیلا» ایښودل شوی دی، چې په البانیايي ژبه کې د «لمر» مانا لري.

دیلا مخکې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاتفورم “e-Albania” په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.

چارواکي وايي، دیلا به اوس د عامه تدارکاتو څارنه کوي او د قراردادونو پروسه به له فساد پاکه کړي.

د هغې هدف دا دی چې د عامه تدارکاتو بهیر چټک، شفاف او بشپړ حساب ورکوونکی شي.

د البانیا لومړی وزیر، اېدي راما وايي دیلا به د رشوت، ګواښونو یا په ادارو کې د اړیکو له پاللو اغېزمنه نه شي.

په دې اړه البانیا کې نظرونه وېشلي دي.

د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا کار «چټي» بللی، خو ځینې څېړونکي او متخصصین وايي که سم مدیریت شي، شفافیت او باور زیاتولو کې مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.