یا حمل نه اخیستل IVF in vitro

44

حمل نه اخستل ( Infertility) IVF in vitro-fertilization.
يو داسي موضوع يا ستونزه چې په دي ورستيو کې ډير د تشويش وړ ګرځيدلې ده غواړم چې يو څه معلومات پرې له تاسو سره شريک کړم. Fertility امیدواري ته ويل کيږې. او infertility حمل نه اخستلو تر يوه کاله پوري وروسته د واده څخه. حمل نه اخستل په دوه ډوله دې. هغه ميرمن چې هيڅ کله يې حمل نه وي اخستې, هغې ته ابتدايې حمل نه اخستل يا ( primary infertility ) وايي. هغه ميرمني چې حمل يې اخستې وي ښايي سرته رسيدلي وي يا هم نه وي رسيدلي هغې ته secondary infertility پنوم ياديږي.
حمل نه اخستل يا infertility يو د تشويش وړ خبره ده چې ښايې پکې ضميمه دي. مثلا که ميرمني په رحم کې عمليات کړي وي (Hysterectomy ) يا د خاوند د سپرم توليد کچه ښکته وي د په خاص ډول يوه ستونزه ده. د ښځې عمر يو خاص رول په اميدوارې کې لري. هغه ښځې چې د 20 شلو کلونو په شاوخوا کې عمر لرې. په چټکي سره حمل اخلي نظر په هغو ښځو چې د 30 کلونو شاوخوا کې عمر دي. ددي لامل اساسا د مياشتنې ميزان د فوليکيلونو پوري اړه لري. که تاسي ميرمني داسي ستونزي سرن مخ کيږې څه بايد چې وکړي? تر ټولو لمړي بايد يو متخصص ډاکټر ته ميړه او ښځه دواړه ولاړ شي. که وزن مو زيات وي او يا کم خوني لري د هغې مخنیوی بايد وشي. ځکه دا کيداي شي يو لامل د حمل نه اخستو وګرځي. ستاسو متخصص داکټر بايد ستاسي اساسي معاينه وکړي او تاريخچه مو بايد واخلي.
دا لاندي هغه فکتورونه دي چې د ښځو په حمل خاص رول لري. ددي معاينات او نورمال کيدل دي. Progesterone يو د steroid hormone هورمون دي چې بدن کې توليديږي. دغه د ښځو يو خاص جنسي هورمون دي. خو لږ څه په نارينه کې هم لري. FSH/LH هغه سيګنال هورمون دي چې د توليد چمتو کوي. په ښځو کې Ovulation يعني هغي د لپاره اماده کوي. خو په نارينو کې د د ټیسټورسټون او سپرموګینسس تولید هڅوي.
FSH: follicle stimulating hormone.
پورته هورمون هغه هورمون چې د بدن په وده کې او د بلوغيت عمر د سرته رسيدو او د توليد تناسبونه تنظيموي.
Anti Mullerian Hormone ( AMH).
ياد هورمون هم يو هورمون چې تخمدان کې لمړني کوچني فاليکلونه توليدوي. اکثرآ دا ويني په معاينه کې اندازه کيږي. او په تخمدان کې د هګيو شمير اټکلولو لپاره کارول کيږي. همدا ډول نور عمليات هم شته تر سره شي. دا خاوند لپاره د مني يا سپرم تحليل هم ضروري دي.
تداوي. ددي لپاره چي دغه يو عام او اسانه ستونزه نده. نوپه همدي ډول يي تداوي هم انلاين نه کيږي. هغه ښځي او نارينه چې داسي ستونزه لري هتمي ده چې ډاکټر ته لاړ شي. د تشخيص لپاره ډاکټر ته تګ ضروري دي. که مشورې ته ضرورت لري چې بايد څه وکړي. که چيرته تګ نشۍ کولاي ماته خپله ستونزه د مسيج د لاري پريښوداي شٸ.
هغه ميرمني چې مياشتني ناروغۍ لري او غير نورمال وي بايد ډاکټر ته لاړه شي او ددي لپاره دوا واخلٸ. کومه ميرمنه او خاوند وزن يى چې ډير وي بايد ورزش وکړي او په خوړو کې بايد چاقوالي ته فکر وکړي تر وزن وانخلئ. د وزن کموالي نه تنها چې په حمل اخستو کې مرسته كوي بلکي کيداي شي د نورو مريضانو لکه شکر، فشار او داسي نوري خطرناکو مريضانو مخنيوي وکړي. هغه ميرمني چې وزن يي زيات وي بايد د Poly-cystic ovary syndrome لپاره معاينه شي. PCOS يو جدي او عام مشکل دى چې په دي ورستيو کې ډيري ميرمني ورسره ژوند كوي. دغه مريضي د مياشتنۍ ناروغۍ غير منظموي. د فوليکولونو د توليد کچه په ovary تخمدانونه کې ټيټوي، وزن جګ وي، پر بدن لکه د نارينه پشان ویښته ليدل کيږي مخصوصآ د زني لاندي او په مخ دانې پيدا کيږي. دغه مريضان کيداي شي د شکر مريضي هم ولري. ددي موضوع په هکله په راتلونکې کې انشاءالله نور معلومات هم درسره شريکوم. خو دغه مريضان تر هر څه ضرور کار چې خپله يي کولاي شي بايد وزن کم کړي او کوښښ وکړي له سمې تغذیې څخه استفاده وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.