هر زیان او نقصان جبيره کېدلی شي مګر له تعلیم او تعلم څخه د محرومیت زیان هیڅ جبيره او بدیل نلری

مولوي عبدالرحمن هوتک

90
د قطر او د هغوئ د آغلې وزیرې دې کور آباد وي چې زمونږ له زلزله ځپلو او ويرژلو هیوادوالو سره د مرستې او غمرازۍ په موخه يې زمونږ هیواد ته په راتلو خپل قدمونه رنجه کړل، کور یې ودان او بچي یې ستر.
اما څومره به ښه وای چې ددغې مسلمانې، با وقارې او مححبې عربۍ استقبال ته، د هغې پشان مسلمانه، با وقاره، عفیفه او مححبه افغانه ولاړه وای؛ په ښځېنه او سياله ژبه یې د یوې میلمنې ښځې هرکلی او کور ودانی کړی وای ؟
که چیرته د هغې لپاره په دین کې د وزارت، د خپل هیواد په استازولي د دومره اوږده او رسنيز سفر ګنجايش وي؛ هیڅوک نه د محرم پوښتنه ترېنه کوي او نه يې استقبال بد بولي، حتما په همدې دین کې ددې ګنجايش او توسع هم شته چې زمونږ د هیواد لوڼې، خویندې او میندې هم د هغوئ پشان بېلابېلو دیني او انساني مسؤلیتونو ته اوږه ورکړي او حد اقل تر هوائي ډګره خو د یوې درنې میلمنې درانه استقبال ته ورشي؟
دا خو هرومرو له خلکو سره جدي پوښتنې پیدا کوي او په لوي لاس یې د نظام پښې وهل تعبیروي چې د نورو ښځو استقبال ته په کتار کې درېږو او د خپلو لوڼو او خویندو پر مخ د تعلیم او آن د مدرسې او دیني زده کړو دروازې بندي کړو؟
لطفا ددغې اساسي او حیاتي مسألې معقول او اساسي غم وخورئ! او پدې توګه هم د ټولنې نن او سبا او هم د نظام ثبات او استحکام تضمین کړئ! هر زیان او نقصان جبيره کېدلی شي مګر له تعلیم او تعلم څخه د محرومیت زیان هیڅ جبيره او بدیل نلری، چې له دغسي زيانونو وروسته، بیا پر خپلو تصمیمونو د پښېمانۍ حسرت کوو، اوس لا سر وخت او اوبه ډېرې تر وخت ندي تېرې شوې.
الله تعالی دې زمونږ خلک او ګران هیواد له نورو آفتونو او مصائبو پخپل حفظ او امان کې ولري، د زلزلې ټولو قربانیانو او خپلوانو ته یو ځل بیا د زړه له تله د مغفرت او نعم البدل دعاء کوم او هغو ټولو خلکو، چارواکو، په هیواد کې دننه او بهر هیوادوالو او جهتونو ته د الله تعالی له عظیم دربار څخه عظیم اجرونه غواړم چې پدغه ستره غمیزه کې یې زمونږ له خلکو سره مرستې، همکارۍ او همدردۍ ته را ودانګل.
وما علینا إلا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.