پېښې څه دي او څه باید وشي؟

دودیال

106

پېښې (disaster) څه دي او څه باید وشي

پېښه بالعموم د انسان له ارادې بهر یوه طبیعی زیان اړوونکې واقعه ده چې ناڅرګنده ډول باندې مخې ته راځی. یو شمېر پېښې د انسان د تېروتنې او ناپامی او آن داچې ممکن  قصدي واقع شي. د ناوړه او زیان اړوونکو پېښو مثالونه لکه: سېلاوونه، اورلګېدل، زلزله، ترافیکې پېښې، واوره ښوئېدل (برفکوچ)، غرښوئېدل او توپانونه دي. له پیښو څخه موخه هغه ناوړه ناڅاپی واقعات دی چی دبشریت ژوند، چاپیریال ،اقتصاد ،روغتیا اوامنیت ته زیان رسوي. پېښې لویې غمیزې له ځان سره لري؛ ځینې وخت یې بشري، مادي او معنوي ناوړه تاثیرات نه جبران کیدونکی وي. له پېښو د بچ پاتې کیدو او زیان یې اقل حد ته ټیټول یا د زیان مخه نیول یې امکان لري. د دې لپاره دنن ورځې پوهې ډېرتدابیر راښودلي او آن وسایل او تکنالوژی یې لرو. ځینې تدابیر د پېښو له واقع کیدو مخکې، خینی د پېښې په واقع کیدو او ځینی نور وروسته تر پېښې اجرا کیږي. ټول مهم او هر یو خپل ځای لري. پېښې(حوادث) خطرناک دي، خو د خطر اصطلاح ورته نه کارول کیږي. ممکن پېښې د بحران(crisis) سبب شي، اما پېښه بحران نه ده. دپېښو لپاره تدابیر، اقدامات او تاثیرات معلومول یې هم توپیر لري.

له بده مرغه د اقلیم منفی بدلون، د انسانانو بې سنجشه مفرط تخریبی فعالیت او غفلت پېښې زیاتې کړی، د دې مقصر ترډېره په خپله انسان دی. ممکن د انساني مفرطو او ناانډوله تشدیدی صنعت او نورو له امله داسې پېښو سره مخامخ شو، چې مخنیوی به یې ستونزمن وي، اما دیو شمېر پېښو لپاره تدابیر نیول کیدای شی.

زموږ هېوادوال تر ډېره له سیلاوونو او زلزلو متاثر کیږي. افغانستان دزلزلو دهغې کرښې خواسره واقع دی، چې د هندوکش له شمال تېره شوې ده. موسمي بارانو کی چې لوړ ارتفاعات، دغرونولمنې او دښتې له شنه فرش او ځنګلونو څخه لوڅې شوي او چکډمونه او نور د اوبو د مسیر دبېخطره کولو او د شدت د کمولو جوړښتونه نشته، د سیلاوونو احتمال زیات شوی دی. یوشمېر پېښې د قوانیونو او مقرراتو په وضَع کولو کنترول کیږي لکه ترافیکی حادثات او اورلګېدل. سره له دې چې افغانستان لکه د نورو هېوادو په شان د حوادثو اداره لري، خو متاسفانه لاهم ستونزې لرو. موږ اقلاً دومره ونه توانیدو چې ولس ته د کورونو دجوړلو سیمې او د هر موقعیت او اقلیم سره سم د کور جوړلو طرز او نقشه وښیو. ولس په ناپوهی دسیلاوونو مخه کی کورونه جوړوی، خو دحواثو او ښارجوړلو یا ولسوالی چارواکي ورته لارښوونه نه کوي. یوه مشهوره کیسه را پاتې ده: وای یو سړی چېرې زمکه اخیسته، چې ناڅاپه یې څو ښوی کاڼي ترسترګو شول(کومې تیږی چی د اوبو مسیر کې وی زیږوالی یې له منځه ځي) نو پوه شو چې دلته کوم وخت سیند و، یا سیلاو تېر شوی، د دغو یو- دوو ګاټو(تیږو) په لیدویې ډېر ژر پښې سپکې کړی او ویې ویل دلته خامخا بیا هم اوبه راتلونکی دي!

پخوا به چې کله چا کور جوړاو، نو په غویانو یا میښو به یی نیمه ورځ خټه ورته پخه کړه، د دیوال پخڅې به یومتر بردرلود، متاسفانه اوسنی کورونه ډېر سرسری او بې سنجشه جوړیږي. د کچه دیوالونو په لرلو چتونه ډېر وزن لري.

 د پیښو مدیریت (مدیریت حوادثdisaster management) کی مصابینو سره عاجله مرسته او بیا یې د تاثیراتو رغاونه راځي. دپیښو یا حوادثو مدیریت کولای شي حوادث، دحوادثو علایمو اود اثراتواندازه باندې تمرکزوکړي. د پولیتخنیک پوهنتون کې د سیسمومتری(Seismometry)، هایدرولوژی، هایدرومتری او جیوفزیک څانګو ته کلکه اړتیا لرو. کاشکې یو څو نور لاندي تدابیر هم پام کې ونیسو:

·       له پېښو وروسته زیانمنو ته دعاجلو مرستو رسول، هغوی ته تسلیت او د هغوی د روحی حالت بېرته پیاوړی کول(د مُصیبت په وخت صبر او د الله پاک له لوري د اجرغوښتنه توصیه کول) او تر ممکن حد وضعیت بیرته نورمال حد ته راګرځول، دپېښې د لمن د پراخیدو دمخنیوی تدابیر،

·       دسیلاوونو لپاره تدابیر(سیلابی سیمو او موسمی خوړونو سره تخنیکی استحکامات، د خوړونو اوځوړونو په مسیر کی چکډیمونه جوړول)،

·       دځنګلونو احیا او احداث ته جدی پاملرنه،

·       د سیمې شرایطو سره سم، ولس سره د کور جوړولو مناسب ډيزاین او نقشې شریکول او دساختمانی توکو سپارښتنه،

·       د هېواد په ټولو سرحدی ولسوالیو کې پولیسی ادراو ته دنده سپارل چې د ګاونډیو خطرلرونکی اټومی فاضلات او نور ګواښونکی مبهم علایم وپېژنی او مرکز ته خبر ورکړل شي،

·       دسیمې د هیوادو د زلزله سنجولو پرمختللو مراکزو سره دایمی اړیکې، دهغوی د راپورنو کتل او د خبرتیاوو څخه خبر اوسېدل( تردې به هم غوره دا وی چې موږ هم دا ډول په  Seismometerمجهز مراکرفعال کړو)،

·       نارینه او ښځینه کافی شمېر طبیبان او روغتیا پال روزل او په مناسب مادی او معنوی امتیاز یې پالل،

·       ولایتونو او ولسوالیو کې د اطفائیې د فعالو او مجزو ټیمونو لرل او د امبولانس ۲۴ساعته خدمات،

·       د الله پاک قدرت دی چې خینې وخت څاروي د ځینو پېښو اټکل کوي او نښې یې له ورایه ښکاري، مثلاً؛  سپی د زلزلې له پېښېدو لږ وړاندی د ویرې غپا کوي، اسونه پښې په زمکه وهی، غرنیو سیمو کی یوه یا نیمه دقیقه مخکی د زمکې له لړزیدو نااشنا غږونه اورېدل کیږی، باید کلیوال دغو نښو ته ځیرر وي،

·       د راډیو، تلویزیون، سوشیل میډیا او نورو ذرایعو په وسیله د خلکو د پوهاوي دکچی لوړول،

·       خلک دی ته ځیر کول چې د هوا له حالاتو(وریځ، تودوخې، اورښت، باد…) ځان خبر وساتي،

·       د ترافیکی پېښو او اورلګېدو د مخنیوی لپاره دقوانینو او لارښودونو وضع کول او اجرا کول،

·       لرې پرتو سیمو ته د لارو- پلونو جوړول، د روغتیایی محلی کلسترونو فعال ساتل او د احتیاطی زیرمتونو جوړول( زیرمتون کی به د کار یو شمیر وسایل لکه کلنګونه، بیل، تسکره، خیمې، لاس ګاډي، کمپلې او ساده فرش، بنداژ … د روزمبادا لپاره موجود وی).

·       د اوبو او زلزلو دمطالعاتو فعال څیړنیز مراکز لرل، د کادستر ادارې له خوا د ټولو کلیو دنقشوبرابرول، ولسوالیو او لویو کلیو سره د جیودوزی او کارتوګرافی د ادارې رهنمودونه او نقشې شریکول او دهغوی له هدایت سره سم مېشتځایونه جوړول او ټول احتیاطی تدابیر سنجول.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.