د امریکا او افغانستان اړیکې د نوي نړیوال نظم په سیوري کې….!!!
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د جګړې په شعار او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه راغله، نړۍ ته یې داسې انځور وړاندې کاوه چې ګواکې دیموکراسۍ، د ښځو د حقونو او د نوې دورې د جوړښت لپاره ګام اخلي. خو ډېر ژر څرګنده شوه چې افغانستان یوازې د دې شعارونو ځای نه دی، بلکې د ستراتیژیکو حسابونو د یوې مهمې ټوټې حیثیت لري. دا خاوره د منځنۍ آسیا د انرژۍ د لارو څنډه ده، د چین د لوړېدو مخې ته ده، د روسیې د بېرته راژوندي کېدو ګاونډ دی او ایران ته نږدې موقعیت لري. د همدې دلیل لپاره امریکا د شلو کلونو حضور ته اړتیا لرله، او د همدې دلیل له مخې یې وتل په ۲۰۲۱ کې یوازې ماتې نه بلکې د نوي نړیوال نظم د بدلېدونکو معادلو یو څرګند سمبول سو.
نن نړۍ د امریکا په یوازینۍ ارادې نه ګرځي. د چین د “یوې لارې، یوه کمربند” نوښت د آسیا زړه له ځان سره تړلی دی، روسیه د انرژۍ او وسلو له لارې د ختیځ ځواکمن لوبغاړی ګرځېدلی، او اسلامي نړۍ د خپل هویت د بیا راژوندي کېدو پر لور روانه ده. په دې نوي هنداره کې افغانستان د یوې کوچنۍ خو کلیدي ګاڼې حیثیت لري، داسې ګاڼه چې د سیمې د ترانزیټ څلورلارې، د انرژۍ د لارو د امنیت او د اسلامي تمدن د بیا احیا لپاره حیاتي ارزښت لري. امریکا پوهېږي چې د دې ګاڼې له لاسه ورکول د ستراتیژیکې ماتې مانا لري، له همدې امله نن هم که څه هم په ښکاره نه وي، خو له لرې د سیاستونو او اقتصادي فشارونو په وسیله هڅه کوي چې خپل نفوذ وساتي.
په سیاست کې امریکا د رسمیت پېژندنې له کارت څخه کار اخلي. اسلامي امارت ته یې تر اوسه رسمي مشروعیت نه دی ورکړی، خو اړیکې هم نه پرې کوي. دا تګلاره د دې لپاره ده چې یو وخت د فشار وسیله ولري، د بشري حقونو په نوم د اسلامي نظام د ځینو ارزښتونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي، او له بلې خوا خپله کړکۍ د نفوذ لپاره پرانستې پرېږدي. په اقتصاد کې یې تر ټولو ستره وسیله د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ او د ډالري فشار سیاست دی. دا شتمنۍ لکه یوه تړل شوې کړۍ د ولس پر ستوني راځوړندې دي، څو اقتصاد په بشپړ ډول پر ځان بسیا نه شي او تل د نړیوال مالي نظام تابع پاتې شي.
خو افغانستان یوازې د امریکا په سیوري کې نه دی. که دا خاوره د څو قطبي نړۍ له فرصتونو ګټه واخلي، د چین له اقتصادي نوښتونو، د روسیې له انرژۍ بازارونو او د اسلامي نړۍ له همکارۍ تړونونو سره خپل ځان وتړي، نو د وصل څلورلارې او د اسلامي هویت د یوه عزتمند محور په توګه راڅرګندېدای شي. که بیا یوازې د امریکا د فشارونو تابع پاتې شي، نو نه یوازې خپل استقلال له لاسه ورکوي، بلکې د سیمې له لویو فرصتونو هم بې برخې کېږي.
د امریکا او افغانستان اړیکې نن د داسې ډګر په څېر ښکاري چې نه یې د بشپړې دوستۍ وخت دی او نه د بشپړې دښمنۍ. امریکا هڅه کوي د نوي نړیوال نظم په میز کې د افغانستان له لارې خپلې ورکې شوې ونډې بېرته راژوندۍ کړي، خو افغانستان چانس لري چې د څو قطبي نړۍ د یو متوازن لوبغاړي په توګه خپل ځای ونیسي. که اسلامي هویت، ستراتیژیک موقعیت او اقتصادي فرصتونه په یوه ملي ستراتیژۍ کې سره یوځای شي، نو د امریکا سیوري به یوازې د باد یو تشه څپه وي، او دا خاوره به د ماتې له میدان نه، بلکې د عزت او وصل له څلورلارې په توګه وځلېږي.
درنښت ….. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.