هره کورنۍ لیدنه، که څومره هم وړه وي، د زړه لپاره یوه ستره ډالۍ ده. ځکه هېڅکله داسې نه وي چې ټول خپلوان د یوې دسترخوان پر شاوخوا د تل لپاره راټول پاتې شي. هغه غېږې چې نن ورځ عادي ښکاري، سبا به د زړه د تندې او یادونو د تودو احساساتو ځای ونیسي. هماغه ساده او لنډې خبرې چې نن بېاهمیته ګڼو، سبا به زموږ تر ټولو خوږې خاطرې وي.
ژوند د بدلونونو سفر دی؛ ماشومان لویېږي، مور او پلار زاړه کېږي، نیکونه او نیاوې یوازې د یادونو په پاڼو کې پاتې کېږي. وخت نه درېږي، نو ځکه هره لیدنه د ابديت یوه ټوټه ده چې د ورځني ژوند په منځ کې موږ ته راپه برخه کېږي.
لیدنې او کورنۍ یوځای کېدل د ژوند ښکلاوې دي:
«کورنۍ د زړه هغه بندر دی چې د ژوند ټول طوفانونه پکې ارامېږي.»
«یوه ناسته د کورنۍ سره، د زرګونو ساعتونو د تنهائۍ پر ځای ارزي.»
«مینه هغه میراث دی چې له خپلو عزیزانو سره یې پرېږدو، نه شتمني.»
«هره خندا، هره غېږه او هره شیبه د کورنۍ سره د ابديت یوه دانه ده.»
خو باید هېره نه کړو چې کورنۍ یوازې د خوښیو ځای نه دی؛ بلکې د یووالي، مینې او درناوي ځای دی. بنسټیزې ستونزې لکه بېځایه غیبت، د یوې کورنۍ خبرې بلې کورنۍ ته رسول، د یو بل پر بریاوو حسد او کینه کول، ضد او پروپاګند، تحقیر او توهین، دا ټول د کورنۍ دښمنانو ته د تبر د لاستي ورکولو په معنا دي. دا کړنې د خپلوي د اړیکو کمزوري، د زړه خفګان او د یووالي ماتې ته لاره پرانیزي.
ځای پر ځای دښمنۍ د کورنۍ د تودې فضا پر ځای یخوالی خپروي. نو راځئ چې د ژوند لنډې شیبې د مینې، خوږوالي، یووالي او اتفاق په رڼا کې تېرې کړو.
مه پرېږدئ چې د ورځنیو چارو بوختیاوې دا زرینې شېبې درڅخه وتښتوي. یو بل په ټینګه غېږه کړئ، په خوښۍ وخندئ، او د ساعت پر تیک فکر مه کوئ. ځکه همدا نننۍ لیدنه ده چې سبا به یوازې د خوږو یادونو په بڼه پاتې شي … او هغه څه چې د تل لپاره ژوندی پاتې کېږي، هغه مینه ده چې تاسې یې په خپلو زړونو کې کرئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.