د ناکاره، بې‌ انګېزې او یا لټ کارکوونکي د مدیریت کړنلاره

نصيراحمد څپاند

162

۱- مقدمه
په هر سازمان کې کېدای شي داسې کارکوونکي موجود وي چې د وړتیا، انګېزې او یا مسؤلیت په برخه کې ستونزې ولري. د دغو کارکوونکو سم مدیریت د رهبرۍ او اداري نظام له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي. دا کړنلاره د دې لپاره جوړه شوې چې د ناکاره یا کمزورو کارکوونکو د سم مدیریت لپاره منظم او واضح ګامونه وټاکي.
۲- موخې
د ناکاره او بې‌انګېزې کارکوونکو د ستونزو د ریښو پېژندنه.
د هغوی د فعالیت د ښه‌والي لپاره د عملي حللارو برابرول.
د ټیمي فضا او سازماني کلتور پیاوړتیا.
د ادارې د انساني سرچینو د اغېزمن مدیریت یقیني کول.
۳- کړنلارې
۳.۱- د ستونزې د ریښې پېژندنه
د ناکاره یا کم‌کار کارکوونکي د ستونزې اصلي علت باید په دقت سره تشخیص شي:
د مهارتونو کمزوري.
د انګېزې نشتوالی.
د دندې د وضاحت نشتوالی.
شخصي ستونزې چې پر فعالیت اغېز کوي.
۳.۲- د هدف او دندې وضاحت
د دندې او مسؤلیتونو وضاحت په روښانه ډول وړاندې کول.
د پایلو لپاره د ټاکلو معیارونو (وخت، کیفیت او تولید) مشخصول.
د کار د ټولو اړخونو څرګندول د لټۍ او بې‌پروګرامۍ کچه راکموي.
۳.۳- د کوچنیو مسؤلیتونو سپارل
د لویو او پېچلو دندو پر ځای، کوچني مسؤلیتونه ورکړئ.
د هرې لاسته‌راوړنې پر مهال ستاینه وکړئ.
ورو ورو د لوړو مسؤلیتونو سپارلو ته لار پرانیزئ.
۳.۴- هڅونه او انګېزه ورکول
ستاینه، هڅونه او د وړتیا ستایل.
مالي او غیرمالي انعامونه لکه ستاینلیک، عامه ستاینه او د پرمختګ فرصتونه.
د کارکوونکي پر شخصي علاقو تمرکز او د هغوی په رڼا کې هڅونه.
۳.۵- روزنه او مهارت لوړونه
عملي روزنه او کوچینګ برابرول.
د تجربه لرونکي همکار سره د ګډ کار زمینه برابرول.
د مسلکي ودې پروګرامونو ته د ګډون زمینه.
۳.۶- څارنه او محاسبه
د نه فعالیت او بې‌مسؤلیتۍ پایلې باید روښانه شي (امتیاز کمېدل یا انضباطي ګامونه).
د کار پرمختګ په منظم ډول ارزول.
کارکوونکی دې تل احساس وکړي چې څارل کېږي.
۳.۷- د ټیم له کلتور څخه ګټه اخیستل
فعال ټیمونه د ناکاره کارکوونکو پر روحيه مثبت اغېز لري.
د ګډ کار په چاپېریال کې یې ونډه تضمین کړئ.
د ټیم فشار او ملاتړ دواړه د هڅونې وسیله ګرځي.
۳.۸- وروستۍ پرېکړه
که له ټولو هڅو وروسته هم کارکوونکی:
لټ پاتې شي،
مسؤلیت وانخلي،
او د ټیم پر پرمختګ منفي اغېز وکړي،
نو باید د ادارې له پالیسیو سره سم پرې عملي پرېکړه وشي. دا پرېکړه کېدای شي:
د دندې بدلون،
د مسؤلیتونو کمول،
او په وروستي حالت کې د دندې رخصتول وي.
۴- پایله
ناکاره او کمزوری کارکوونکی باید لومړی درک شي، روزنه ورکړل شي او هڅونه وشي. خو که له ټولو هڅو وروسته هم د فعالیت په کچه کې د پام وړ بدلون رانه غی، نو اړینه ده چې د سازمان د انضباطي مقرراتو او پالیسو له مخې پرې لازم اقدام وشي.
سرچينه: پروفيسور ستيفن روبينز د مديريت کتاب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.