چې څه کری، هغه به ریبې – (نولسمه برخه)

شاه ولی ارین

163

محمد محقق

درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.

محمد محقق د حاجی سرور ځوی چې په ۱۳۳۴ لمریز کال د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ د سپینې چنې په کلي کې زیږیدلي دي. لمړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپله ولسوالۍ کې تر سره کړي او د اسلامي علومو د زده کړې له پاره مزار شریف ته ولاړ او هلته یې زده کړې وکړي. محقق خپلې اسلامي زده کړې په افغانستان کې کړي دي، د تشيع مذهب اړونده اسلامي زده کړې يې د ايران د قم په ښار کې بشپړې کړي.

د ثور د انقلاب وروسته یې سیاست پیل کړ. محمد محقق درې ماندينې او درویشت بچيان لري. د محقق درېمه ماندينه وحيده محقق نومېږي چې د محقق څخه درې بچيان لري. هغې د پارسي په ادبياتو کې لوړې زده کړې کړي او اوس د کور مور ده.

محقق په ۱۳۵۸ کال کې د افغانستان د نصرسازمان په جوړیدو کې برخه واخیسته. د وحدت اسلامي تنظیم او د دغو نورو اته تنظیمونو په ګډون یې یو سیاسي ایتلاف رامنځته کړ. کله چې د افغانستان د اسلامي وحدت تنطیم جوړ شو محقق یې د شمالي ولایتونو د زون د مسؤل په توګه تعین کړ او په ۱۳۷۱ کال کې یې د داکتر نجیب الله د حاکمیت په سقوط کې د جنرال مومن او عبد الرشید دوستم سره د دغه ضد ایتلاف ملګرتیا وکړه.

محقق د محمد کریم خلیلی سره د اختلافاتو له امله له ګډ حزب نه انشعاب وکړ او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت تنظیم یې جوړ کړ.

محقق د عبدالعلی مزاري له مرګ نه وروسته په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د لا زیا قدرت په لرلو سره د طالبانو په مقابل کې وجنګید. نوموړی د خلکو د اسلامي وحدت د تنظیم مشر او له پخوانيو جهادي جنگسالارانو څخه یو دي. هغه د افغانستان د ولسي جرگې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د کابل نه ملي شورا ته و ټاکل شو. د طالبانو د پرزولو وروسته محمد محقق په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د شمال د رهبري شورا د معاون او ویندوي په توګه تعین شو. په ۱۳۸۳ کال کې د حزبونو د قانون په نظر کې نیولو سره یې د افغانستان د وحدت اسلامی د حزب نظامی تشکیل لغوه او د (ډی ډی ار) پروسې ته یې یو شمېر له کاره لویدلی نطامي تسلیحات وسپارل. نوموړی په ۱۳۸۳ لمریز کال د حوت په نولسمه نیټه د بې عدالتۍ او تبعیض په نامه اعتراض وکړ او له کابینې نه ووت.

د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې د عبد الله عبدالله په مشرۍ چې محقق او انجینر محمد خان یې معاونین و د اصلاحاتو او همګراېې ټیم تشکیل کړ چې په انتخاباتو کې یې ماته وخوړه، د انتخاباتو پروسه یې سبو تاژ کړه تر څو چې د جانکیړي په منځګړیتوب یې  اجرائیه ریاست په اشرف غنی و مانه او محقق د اجرائیه ریاست د دوم مرستیال په توګه پاتې شو. که چیرې د محقق سیاسي ژوند ته کتنه وشي او سیاسي کړنې او چلند يې مطالعه شي له مثبتو ټکو نه يې  منفي خواوې  ډیرې برجسته دي. هغه د کابل د غرب په مقاومت کې دومره نقش نه درلو څنګه چې یې دی خپله مني.

یو هزاره سیاست وال د محقق په رابطه داسې واېي:

«وروسته د شهید رهبر مزاري نه کله چې دی د وحدت د حزب له لورې د شمال د زون د مسؤل په توګه وټاکل شو له همغه ځایه د محقق د خپل سرۍ او ورانۍ نقش پیل شو او د حزب هغه امکانات  چې له مزار نه بامیانو ته رسیدل، هر څه چې محقق غوښتل د حزب له امکاناتو نه یې اخیستل او باقې یې بامیانو ته لیګل. کله چې د کرزی د کابینې غړی شو د ده د بې تدبیرۍ له امله په سیاست کې پاتې راغی او تر څنګ شو. بې له کومې پلان شوې طرحې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پاره یې د خپلو خلکو له احساساتو سره په بې تفاوتۍ غلط برخورد وکړ او پاتې راغي. په ورستیو انتخاباتو کې یې له کرزی سره معامله تر سره کړه او د انتخاباتو وروسته هغه سمه پیژندنه چې کرزی د ده په رابطه لرله ویې غولاوه او څه یې ترې له لاسه نه کړل. په ورستیو تحولاتو کې د ډاکترعبدالله تر څنګ ودرید ځان یې وساته  او د فاشیزم د ویندوي په توګه یې ترې په فاصد دولت کې استفاده وکړه او زموږ د داد غوښتنې او عدالت غوښتنې غږ یې په خائنانه ډول غلی کړ. د فاشیزم د ټکونې بې ځایه طرحې د محقق له خولې تل مطرح کیږي، چې نه د ده په ګټه دې او نه د نورو هزاره ګانو. هزاره ملیت باید په دې  پوه شي او دی ښه وپیژني، چې ده ته یوازې خپلې ګټې ارزښت لري او د نورو د حق او عدالت غوښتنې پروا نه لري او هغه څه چې ده ته ډیر ارزښت لري هغه د خپل قدرت او موقف ساتل دي.»

یوه بله معتبر سرچینه د هېواد د جنایتګارانو له ډلې نه د خیانت او جنایت درې‌ اړخیز مثلث په لاندې توګه هېواد والو او ولس ته ور په ګوته کوي:

«د افغانستان په سیاسي او ټولنیزه جغرافیه کې، د سیاسیونو د شرم او خیانت نومونه کم نه‌ دي. خودغه درې نومونه شته چې د طاعون، سرطاني غدو او تاریخي ننگ په څېر د خلکو په ګډه حافظه کې حک شوي دي:

عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، او محمد محقق، دغه درې مزدوران له څو لسیزو راهیسې د وینې، معاملې، چور او د پردیو د اجنډا تر سیوري لاندې، د دې مظلوم ملت د مات شوو هډوکو پر سر نڅاوی کړې دي.

دوي نه رهبران دي، نه د قوم استازي، نه د عدالت ملاتړي، نه هم د آزادۍ ملګري. بلکې دا درې تنه د جنایت ماشينونه دي، د سړې جګړې پاتې شوني، د سیمه‌ ایزو استخباراتو مزدوران، او د ویښ ضمیر لومړني دښمنان دي.

محمد محقق: د ولایت فقیه وفادار مزدوراو هغه چې ځان د هزاره‌ګانو استازی ګاڼه، خو په حقیقت کې د همدې خلکو لومړی دښمن و او دی.

محمد محقق چې پلویان یې د «آته باقر» په نامه هم یادوي، دا چټله او پلیته څېره، له زېږېدنې تر اوسه، د ایران د استخباراتو مزدور پاتې شوی.د ایران د استخباراتو رسمي جاسوس، د قومونو ترمنځ د نفاق لامل، د شیعه‌سازۍ د امنیتي پروژې شریک، په کابل او بلخ کې د سپاه قدس یوه مهره وه.

د ښځو د سینو پرېکول، د خلکو پر سرونو مېخونه ټکوهل، سړک‌ نیونه، غلا، باج‌ اخیستل، قاچاق، او لسګونه نور مستند جنایتونه د دې خونخوارد ژوند‌لیک یوه برخه ده.

هغه د هزاره‌پالنې تر شعار لاندې، ساده او مذهبي خلک وغولول، او د خامنه‌يي په حلقه‌ به‌گوش مزدور واوښت، چې هرچېرې د افغانستان ملي ګټې د سپاه د ډالرو په بدل کې وپلوري.

محمد محقق نه رهبر دی، نه د ولس وفادار؛ بلکې د ایران د رژيم جوړ کړی یوه وسیله ده، چې هزاره ولس یې پرې بندي کړي دي.هغه مستحق د محاکمې نه دی، بلکې مستحق د انقلابي اعدام دی.

دغه درې پلید کسان اوس هم د بیا راستنېدو خوب ویني او د تهران او استانبول له خوندي پناه‌ ځایونو نه بیا هم توطئې کوي».

د هېواد دغه توره او کرغیړنه څېره، محقق هم د هغو څلویښتو غلو له جملې نه یو دي او همدا اوس اووه سووپنځه لس میلونه ډالر سرمایه لري او د ډیرو ځمکو غاصب هم دي.

نور بیا

چې څه کری، هغه به ریبې – (اته لسمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.