لیکوال باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له واقعیت څخه انکار او په زړو تعلیمي میتودونو ټینګار نور د دوام وړ نه دی.
ګراهام برینټ، د علومو مورخ او د پرینسټن پوهنتون استاد، په مجله “نیویورکر” کې په یوه مقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا بشري علوم به د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې پاتې شي که نه؟ هغه احتمال مطرح کړی چې انسانیت به له ماشینه بریالی ووځي.
هغه د پوهنتونونو په فضا کې د یوې عجیبه “تعلیق” یادونه کوي، چیرې چې د AI واقعیت ته سترګې پټېږي او په پخوانیو تعلیمي میتودونو ټینګار کېږي، او استدلال کوي چې دا چلند نور نه شي دوام کولی. برینټ وایي، زدهکوونکي د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره د یو ډول ازادۍ، له ټولنیزو فشارونو د خلاصون، او خالص توجه تجربه کوي، چې مخکې یې د انساني اړیکو په واسطه نه وه موندلې.
برینټ په صراحت سره مني چې ډېر هغه څېړنیز کارونه، لکه کتابونه چې پخوا به یې کلونه وخت نیوه، اوس د AI په مرسته په چټک او مؤثر ډول تولیدېږي. خو دی دا بدلون د ناامیدۍ دلیل نه، بلکې یو فرصت ګڼي چې بشري علوم باید خپل اصلي جوهر ته ور وګرځي.
د هغه په اند، د دې ډول پوښتنو ځوابونه لکه: “څنګه باید ژوند وکړو؟”، “څنګه باید مړه شو؟”، او “کوم ارزښتونه باید وساتل شي؟” – نه په معلوماتو کې، بلکې په “بودن” یا ژوند کولو کې نغښتي دي. ماشینونه ښایي ځوابونه تولید کړي، خو دوی نشي کولای دا پوښتنې “وژوندوي”.
برینټ په زړورتیا د انسانبودنې دفاع کوي، او یادونه کوي چې که څه هم AI کولای شي د بشر فرهنګي آرشیف وساتي او حتی د انسانپهشان خبرې وکړي، خو د ژوند کولو، احساس کولو، انتخاب کولو، او د نورو په وړاندې د مسؤلیت احساس یوازې انساني ځانګړتیاوې دي.
برینټ ټینګار کوي چې “په اوسني حال کې موجودیت” او دا چې انسان له ځان او نړۍ سره د شعور لرلو په حالت کې ژوند کوي، هغه څه دي چې ماشینونه نه شي کاپي کولی. ماشینونه یوازې زموږ د هستۍ یو انعکاس یا سیوری دي، پداسې حال کې چې انسان، له ټولو نیمګړتیاوو سره، یوازینی مخلوق دی چې معنا او تجربه رامنځته کوي.
برینټ، مصنوعي ځیرکتیا د بشري علومو لپاره ګواښ نه، بلکې یو هنداره بولي چې موږ ته دا فرصت راکوي چې د انسانبودنې پر معنا بیا غور وکړو. دا یو فرصت دی چې اصلي پوښتنو ته وګرځو، پر هستۍ تأمل وکړو، او ښوونه داسې تعریف کړو لکه “د لیوالتیا غیر جبري تنظیمول”.
نو د ده په اند، سره له ټولو اندېښنو، دا پړاو ښايي د بشري علومو د بیا احیا لپاره تر ټولو غوره وخت وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.