د کابل بریښنا (د وزیر گل سرہ بنډار)

حفیظ الدین پیرزادہ

139

چا ویل مشر یې کوم ډاکتر دی. وزیر گل وایي: ھندوان څه کارہ او اوښان څه کارہ!؟
د ډاکتر یې د بریښنا سرہ څویمه دہ؟ ھغه به ښایي د برق لینونو ته د قوت دواگانې ورکوي!
ما ورته کړ‎ل: چې ھر رنگ وي، په پخوانیو دې بلا ور وگرځي، کمه له کمه د مړ‎و شویو غاصبینو پر قبرونو یې بریښنا بندہ کړ‎ہ.
وزیر گل مې په خبرہ کې را ټوپ کړ‎، ویل یې: دا کار به یې نه وي کړ‎ی او که یې کړ‎ی ھم وي نو د رنځپوھنې پر مټ به وي. رنځور چې مړ‎ شي، ډاکتران اوبه، خواړ‎ہ، دوا، سیروم، آکسیجن او نور ھر څه پر بندوي، دوی بریښنا ھم پر بندہ کړ‎ہ!
پرون مې ډیرہ مودہ پس د تیلفون په کرښه د خپل زوړ‎ آشنا وزیر گل سرہ د زړ‎ہ خواله کول.
ھغه چې د لغمان له گرمۍ څخه کابل ته د خپلو ماشومانو سرہ را تښتیدلی او د جنت گل ( د وزیر گل زوی ) ماما کرہ یې کاروان اړ‎ولی، راته کړ‎ل: نن سھار د تھجدو پر مھال له خوبه پاڅیدلی یم.
ما سمدلاسه ورته وویل:
ماشاء الله! الله دې نور ھم توفیق درکړ‎ي! ما په دعاو کې یاد ساته!
ھغه راته کړ‎ل: تا، زہ ټولې خبرې ته پرېنښودم. د شپې ناوخته برق ځي‎، دلته گرمي ډیرہ زیاته دہ، یواځې زہ نه ټول کابل، ھندو، مسلمان، گبر او ترسا د بریښنازیو په فرمایش ھمدا وخت را پاڅیږ‎ي!
خوب خو ھسې ھم نه کیدہ، نو و مو غوښتل، مښوکې لمدې کړ‎و، مخ پر قبلې کړ‎و یو څو ټونگې کړ‎و او بریښنائي چارواکیو ته پر دعاو ژبې سپیرې کړ‎و.
خو نصیب یې ښه و، اوبه ھم نه وې. چې برق نه وي زموږ‎ د بلاک د پاسه ټانکۍ ته اوبه نه خیژي.
ما ورته وویل: ښا، زہ ایله اوس پوہ شوم چې د بریښنا وزارت سرہ یې د اوبو نوم ولې تړ‎لی؟ یانې که یو نه وي، دا بل به ھم نه وي خو دلته کیسه لږ‎ سرچپه دہ؛ لومړ‎ی بریښنا تښتي او بیا اوبه.
خو وزیر گل سرہ د دې ماشوړ‎ې حل ھم شته. ھغه وایي: د اوبو او بریښنا وزارت نوم دې پر بریښنا او اوبو وزارت او د بریښنا شرکت دې پر د بریښنا په موجودیت کې د اوبو شرکت ته واړ‎ول شي. په دې حساب به یې نوم شي: “ د بریښنا په موجودیت کې د اوبو شرکت”
د وزیر گل د چرندیاتو پر مھال مې پام شو چې دولت خپل دا شرکت خپلواک بولي، نو د ھغه څخه مې وپوښتل: د بریښنا شرکت ته خپلواک ولې وایي؟
ځواب یې و: خپلواک یانې دِلش، بایسیکلش، د چارواکیو یې خپله خوښه، خپل اختیار چې کله یې په زړ‎ہ سمه وي، برق را پریږ‎دي او چې نه وي، نه یې پریږ‎دي!
وزیر گل یوہ لحظه غلی و. د تیلفون په لاین کې خاموشي خپرہ وہ. زہ پوھیدم څه سوچ کوي، تر لږ‎ ځنډ پس یې راته کړ‎ل:
زہ حکومت ته یو څو وړ‎اندیزونه لرم، تاته یې زما د ځای ځایگي نه ښودلو په شرط وایم.
ما ورته وویل: که د بریښناخیلو په اړ‎ہ وي، بالکل یې لیکم خو د ځای نه ښودلو شرط په سفسطې دې پوہ نشوم.
ھغه بیا لږ‎ خندنی شو او راته کړ‎ل یې:
لومړ‎ی خو دا خلک بریښناخیل نه بلکې بریښنازي دي؛ زي ھغه وروستاړ‎ی چې د بارکزي، یوسفزي، مموزي او نورو په آخر کي وي او بل ھغه چې ځي! دلته بریښنا تل په تگ کې وي، بریښنا تل ځي نو بھترہ دہ بریښنازي (ځي) ورته و ویل شي.
د ځای نه ښودلو شرط خو ځکه وایم چې زما وړ‎اندیزونه یو څه ستغ دي او د اوسني حکومت د زغم ججوری د چتي ھغه ھومرہ دی، ھسې نه د بیرې اغزنې ونې ته مې وخیژوي چې بیا به نه کوزیدای شم او نه پاته کیدای.
ما وویل، پوہ شم، وړ‎اندیزونه دې وایه!
ھغه وویل: سرکار ته لمن نیسم چې زما په درې وړ‎اندیزونو کې یو ومني؛
لومړ‎ی: د بریښنا شرکت ټول کارکونکي په پخه چوټۍ کورونو ته رخصت کړ‎ي. بریښنا ھسې ھم سر خوړ‎لی، که دوی نه وي نو ھم به ھمدا حال وي. موجودیت یې گټه نلري او پر نه موجودیت به یې د ولس ھغه پیسې سپما شي چې دوی ته یې د ھیڅ کار نه کولو په بدل کې ورکوي.
دویم: دا شرکت دې د امر بالمعروف پورې غوټه کړ‎ي. د دوی د برق قطع کولو له برکته ډیری خلک سھار لمانځه ته پاڅي. او ھمدا د امر بالمعروف دندہ ھم دہ.
دریم: ولس ته دې واک ورکړ‎ل شي چې د شمال له گاونډیانو سرہ پخپله تارونه وغځوي. انفرادي قراردادونه وکړ‎ي او خپلو خونو ته پخپله رڼا راولي. زہ پوخ باور لرم که ولس دې کار ته پریښوول شي نو تر اوسنۍ بریښنا به څو چندہ ارزانه او دوامدارہ بریښنا په لاس راشي.
ما د وزیر گل وړ‎اندیزونه واوریدل او بې د څه زیاتولو او کمولو مې یاداښت کړ‎ل. نور مې بیا ورسرہ خدای پاماني وکړ‎ہ.
دوستانو!
زموږ‎ بریښنا وارداتي دہ یانې حکومت یې د شمال له گاونډیانو په پیسو را نیسي، خپل ټکسونه، تاجائي، ملکانه او نور مصارف پر اچوي او تر دې پس یې بیا ضرب د دوہ، درې یا څلور کوي او د بِل په بڼه یې د خلکو کورونو ته استوي. دوی داسې کورونو ته ھم بِلونه استوي چې اوسیدونکو یې ترې په میاشتو میاشتو بھر تیر کړ‎ي وي.
د بیچارہ افغان ولس څخه د ھغې بریښنا قیمت د خرید له اصلي نرخه څو چندہ زیات اخیستل کیږ‎ي چې د بریښنا شرکت یې ورته د تھیه کولو استعداد او کفایت نلري، یانې بِل شته خو برق نشته!
زموږ‎ د بریښنا چارواکیو د خپل ټول رسنیز طمطراق او غر و پش سرہ سرہ په څلورو کلونو کې د کابل شپږ‎ میلوني نفوس پر ھغې بریښنا ھم موړ‎ نکړ‎ای شو چې دوی یې یواځې له نورو ھیوادونو د را واردولو دندہ لري.
دلته ھر څه ته په مقایسوي نظر کتل کیږ‎ي. موږ‎ تل ھر پخوانی چارواکی بد او نوی راغلی ښه گڼلی.
مرحوم استاد الفت به ویل:
دلته چې ھر یو پس له بله راځي
ځان نه ولي، بل نه شیطان جوړ‎وي
خو د بریښنا شرکت د چارواکیو په اړ‎ہ زما مقایسه او مشاھدہ دا دہ چې پخواني خاین، فاسد او د کار اھل وو او اوسني ( ښایي ) پاک صاف نا اھله بې کفایته دي.
یوہ یې ھم د ولس د برق ستونزہ حل نکړ‎ہ.
ھر یوہ یې د ولس څخه پوټکی ایستلی، خو د دواړ‎و طریقې جلا وې؛ یو یې پر خیانت او پردي پالۍ او بل یې پر نا اھلۍ او بې کفایتۍ!

حسبی الله و نعم الوکیل
___________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۲۶/ ۲۰۲۵ م
لندن

بلوڅان زندہ باد

 

Donate

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.