اکسون مجله، دویمه مرکه
په ننګرهار ولایت کې د یاد دولتي کتابتون له مسوول سره مرکه.
مطالعه د تړلو ذهنونو د روښانولو یوه غوره وسیله ده، پر مټ یې کولای شو خپل معلومات او پوهه ډېره کړو. د غوره الفاظو ذخیره مو جوړوي، فکري قوت او ذهني تمرکز مو پیاوړی کوي، د خبرو شېوه مو روزي او د دې جرئت را بښي، چې پرته له ډاره خپل اندونه او افکار د نورو سره مطرح او بحث پې وکړو. د شخصیت ماڼۍ مو ښکلې کوي او په ظرفیت لوړونه کې مو رغنده رول لوبوي.
پر همدې تړاو مو د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې، د ماشومانو دولتي کتابتون د مسوول شخص سره مرکه ترتیب کړې ده.
ـ کریمي: په پيل کې ځان را وپېژنئ؟
ـ زهیر: قاري محمد اصف زهیر د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مرستیال، د ځوانانو چارو امر او د دې تر څنګ د ماشومانو دولتي کتابتون د مسوول په توګه چارې مخ ته وړم.
ـ کریمي: یاد کتابتون په کوم نوم، کوم کال او د چا په ملاتړ ایجاد شوی؟
ـ زهیر: یاد کتابتون د SVA یا Shanti Volunteer Association یا شانتي رضاکاره ټولنې له خوا په ۱۴۰۱ ل کال جوړ او ګتې اخیستنې ته وړاندې شو. یاده ټولنه د جاپان هېواد خیریه ټولنه ده، چې د مطالعې فرهنګ د ترویج برخه کې کار او فعالیت کوي.
ـ کریمي: په څومره اندازه کتابونه او په کومو برخو کې لري؟
ـ زهیر: په سوونه ټوکه کتابونه لرو، چې د ماشومانو کیسه ییز کتابونه، ادبي کتابونه او نور په کې شامل دي.
ـ کریمي: ماشومان انټرنېټ او کمپیوټر ته لاسرسی لري او د څومره ماشومانو ظرفیت لري؟
ـ زهیر: دا کتابتون په یو وخت کې تر شپېتو یا اتیاوو ماشومانو د ناستې لپاره ځای لري. د اوس لپاره په کتابتون کې د لیک ـ لوست، حساب او قران کریم د زده کړې تدریس لرو، د انټرنېټ او کمپیوټر اسانتیا نه لرو.
ـ کریمي: د یاد کتابتون دروازه په اوونۍ کې څو ورځې د ماشومانو پر مخ خلاصه وي او له څو بجو څخه څو بجو پورې؟
ـ زهیر: هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې د ماشومانو پر مخ خلاصه وي.

ـ کریمي: یاد کتابتون د کومو ژبو لرونکي کتابونه لري؟
ـ زهیر: پښتو، دري او انګلیسي ژبو کتابونه په کې شتون لري.
ـ کریمي: د کتابتون د بډاینې لپاره کومې برنامې په پلان کې لرئ؟
ـ زهیر: په پام کې ده چې د شانتي رضاکارې ټولنې په همکارۍ ماشومانو ته لاسي کارونه، د مریو اوبدل او د خیاطۍ یوه برنامه په لاره واچوو. له دې سره به ماشومان فنون زده کړي اوپه راتلونکي کې به د دوی لپاره یوه اقتصادي سرچینه هم شي.
ـ کریمي: د ماشومانو د مطالعې لپاره مو کوم سهولتونه او امکانات برابر کړي؟
ـ زهیر: د اوس لپاره ورته د لیک ـ لوست، حساب، قران کریم زده کړې او د کیسو کتابونو لوستلو سهولتونه برابر دي او د استادانو له خوا ورته تدریس کېږي.
ـ کریمي: خلک د دې اقدام څخه څومره خوښ دي او د ټولنې لپاره څومره موثر واقع شوی؟
ـ زهیر: خلک ډېر خوښ او راضي دي، دوی وایي چې بچیانو ته یې مناسب چاپېریال برابر شوی، وړیا تدریس ورته کېږي او له خوشې ګرځېدلو مخه یې نیول شوې. د کتابتون جوړولو پر مهال مو له خلکو سره څو ځله ناستې درلودې، هغوی زښت زیات خوشاله وو او بشپړ رضایت یې درلود.
ـ کریمي: د یاد کتابتون څخه نظارت کېږي؟
ـ زهیر: یاد کتابتون څخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشرتابه هم وخت په وخت نظارت کوي او د شانتي رضاکارې ادارې استادان هم راځي او د مطالعې تدریسي بهیر څاري، ماشومان تشویقوي چې کتابونه ولولي او څه زده کړي.
mi.karimi123@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.