بېله شکه چي افغانستان د اسیا زړه او د حوادثو محراق دۍ. خو زه پر ډیرو پخوانیو پيښو څه نه لیکم اما هغه څه چي ما لیدلي یا اورېدلي دي د تیري نیمي پېړۍ څخه زیات تاریخي واقیعتونه دي چي اشخاصو او تاریخونو بېل بېل ترسیم او معرفي کړیدي. یعني زه اوس پر پیښو بحث نه کوم صرف پر ملي او درې رنګه ښکلي بیرغ باندي مکث کوم چي یو ځل د ح. د.خ.ا لخوا په ۱۳۵۷ هش کي راکښته سو او پر ځای ئې سور بیرغ پورته سو، څو وروسته په حزب او دولت کي تغیرات راغلل او په لږ تغیر سره بیرته پر افغانستان باندي ورپېدۍ. دوهم ځل په ۲۰۲۱ میلادي کال د طالبانو لخوا کښته سو چي متآسفانه تر اوسه ئې د بیا رپېدو اجازه نده ورکړې. زما په اند د نجونو پرتعلیم او تحصیل باندي بندیز او د شخصي معقولو ازادیو پر محدودیت سربېره دا د اسلامي امارت بله لویه تېروتنه ده چي ولس او نړۍ وال ئې د ځانه خوابدي کړیدي. یعني طالبان کولای سي چي د خپل دولتي سپین بیرغ څنګ ته درې رنګه ملی بیرغ هم د ملي سمبول په حیث ولري.
خیر درې رنګه ملي بیرغ که اوس پر افغانستان نه رپېږي خو د افغانانو په زړو، مېډیا او په بهر کي د افغانانو په بانډارو کي رپیږي. اما د لیکني څخه زما اصلي مقصد دا دۍ چي زه د ډېر وخت څخه متوجه یم چي د ملي بیرغ درې رنګه په ښه ډول ندي ترتیب سوي. یعني لکه زموږ بیرغ چي تور، سور او زرغون دۍ رنګونه ئې همداسي ندي ترتیب سوي. ځکه چي تاسو ټوله پوهېږۍ چي پښتو رسم الخط د راستې خوا څخه شروع کیږي او حسابي اعداد ئې هم له راسته طرف څخه پیلیږي ځکه نو د ملي بیرغ رنګونه هم باید منظم په نوبت سره د راستې خوا څخه پیل سي. که ما تېروتنه نه وي کړې نو ښه به وي چي په راتلونکي کي دغه ټکي ته متوجه سو او په ترتیب سره د راسته خوا څخه اول تور بیا سور او بیا زرغون ترسیم کړو لکه په لاندي تصویر کي چي ما د یوتیوب څخه د بیلګي په ډول اخیستی دۍ.
۲۹ – ۷ – ۲۰۲۵
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.