د پشایې / دیګانو /آریک ژبې اغیزې په هند و اروپایې ژبو کې

احمدجان ماڼو

83

(پشایې /دیګانو/آریک) ژبې، د ملي ورځې، د تجلیل/لمانځنې په ویاړ!

د پشایې / دیګانو /آریک ژبې اغیزې په هند و اروپایې ژبو کې

 دکومنټ / دهکومینت ، دَکومینتار/ دَکومینتاریا…، دهکومینتیشن / دهکومینتَاسیون :

A document is a record of information, typically in written or electronic form, that serves as evidence, a refer….

د لاتین د ( دکومنت / دهکومینټ = پېژند پاڼه ، هرډول سند ؛ لاسوند ، په قلم اولاس لیکل شوي اسناد ، تذکره ؛ قباله ،بریښنایې اسناد ریښې او څرنګوالی یې وښایې ، هغې ته په انګریزۍ ، او لاتین ژبو کي ( دَکومینت document, documents , documentation, وا یې :

زمونږ په (دیګانو/پشایې / آریک) د (هند و اروپایې ) د مور او نیا په ژبه کښې یې لغوي معنا ګانې وګورئ !

ګرانو لوستونکو د ( ګوګل ) څخه د پوښتنې په نتیجه او پایله کې، په انګریزۍ ژبه کښې معلومات وړاندې شو !

ښاغلو د پشایې / دیګانو ژبې ویونکو ، زمونږ ادعا دلویدیزو ژب پوهانو پر نظریاتو ولاړه ده !

هغو ې وایې ، چې (آریک) ژبه د (هند واروپایې )ژبو مور او نیاده !

 خو ! (مونږ وایو ، چې (دیګانو، پشایې) ژبه د (آریک ) ژبه ده او همدا دپشایې / دیګانو ژبه دلرغونې (آریانا ویجو/ ویجه (د هند و ارو پایې ژبو مور او نیا ده او دا، چې د (دکومنیت – دهکومین تیشن ….) نومونو ته ، اکثر ژبپوهان لاتیني نومونه وایې !

خو !زما لاندینۍ ، په پشایې / دیګانو ژبه کښې ،د( دکومنت ، داکومینت ،….دهکومینتاریا ) توضیح او تشریح ، دخپلو مصادرو ، افعالو ، کلماتو سره ، یو څرګند د ( پشایې/دیګانو ژبې ) ثبوت دی ، چې مصادر، افعال او ټول نومنه یې په لرغونې آریایې ( پشایې ، /آریک /دیګانو ) ژبه کې شتون او ژورې هر اړخیزې ریښې لري ، چې لاس ته راغلې معناګانې یې د لاتین د نامه د تشریح او تعریفاتو سره ، پوره

څنګ لګوي!

 :document, documents, documentary ……،دکومینت

دا نوم په پشایې -آریک/دیګانو ژبه کې یو ژوندی ترکیبي نوم دی ، که هر پشایې / دیګان، ژبی یې په دقیق ډول سره ولولې ، په اوریدلو یې پوره سر خلاصیږي !

د خپلې څېړنیزې ادعا د ثبوت په خاطر غواړم ، چې په اصطلاح دا ، د ( دکومینت) نوم ،چې پوهان ورته د لاتین نوم وایې ، ټکي په ټکي ، دپشایې ژبې په نومونو او دمصادرو په افعالو کښې یې ښکاره ، توضیح او تشریح کړم !

ترڅو ځینو د لرغونې آریایې (پشایې/ دیګانو / آریک ) ژبې مدعیانو ته ، په تاریخي لحاظ ،دا په ډاګه کړم ، چې د لویدیځو ژب پوهانو هغه علمي او ادبي نظر ، چې وایې ( آریک ) ژبه دهند و اروپایې ژبو مور او نیا ده ، په ثبوت ورسوم ، چې مونږ (آریک ) ژبه ( پشایې/ دیګانو ) ګڼو او تر ننه یې په خپل تاریخي هیواد افغانستان کې ،روغه او جوړه لرو ، چې ښاغلي لرغوني آریائیان ، پشایان / دیګانان ورباندې خبرې کوي !

د ( دکومینت ….) نوم جوړښت په دیګانو / پشایې ژبه کې:

۱- ( دَ، دا ):

دا نوم په پشایې / دیګانو ژبه کې د ( دېک= ورکول …= دادن …)

د مصدر د ګردان څخه په لاندې ډول لاس ته راځي :

دیک :

پشایې پښتو افعال یې

آ(مم) =دم ، دیم زه= درکوم

تُو = دیې ته – ورکوې

یُو = دیا/دیګا/ دیغا دغه = ورکوي

سې = دییا/دیګا/دیغا. هغه = ورکوي

امو = دیس. مونږ =ورکوو

ایمو = دیدا تاسې = ورکوئ

تې = دین. هغوی = ورکوي

   دمفرد مخاطب امري فعل=دا/ دَ= ورکړه ( ویېښیوه / نشان بده )

اوس مومږ دمفرد مخاطب امري فعل :

۱-( دَ ) او ( دا) په لاس راوړل .

بله کلمه یې دوهم نوم دی ،چې :

 ۲- ده( کو / cu )cu)، دڅه شی معنی لري .

دریمه برخه یې :

۳- ( مین) فعل دی ، چې دپشایې/ دیګانو ، د ( مېک = ویل = ګفتن ) له مصدر څخه ، د جمع غائب ( وایې = میګویند) فعل دی !

۴- تې = د ( دی = است ) په معنی .

۵- شن/ سن = دي = هستند ) معنی لري .

اوس که مونږ په اصطلاح د لاتین د ( د،ده، دا ،کومین تی شن ) کلمه ، په خپله دیګانو / پشایې ژبه کښې وګورو او د پشایې / دیګانو په ژبه کښې یې افعال او کلمې سره یو ځای ولیکو مونږ ته ،دغه لاندینی ترکېبي نوم په لاس راځي ، چې کټ مټ زمونږ په پشایې / آریک / دیګانو ژبې ادبیاتو کښې ،په همدې په اصطلاح لاتین ( دکومینت ….) په ترکیبي نوم کښې شتون لري !

لکه:

د، دا/ ده = وریې کړه = بده + کو = څه شی = چیز/چیزی + مین = وایې = میګوید + تې = هغه = اُو/ ان + شن / سن= دي = هستند :

اوس په لاس راغلي افعال اوکلمې یو دبل سره یو ځای تړو او لیکو :

ده + کُو+ مین+ تې + شن = دهکو مین تېشن !

وریې کړه (ویې ښایه) + څه شې+ وایې+ هغه + دي= وریې کړه ،څه شی ، وایې ، هغه ، دي !

بده/ بدهیدچیزی میګویند چیز که هستند !

یعنی : وریې کړ / ور ویښیوه هغه څه ،چې ستا د پېژندګلوئ لپاره

دي .(پېژند پاڼه ، هویت ) کښ شتون لري .

اوس که په اصلاح لاس ته راغلې د ( دا کو مین تې شن = دهکومینتیشن / دکومنتاسیون)

نوم ،په پشایې / دیګانو ژبه کې ، هر یو پشایې / دیګان ژبی یې ،په ارام او پوره دقت سره ولولي . ایا د( دکومینتیشن / دکومینتاسیون ) ترکیبي نوم به پشایې / دیګانو نه وي ؟

 او هر یو پشایې/ دیګان ژبی ،به یې پر معنا او مفهوم پوه نه شي !؟

دا وو په اصطلاح د هندو اروپایې په ژبو کښې د document , documents.ترکیبي نوم په آریک/ پشایې/ دیګانو ژبه کښې ، چې په مکمل او مشرح ډول په پشایې ژبه کښې توضیح او تشرح شو !

بله کلمه ،چې د ( کومینتار، کومین تاریا cumentar,cumentarya

ترکیبي نوم ، بیا داسې معنی لري :

کومین = څه وایې

تار / تاریا = ګورې

څه وایې ګوری ، یعنی ( سند، اسناد ، کاغذي یا الکترونکي د پیژند پاڼه = هویت = پیژند پاڼه = سندشناسایی) څه وایې ، یا څه شی دي !؟

یادونه : زما د پورتنۍ توضیح ، تشریح او شننې څخه دا یو ځل بیا په ډاګه شوه ،چې لرغونې اریایې ( دیګانو /پشایې) ژبه هماغه د هند و اروپایې ژبو ، مور او نیا ( آریک ) ده !

محترم ژب پوهان ، لیکوالان ، ژب څیړونکي دې ، خپل عالمانه او لارښود نظر مونږ سره شریک او علمي ادبي تبصره د هر پوه ښکاره حق دی !

په درنښت .

مینا او منیک .

احمدجان ماڼو                         01.07.2025

ویانا – اطریش

ًیو نوی او اړین بحث ً

         له————جه/ لهجه

لهجا /لهجه / لهجو / لهجئ :

نوموړی نوم ، زمونږ دګران هیواد ، په ملي او رسمي ژبو کې او ښایې په ټولو هیوادنیوو ژبو کې ، یو شانته شتون ولري او لري يې او ښایې ، چې پر یو معنی او مفهوم تعریف توضیح او تشریح هم شي ، چې همداسې هم ده !

راځئ ، چې د ( لهجې/ لهجه ) نوم ، زمونږ دګران هیواد افغانستان په شتو ژبو کښې ، چې د نوموړې کلیمې سره پوره اشنایې لري وپېژنو ، چې اصلي ریښه او معنایې، زمونږ دهیواد، په کومه ژبه ک شتون لري !

راځئ ،چې وار دمخه یې ( ریښه /څټه ) په (پشایې/ آریک / دیګانو ) ژبه کښې تر بحث او څېړنې لاندې ونیسو !

له- جه ( lAHJA لهجه ) :

دانوم د لرغونې آریایې( پشایې/ دیګانو ) ژبې یو ترکېبي نوم دی ، چې لرغوني اریائیان ، پشایان / دیګانان ، یې په خپلو ادبیاتو کې، د هغوی دژبې دپیدایښت له زمانې ، څخه رانیولې تر دا ننه پورې ، په خپل ژبني آدب کښې، په دوو « دیګانو/پشایې » هر یو ( لیک = میندل ،لاس ته راوړل .

= یافتن، بدست اوردن ).

او

( جیک = ایښودل ، ځای پر ځای کول = ګذاشتن= جابجا کردن )د مصادرو دګردانولو څخه ، په حال زمانه کې په لاس راځي ، چې هر یو مصدر یو دبل پسې ګردانوو :

لَیک = میندل = یافتن :

ضمایر: پشایې= پښتو= دري .

آ (مم) = زه = من ( لیم = مینده کوم = می یابم )

تُوُ = ته = تو ( له= مینده کړه = پیداکن )

یُو ، سې= دغه ، هغه = او = لیګا/ لییا = مینده کوي = می یابد .

امو = مونږ = ما/ مایان= لیس /لییس = مینده کوو = می یابیم /پیدا میکنیم .

اِیمو = تاسې = شما = لیدا / لییدا= مینده کوئ ، لاس ته راوړئ = می یابید /پیدا میکنید .

تې= هغوی = انها / ایشان= لین /لېین = مینده کوي = می یابند .

– په پورتني مصدري ګردان کې مونږ د مفرد مخاطب لپاره د ( لا / له = مینده کړه/ وئ مومه= بدست بیاور /پیدایش کن فعل په لاس راوړ .

– اوس مونږ د دوهم مصدر (جیک=ایښودل=ګذاشتن )افعال

راسآ لیکو :

د مفرد مخاطب لپاره یو دبل پسې افعال لیکو :

مفرد مخاطب 🙁 جا/جه =کیږده= بګذار ) فعل مو په لاس راوړ !

اوس د دواړو مصادرو فعلونه : ( له = مینده کړه/ لاس ته راوړه = پیداکن / بدست بیاور + جه = کیږده = بګذار ) .

اوس د دواړو مصادرو په لاس راغلي د مفرد مخاطب افعال د خپلو معناوو سره یو دبل سره جمع او مساوي کوو ، دا لاندې معادله په لاس راځي :

له + جه = لهجه

معناوې یې = مینده یې کړه + کیږده = مینده یې کړه او یو دبل سره یې کیږده .( دالفاظو او حروفو یود بل سره اوبدل او تړل )!

لهجه = مینده یې کړه او کیږده .( نومونه ، افعال پیداکړئ او یو دبل سره یې وتړئ / کیږدئ )

نتیجه :

دپورتنۍ توضیح او تشریح څخه دا ښکاره اوپه ډاګه شوه ، چې د ( لهجه ، لهجې ، لهجو) ترکیبي نوم ، دپشایې ژبې د ادبیاتو غوښنه برخه جوړوي او دپشایې / دیګانو / آریک ژبې ادبي ملکیت دی، چې زمونږ د هیواد او نورو اریایې لوڼو او لمسیوو ژبو او ښایې ګاونډ ژبو ته ، په خپل ادبي قوت سره ورننوتې او ورکې دېره شوې وې !

د ښاغلو ژب پوهانو او دژب څېړونکو څخه هیله کوو ، چې د ( لهجه ، لهجې ، لهجو ) د پشایې ژبې د ترکیبي نوم ، دشتون او څرنګوالي په اړوند خپل علمي نظر مونږ او لوستونکو سره شریک کاندي !

په درناوي .

22-07-2025

ویانا – اتریش.

احمدجان « ماڼو».

ښاپیرک / شام پرک / شب پرک / شوپرک

زما په نظر دپښتو ( ښاپېرک ) اصلآ  د پشایې ژبې د ادبیاتو برخه ده ، چې په پشایې ژبه کښې دا نوم ( شام پرک / شامپریک ) یو ترکیبي نو م او له دوو برخو ، د ( شام / سام / شامک/شامیک 😞 تور )او پشایې ژبې د (پریک / پرک ) د پښتو د ( الوتل / تلل ) او دري/ فارسي ژبې د (پرواز کردن / رفتن ) معنا لري )، چې پښتو ژبې ته ترجمه شوی دی . او یا په ورو ورو د زمانې په تیرېدو ، په لاندې ډول یې حروفي تغیر میندلای دی لکه :

دپشایې ژبې د (شامیګ = تور ) څخه ( شام ، ،ښام ، سام = سامیک = تور= دپښتو ژبې = ماښام ) ؛ دپشایې ژبې (شامیک = تور/ تورتم باندې اوښتی دی ) برسیره پر دې دپښتو ژبې دپشایې ژبې د (شام پرک = ښاپیرک = پښتو )نوم دوهمه برخه چې ( پریک / پرک = الوتل / تلل ) او د دري /فارسي ژبې ( پرواز کردن / رفتن )اوښتی دی !

اوس که مونږ د ( شام پریک = د (شام) = ماښام / ښام / ماخام ،برخه د دوهمې ټوټې سره يوځای ولیکو ورڅخه ( شام = تورتم /ماښام + پریک /پرک = تلل / رفتن ) = شام + پرک /پریک = شام پرک = دشپې/ماښام تلونکی/ الوتونکی او په دري/ فارسي کښې یې معنا( پرواز کننده تاریکی/ پرواز و رونده یې در شام و تاریکي !؟

د پشایې/آریک د ( شامیک /شام کلمه د پښتو او دري / فارسي د ( تور= سیاه ؛ نومونه په پشایې ژبه کښې د (شام ، شامیک = تورتم = تاریکی ) څخه سرچینه اخلي ؛ معنی داچې د

د(شام پرک / شام پریک = ښاپیرک /خاپیرک ) نوم هماغه د پشایې ژبې/ آریک ) د ترکیبي نوم څخه کټ مټ ترجمه ، یا په مرور دزمان دحروفو په اوښتون سره مینځ ته راغلای دی .

همدا د پشایې ژبې ترکیبي ( شام پرک ) نن د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د نورګل کلي پشایان یې د ( سوم پَرهک ) په لهجه تلفظ کوي :

( شام پرَک / سام پَرَک / شوم پرک / سومپرک )او په دري /فارسې کښې په محلي او کلیوالي ادب او لهجه کښې ورته ( شو پرک / شب پرک ) ټول سره یوشی دي او ریښه یې په لرغونې آریایې ( آریک / پشایې ) ژبه کښې پرته ده !

یادونه :

د پشایې ژبې ادبیات ، د ګروپ دښاغلو مسؤلینو څخه هیله کوو ، چې د پشایې/آریک لرغونې آریایې ژبې د بیا سمون ، بقا ، پرمختګ او د معیاري او ښکلې کیدلو په خاطر ، باید کوښښ وکړو ، چې اصلي پشایې لغات ، دخپلو ریښو سره ، چې زمونږ د پشایې ژبې په ځانګړو لهجو کښې لرو ، هغه ( دیکشنري ) ته راټول کړو .

په درنښت .

مینا /منیک.

احمدجان ماڼو .

زمونږ ننۍ موضوع د ( میدیا) ،چې په پښتو، دري / فارسي او عربي ژبو ، په ادبیاتو کې ورته ( رسنۍ ؛ رسانه ؛ وسائط ) وایې او معنا کوي یې :

دا په ډاګه وایم ، چې د ( میدیا/ میډیا ) نوم او کلمه ، له بیخ او بنیاده د پشایې /آریک ژبې د ادب یو ترکیبي نوم دی او په لنډه توګه یې ښاغلو ختیځ او لوېدیځ ژبپوهانو دسترګو رڼاوې ، پېژندګلوئ ، علمي ادبي ژبني ،بحث او نظر او د آریک / پشایې ژبې د مور اونیاتوب ، د تثبیت او ثبوت په خاطربحث ته وړاندي کوم !

( میدیا/ میډیا ) :

دا نوم په پشایې / آریک ، ژبه کښې د پشایې ژبې د ادبیاتو غوښنه برخه جوړوي ، چې له دوو د پشایې ژبې ،د ژوندیوو مصادرو ( میک = ویل = ګفتن ) او د ( دیک =ورکول = دادن) د مروجو افعالو څخه په لاس راځي یو دبل پسې یې ګردان ته اچوم ، تر څو د ( میدیا/ میډیا ) ترکیبي نوم په څرګنده لاس ته راوړم او دژب پوهانو او ادب پوهانو ، پوره قناعت حاصل کړم !

۱- میک = ویل = ګفتن :

پشایې ضمایر پښتو = دري / فارسي

آ ( مم) = میم زه. = وایم = میګویم .

تُو= مې / مئ ته = وایې = میګویې

یُو = مګا / مغا = دا/ دغه = وایې = میګوید

سې = ما. هغه = وایې = میګوید

مې = مین دوی =وایې = میګویند

آمو = میس مونږ =وایو= میګوئیم

اِیمو = میدا تاسې واییئ =میګویند .

تې = مین. هغوی = وایې= میګویند

۲- دیک = ورکول = دادن :

پشایې؛پښتو؛دری؛ ضمایر او افعال یې :

آ(مم)= دیم/ دییم = ورکوم = میدهم ؛تُو = دیې= دی ورکوې= میدهی ؛ یُو = دیا / دیګا / دیغا = ورکوي = میدهد ؛ سې = دیا= ورکوي = میدهد ؛ مې = دیین = ورکوي = میدهند ؛ آمو = دیس/ دییس = ورکوو = میدهیم ؛ ایمو = دیدا = ورکوئ = میدهید ؛ تې = دین/ دیین = ورکوي = میدهند .

په لوړو مصدري ګردانونو کښې موږ ، د دواړو مصادرو د مفرد مخاطب فعل په حال زمانه کښې په لاس راوړل !.

۱- مېک = ویل = ګفتن مصدر د مفرد مخاطب دفعل ، د می= وایې = میګویې ،فعل په لاس راځي ،.

۲- ( دیک= دې / دېا = وریې کړه = بده، فعل ، چې امري فعل هم دی ،په لاس راځي ، .

اوس د دواړو مصادرو دمفرد مخاطب په لاس راغلي افعال :

(مې = وایې = میګویې + دې / دیا = ورکوې = میدهی )

مېدې / مېدیا= وایې = میګویی + دی/ دېا = ورکوې میدهی ) = دا لاندې ترکیبي شکل په لاس راځي :

مې + دیا= میدیا/میډیا = وایې + ورکوې = وایې ورکوې:

میدیا/ میډیا = وایې ورکوی!

ننۍ په پښتو او دري ژبو کښې هم د ( رسنۍ ، رسنه ) عام شوي نومونه د پښتو ؛دري / فارسي د ( رسېدل ؛ رسیدن ) د مصادرو څخه په لاس راغلي دي !

يادونه : د ښاغلو ژب پوهانو څخه په درناوي هیله کوم ، چې زما د همدې لیکنې/ مقالې د څرنګوالي په هکله خپل نظر د لوستونکو سره شریک او د کار دښه سمون په خاطر لارښوونه وکاندي !

مننه، مینا / منیک .

احمدجان « ماڼو»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.