د لنډیو اصلي منابع خلک دي- اوه‌لسمه‌برخه

آصف بهاند

255

کافرې ټپې

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۳۵مه‌برخه

په ټولنیزه میډیا کې یوه برخه داسې لنډې ویدیوگانې دي چې ډېر خلک یې له اصلي کار او ژوند نه ایستلي دي او ډېره سلنه خلک یې داسې بوخت کړي دي چې ډوډۍ او خوب یې هم هېر وي، خو د میډیا په همدې بڼ کې ما ته په دې نږدې ورځو (۰۵/۰۲/۲۰۲۵) کې د لنډیو د راټولولو د هڅو په لړ کې داسې لنډۍ په مخه راغلې چې ډېره سلنه یې نوې او نا خوندي شوې راته ښکاره شوې. په دې برخه کې محسوسېږي چې فعال کسان له نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره، له لنډیو سره موزیک او څه نور ضمایم ږدي.

https://www.facebook.com/reel/600490999101503

 او داسې یې برابروي چې د لنډیو ښکلا او تاثیر نور هم ډېرېـږي او لوستونکي یې په مینې سره لولي. دا یې څو بېلگې دي:

له مسافرو سره څه وي

ستړی بدن، د جانان غم، پردي کارونه

 

جانانه غم دې مسلمان دی

ما د مولا تر اذان مخ‌کې پاڅوینه

https://www.facebook.com/reel/1287752835585401

د ژوند خواږه دې رانه یوړل

بېلتونه تا دې خدای پر چا نه‌راولینه

 

زړه ته غمجنه ټپه راغله

چې بېلتون وړی یار به څه حالت کې وینه

https://www.facebook.com/reel/1576312659679479

د پښتنو بده‌رواجه

لیلا، لالي ته د لالا اواز کوینه

https://www.facebook.com/reel/600490999101503

ستا به لسمه یارانه وي

زما اوله یارانه ده زړه مې چوینه

https://www.facebook.com/reel/8682488821820289

ولې په ځیر، ځیر راته گورې

صورت هغه دی، اندېښنو خوړلی یمه

https://www.facebook.com/reel/2246218582421515

د بې‌وسۍ زوره اوبه شې

په ډکو سترگو د خندا تمثیل کومه

https://www.facebook.com/reel/1563745007581342

که خدای کول لالی به جوړ شي

د لر او بر اولس دوعا ورته کوینه

https://www.facebook.com/reel/865797938757275

د قبر مړی رانه جوړ دی

پر زخمي زړه مې دي پراته د یار غمونه

https://www.facebook.com/reel/865797938757275

زما دننه زړگی غوڅ دی

د بېوسۍ خندا له هرچا سره کړمه

https://www.facebook.com/reel/1309246573556455

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غړره شوې دي:

غربته زور دې رامالوم شو

زه له اکثر محفلو ټیټې سترگې ځمه

 

د دې برخې له‌پاره مې دا لنډۍ برابرې کړې دي:

 

مسافري به دې زړه خوړین کړي

د لاس پوستکی غورځوي پردي کارونه

 

په یارانه پښېمان ته وایه

زه دې د سر صدقې اوس هم ورکومه

 

ما تر هغه افغان قربان کړې

چې د نفرت په ځای، وحدت نارې وهینه

 

یا مېړنی، یا لیونی دی

سپینې خبرې یار په هرځای کې کوینه

 

ستا د دیدن هیله مې نه شته

زما د زړه دېوال کږېـږي، ړنگ به شینه

په هغه دغه مې تېرباسې

خدای خو دې ویني، خدای ته هرڅه جوت دینه

 

لېونی ستا په جدایۍ کې

ورو ـ ورو ړنگېـږمه، د شگې څلی شومه

 

ته مې په ویر نه غمجنېـږې

زه ستا له لاسه ځان سره‌اور ته غورځومه

 

چا ته مې سترگې نه وراوړي

ایله اوس پوه شوم، بې له تا نیمگړې یمه

 

د شپې خو هر سړی راتلی شي

د ورځې راشه چې تاوان درباندې شمه

 

وړوکی ما په یارۍ پوه کړې

اوس دې په تورو زلفو بل وهي لاسونه

 

ما درته ويل کُرمې ته مه

کُرمه تنور ده اندامونه سوځوينه

 

د هېریدو نه یې جانانه

اوس چې راغلې، په عذاب یې تېرومه

 

د لښکرونو ملک ته وايه

په وينو موړ شوې که نور هم کوې جنگونه

 

د باباگانو زړونه ځوان دي

زه لکه نیمګړی مازیګر به درنه لاړ شمه

 

لیونۍ لاړه کلی ړنگ شو

پر هر کاږه دېوال یې ښکارۍ یادگارونه

 

انقلابي پيغله به وکړم

چې په کاروان کې څنګ په څنګ راسره ځینه

 

پلار مې په ژوند وهلی نه یم

سپېره نصیب مې په مخ هره ورځ وهینه

 

په سپېرو بد مه وایه مورې

سپېرې دي خاورې، چې گلپانې شنې کوینه

 

د درواﺯې ﺯنځير را جوړ کړه

اوﺯگاره خلک دي لمنې توروينه

 نوربیا

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۳۴مه‌برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.