د جفـا څـړیکه دې اسمـان پـه زړه کې وچـلیـده
تـالـنـده جوړه شوه ترې زمکې تـل تـه ورسـیده
ستا د نادود ویـره لاړه پر ځـنګل خـپـره شــوه
وحـشي پـړانګانو ازمرو جامنو کې وکړنګـیـده
د نـنـنۍ زمانې پـوه انسانـه! څــه دې وکـړل؟
تا انـساني احساس ایـره کـړ اور کې وتـلـیـده
د پـرمختللې نړۍ کړنـو انـګازې پورتـه کـړې
عـلـم چـاړه شــو، د انسـان مـرۍ تـه ورسـیـده
پوهې ارزښت بایــلنــه ټـيټـه د حیوان تر کـړنــو
ژوندون شـو اور، په لمـبو یې زمـکه وسـوزیـده
د پرمختګ پایله شوه ورکه ارزښت دوه تـوتـه کم
تـکـنـالـوژۍ تـخـنـیک بـلا، پـر بــشـر وغــمـیــده
څومره چې مخکې ځي، ستـا کړنې بشریت سوزوي
د تمدن پـه نـوم، د هـسـک پـه زړه کـې و چـاودیده
د طبیـعت ښکلي قانـون کې مـو بـدلـون راوسـتـو
هـــوا ککـــړه، خـپـره ویـره، هـــیـله ورژیــــده
پوهه ښامار شو د انسان د ژوند پـر مـخ ودریـد
یا ترابـان دیـو شــو هستـۍ تـیګه تـرې ونـړیــده
نړۍ کې هره ورځ ژونـدي مري چاپیریال تباه دی
د بـاران څــاڅـکی شــوه، دانــه د زهر وڅـڅـيده
راتـلونکی ټـپـه تـیـاره شــوه ډارونـکې بـریـښـې
د لـمـر رڼا تـورو لـوګـو لانـدې کـړه وپـسخـیده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.