په تورخم کې تيره شپه د طالبانو سرحدي ځواکونه له پاکستاني لوري سره په جګړه اوښتي دي. په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د جګړې پیښېدل تایید کړل، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. د طالبانو رسمي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته د پاکستان د ملیشې ځواک یوه چارواکي بیا د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې جګړه کې د دوی خواته د ( ایف سي) ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوی دی.
دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د طالبانو د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی (ایوب چیک پوسټ) په نښه کړی دی.
د لنډي کوتل روغتون ډاکټران وایی چې د ډذو تبادلې په وخت له تورخمه د یوه ځایی ډریور حیات شیر مړی وروړل شوی دی.
ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ډزو له کبله پولې ته څيرمه پروت باچا مینې کلي نه خلکو د ویرې له کبله کډې بار کړي او لنډي کوتل ته تللي دي.
په تورخم پوله د پاکستان امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د دغې تازه نښتې د لامل په هکله لا پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي خو د مارچ په ۲ نیټه پرون ماسپښین د دواړو خواوو چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله شوي مذاکرات بې نتیجې ختم شوي وو او د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله پکې کومه پریکړه نه وه شوې.
د تورخم دروازه د فبرورۍ ۲۱ نیټې راهیسې تړل شوې ده.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.