په خیبر پښتونخوا کې د حقانیه مدرسې مهتمم مولانا حامد الحق په چاودنه کې ووژل شو

311

اکوړه خټک، خیبر پښتونخوا – د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال د حقانیه مدرسې دننه یوه خونړۍ چاودنه شوې ده، چې له امله یې د مدرسې مهتمم مولانا حامد الحق وژل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه چې احتمالاً ځانمرګی برید و، د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه. لومړني معلومات ښيي چې پېښه مرګ‌ژوبله لري، خو تر اوسه د تلفاتو کره شمېر نه دی تأیید شوی.

د طالبانو د چارو څارونکی، سميع يوسفزی، هم ویلي چې مولانا حامد الحق د دې چاودنې اصلي هدف و او هغه پکې وژل شوی دی. ځینې راپورونه وايي چې د برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا امنیتي ادارو هم د برید پخلی کړی، خو د حامد الحق د مرګ یا ژوند په اړه یې رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
حقانیه مدرسه د پاکستان په مذهبي او سیاسي ډګر کې ځانګړی اهمیت لري. دا مدرسه له اوږدې مودې راهیسې د مختلفو مذهبي او جهادي ډلو له ملاتړ سره تړل شوې، او ځینې منتقدین یې تور لګوي چې هلته سخت‌دریځه عناصر روزل کېږي.
پاکستاني چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړي، خو تراوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی. دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او حکومت هڅه کوي چې د دا ډول بریدونو مخنیوی وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.