د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او سیلابونو ۳۶ کسان مړه کړي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي. د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله دغه شان لسګونه کورونه او پراخې کروندې هم ویجاړې شوې دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریس مولوي عبدالله جان سایق په یو ویډیو بیان کې چې نن ( د کب په ۸مه) د یادې ادارې پر اېکس پاڼه خپور شوی ویلي “زموږ د ولایتي ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې په ټول هیواد کې د طبیعي پېښو له امله له بده مرغه ۳۶ کسان شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان دي، دغه شان ۲۴۰ کورونه په بشپړ او ۶۱ نور په قسمي ډول ویجاړ شوي دي، همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي.”
نوموړي ویلي چې د زیانمنو سره د مرستې لپاره سیلاب ځپلو سیمو ته د دوی د سروي ټیمونه رسېدلي او ژر به له خلکو سره مرستې وشي.
سایق دا هم ویلي چې د دغو سیلابونو او واورو له امله په یو شمېر ولایتونو کې لارې هم تړل شوي چې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت له لوري ېې د بېرته پرانستلو هڅې روانې دي.
که څه هم نوموړي نه دي ویلي چې په وروستیو سیلابونو او اورښتونو کې په کومو ولایتونو کې خلکو ته زیانونه اوښتي خو د راپورنو پر بنسټ فراه، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې سیلابونو، ږلۍ او سخت اورښت په کې یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړي دي.
فراه بیا تر ټولو ډېر ځپل شوې دی.
چارواکو ویلي چې د دې ولایت په بکواه او پشت رود ولسوالیو کې سختې ږلۍ او سیلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او څلور یې ژوبل کړي دي.
زما خپله کور نړېدلی دی، بیګاه مو اسمان لاندې شپه تېره کړې ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خلکو ته هیڅ نه دي ورپاتېیو سیلاب ځپلی
د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام الله ازادي راډيو ته وویل ” دفراه په قلعه کاه او د پشت رود ولسوالۍ په ګجراباد او په بکواه ولسوالۍ کې پرون ډېر شدید باد، باران، ږلۍ او سیلابونه وو، زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، زما خپله کور نړېدلی دی، بیګاه مو اسمان لاندې شپه تېره کړې ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خلکو ته هیڅ نه دي ورپاتې.”
هلمند او کندهار دوه نور هغه ولایتونه دي چې د طالبانو د سیمه ییزو ادارو او چارواکو د معلوماتو له مخې ۱۵ کسان په کې مړه شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحیې یوه اوسېدونکې محمد اغا چې د سیلاب له امله یې کور نړېدلی ازادي راډيو ته وویل “خامه سرکونه او خامه کورونه یې ډېر نړولي دي، زموږ کور یې هم نړولی دی، الحمد الله څوک ژوبل شوي نه دي، خو نورو سیمو کې یې تلفات اړولي دي او خلکو ته یې درانه مالي تاوانونه اړولي دي.”
دغه سیلاب ځپلي د طالبانو له حکومته او نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستو غوښتنه کوي.
دا سیلابونه او اورښتونه په داسې حال کې دي چې وار له مخه د افغانستان په یو شمېر سړو ولایتونو کې د واورو ورېدو له امله لویې لارې تړل شوي دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پرون سې شنبه د سختو واور له امله د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه چې نن چهارشنبه ماسپښین د راپور تر لیکلو هم تړلې وه.
د بامیان، دایکنډي، بدخشان او تخار ولایتونو له ځینو سیمو هم د سختو واورو د ورېدو په پایله کې د ځینو لارو د تړل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
افغانستان د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون سخت ځپلی دی.
تېر ۲۰۲۴ کال هم دا هیواد له سختو سیلابونو سره مخ وو چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د تېر کال په مۍ په میاشت کې بغلان سختو سیلابونو وځاپه چې د رسمي شمېرو له امله لږ ترلږه ۳۱۵ کسان یې مړه او له ۱۶۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.