ته ناڅاپه څنګه هوښیاره شوۍ بچی!

عبدالواحد تابع

333
هو نجونې تل یو ناڅاپه هوښیارېږي هغه ځکه چې ښځې ډېر څه پټوي او هر  د غم پيټی دا یواځې وړي تر څو پيټی ځای ته ورسوي.دا پیټی دومره دروند وي چې تر رسولو یې  د ښځې عمر خوړلی وي.ښځه تل ګرمه بلل کېږي او تل ورته ویل کېږي چې دا ستا دنده ده.د دندې پر نوم یې ژوند له تباهۍ سره مخ وي خو دا بیا هم چپه خوله ناسته او د یوه مکاره او دروغجن نارینه لپاره شپې سبا کوي.
یو ریښتینی نارینه هېڅکله خپل ژوند سره لوبې نه کوي او د ژوند درولو لپاره زیار وباسي تر څو د ژوند ښېرازه یې په پښو ولاړه او ونه پاشل شي.
ریښتینی نارینه پيټي ته په خپله اوږې ورکوي او د رسولو لپاره یې د ځان دنده بولي.ریښتینی نارینه د نر او ښځې پر تعریف پوهېږي او دا یې پر ځان منلې چې د ده دنده څه ده او څه ډول یې مخ ته یوسي تر څو یې مېرمن د سیالانو جوګه وي.
ریښتینی نارینه دا مني چې ښځه هستي ده او ښځه د رب یوه ستره تحفه ده چې پرته له ښځې یو نارینه د تش بوتل په څېر برېښي.
کله چې یو ریښتینی نارینه د خپل ژوندانه بشپړېدل غواړي تر ټولو دمخه باید ځان ورته چمتو کړي.ښځه یواځې د دې لپاره نه ده چې پخلی وکړي او یا هم بچي وزېږوي او یا هم څه چې نارینه غواړي هغه ورته برابر او چمتو کړي.
ګډ ژوند یو قرار داد دی چې پر مخ وړل یې د هر یوه فزیک ته په کتو مخ ته وړل کېږي. که چېرته دا قرارداد غواړۍ سم مخ ته ولاړ شي تر هر څه د مخه باید هر یو له ځان څخه انسان جوړ کړي.
کله چې یو کس په تمامه مانا انسان ترېنه جوړ شي بیا نو ځان پیدا کولی شي.
مونږ وینو چې افغانۍ نجونۍ د روایاتو قرباني دي.تل ورته وېل کېږي چې دا ستا کار ده ته یې باید وکړۍ.
دا ولې درڅخه خراب شو؟
ولې د داسې وکړل؟
ولې د پام نه وو.بیا داسې ونکړې او ورته داسې نورې خبرې او رواجونه
کله چې د روایاتو  لپاره ژوند کوو نو هېڅ کله بیا د پرمختګ او د سالمې ټولنې غوښتنه مکوې.
د پرمختګ او سالمې سیالدارې لپاره اصلاح له ځان پیلېږي چې همدا اصلاح د ځان ټولنه جوړوي او لامل د پرمختګ او هوسا ټولنې ګرځي.
په ټوله کې مسلمانان او په مسلمانانو کې بیا  افغان نارینه  د دروغو او کرکو سره خپل ژوند مخ ته وړي.
همدا کرکه او دروغ بچو ته په میراث پاتې کېږي چې همدا لامل دی نن ورځ ټول مسلمانان د سیالانو له کاروان څخه غورځېدلي دي.
ښځه حقوق لري،ښځه د لوړې عاطفې لرونکۍ ده که چېرته د دوی له عاطفې څخه سالمه ګټه پورته شي نو هېره د نه وي چې تاسو به په خپل ژوند کې تر ټولو بریالي نارینه یاست.
هر کس مکلف دی چې خپل انساني حقوق وپېژني  .که مو خپل حقوق وپېژندل نو هېڅکله به د نورو حقوق هم تر پښو لاندې نکړو.

!پښتون وژغورۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.