پاکستان استخباراتو «ای اس ای» په افغانستان کې د سوداګریزو مرکزونو د سوځولو لپاره یوه قطعه جوړه کړې

400

پاکستان استخباراتو «ISI» په افغانستان کې د سوداګریزو مرکزونو د سوځولو لپاره یوه قطعه جوړه کړې

پر ايکس د بلوڅ وسله والو يو مطبوعاتي ادرس «باهوټ» ادعا کړې، چې د پاکستان استخباراتو د افغانستان د مهمو ښارونو په سوداګريزو مرکزونو کې د خرابولو او اور لګولو لپاره يوه جلا استخباراتي څانګه جوړه کړې ده.

دغه مطبوعاتي ادرس« باهوټ» لیکلي، د دې څانګې مشري د کوئټې یو افسر «جمال ناصر» کوي، چې استخباراتي نوم يې شاهين دی.
دغه ادرس وايي، همدا تېره مياشت د دغې څانګې قطعاتو په کندهار کې ډيورند کرښې ته نږدې يو سوداګريز مرکز ته اور واچوه، چې د پرزه جاتو ټول مارکېټ يې وسوځاوه.

تر هغه وړاندې په ننګرهار او بيا په هرات، بيا ننګرهار او د افغانستان يو شمېر شمالي ولايتونو کې پرلپسې ګمرکونو کې بار موټر وسوځېدل او لوی مارکېټونه په ايرو بدل شول، خو تر ننه يې عاملين نه پيدا او نه يې هم په اړه طالبانو سرپرست حکومت څه ويلي دي.

باهوټ وايي، په کندهار کې دغې ډلې ته يو ځايي سوداګر د مارکېټ د سوځولو لپاره ۶ ميليونه کلدارې ورکړې وې.

پر دې سربېره همدا اوس له تورخم هاخوا په خېبر دره کې د افغان سوداګرو له سبزيجاتو او تازه ميوو ډک شاوخوا دوه زره موټر د پاکستان د استخباراتو په اشاره د قومي جنجال په بهانه درول شوي او افغان سوداګرو ته يې ميليونونه ډالره زيان اړولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.