د طالبانو د مشر له خوا په افغانستان کې د امر بالمعروف د نوي قانون د نافذیدود اغیزو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو د اندیښنو په دوام په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روز میري دیکارلو هم غبرګون ښودلی او ویلي دي چې ددغه قانون پلي کیدو دوام به نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.
میرمن ډیکارلو د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ ( سنبلې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه قانون د پلي کیدو د اغیزو په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د دفتر ” یوناما” مشرې روزا اتنبایوا خپرې شوې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې دا قانون په افغاانستان کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ازادۍ لا محدودوي.
میرمن دیکارلو لیکلي: ” ‘ اخلاقو قانون’ چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا خپور شوی په بشري حقونواو ازادیوباندې په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونولا محدودیتونه لګوي. دا بې حسه دی.که چیرې پرې عمل کول دوام ومومي دغه قانون یوازې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ستنیدو مخه نیسي”.
د میرمن دیکارلو د دغو څرګندونو د مخه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر” یوناما” مشرې روزا اوتنبایوا په یوه اعلامیه ویلي وو چې دا قانون د افغانانو لپاره د پام وړمحدودیتونه توضیح کوي.
روزا اوتنبایوا وویل: “دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو زورونکی لید لوری دی چې محتسبین اختیاري واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندوسرغړونود لست پر بنسټ هرڅوک وګواښي او توقیف یې کړي.”
میرمن اوتنبایوا زیاته کړې : “دا د افغان میرمنواو نجونو پرحقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي، ان له کوره بهر د ښځوغږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویلي چې د قانون متن د افغانستان د مذهبي ټولنو بشپړې تنوع ته په کتوسره، د مذهبي ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري اوهمدارنګه لا نور محدودیتونه پکښې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیوکار به هم اغیزمن کړي
په عین وخت کې د افغان میرمنو او نجونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه قانون نافذیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د طالبانو له خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په سفر بندیزاو د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وروستی قانون ددې یادونه کوي چې طالبانو د ۹۰ لسیزې افراطي پالیسیو پلي کیدل دوه ځلې زیات کړي دي.
میرمن امیري ویلي: ” دا د اقتصادي او امنیتي پلوه ډیره ضروري ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدلو بهیر وځنډوي او ترهغې چې د بشري حقونو د چلند په برخه کې د طالبانو له خوا ژور پرمختګ رامخې ته نشي ددغې ډلې سره خپلې اړیکې عادي نکړي”.
طالبانو حکومت دا قانون د اګست د میاشتې په ۲۱ ددغه حکومت د عدلیې وزارت له خوا د وزارت په انټرنیټي پاڼه خپور شوی، څلور فصلونو او ۳۵ مادې لري.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي
د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې دغو غبرګونونو ته لا ځواب نه دی ویلي، خو دغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د اګست په ۲۲ (سنبلې اول) د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف په ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د شریعت تطبیق اود حجاب رعایتول ددغه حکومت سره کرښه ده.
هغه ددغه وزارت د محتسبینو څخه وغوښتل چې د امربالمعروف نوی قانون دې تطبیق کړي.
امریکا غږ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.