د بنګله دېش د پوځ مشر وقار زمان د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) وویل چې د صدراعظمې شیخ حسینې له استعفا وروسته “یو موقت حکومت” جوړي.
ملت ته په تلویزیوني وینا کې هغه د صدراعظمې د استعفا خبر ورکړ خو دا یې څرګنده نکړه چې پخپله یا بل څوک به د موقت حکومت مشري کوي.
وقار زمان وویل: “زه بشپړ مسئولیت اخلم. هېواد او اقتصاد ډیر ځپل شوی. ډیر خلک ووژل شول. ددې وخت رارسېدلی چې تاوتریخوالی ختم شي… زه هیله لرم چې زما له وینا وروسته تاوتریخوالی بند شي.”
هغه وویل چې د موقت حکومت جوړولو په اړه له ولسمشر سره خبرې کوي. وقار زمان همدارنګه وویل چې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له غړو سره یې سلا مشورې کړي خو د شیخ حسینې له عوامي لیګ ګوند سره یې ندي کتلي.
په زرګونو مظاهره کوونکي، چې د صدراعظمې له واک څخه لیرې کېدل یې غوښتل، د دوشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا د لګېدلي ګرځبندیز پروا ونکړه، په پلازمینې ډهاکې کې واټونو ته راووتل او پر صدارتي ماڼۍ ورغلل.
شیخ حسینې ته نږدې سرچینو ویلي چې هغه په هیلکوپتر کې له هېواد څخه وتلې خو ځای یې ندی ښودلی.
د تېرې میاشتې راهیسې د محصلینو لخوا په پیل شویو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ اوښتی دی.
د یکشنبې په ورځ په دغو مظاهرو کې د نږدې ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. شنونکو وېره ښودلې چې د دوشنبې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. مظاهره کوونکو او د حکومت پلویانو له چړو او لرګیو سره پر یو بل بریدونه کړي او پولیسو ډزې کړي دي.
د ۲۰۰۷ په جنوري کې د بنګله دیش پوځ په هېواد کې د سیاسي تاوترخوالي په لړ کې بیړنی حالت اعلان کړ او یو دوه کلن موقت حکومت یې رامنځته کړ.
د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ وویل چې “که وضعیت ښه شي، بیړني حالت اعلانولو ته اړتیا نشته.” هغه ژمنه وکړه چې نوې اداره به له څو اونیو خونړیو مظاهرو وروسته “د وژل شویو کسانو پوښتنه وکړي.” هغه زیاته کړه: “اوس د محصلینو دنده ده چې ارامتیا وساتي او زموږ سره مرسته وکړي.”
په بنګله دیش کې دا مظاهرې په حکومتي دندو کې د سهم بندۍ په ضد پیل شوي او د ۷۶ کلنې صدراعظمې له واک څخه د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله. شیخ حسینه له ۲۰۰۹ راهیسې د بنګله دېش صدراعظمه وه.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.