په ۲۰۲۱م کال کي د طالبانو واک ته له رسیدو څخه ترمخه د دولت له اړخه تمویل کیدونکی یو دفتر، چي د جنسیت له مخي له تاوتریخوالي سره مخامخ ښځي پکښي ساتل کېدلې، موجود و. د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چي اوسمهال دغسي هیڅ یو مرکز نه سته، چي د تاوتریخوالي سره مخامخ ښځي دي هلته پنا ور وړي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونواستازولۍ يا یوناما پلاوي ته طالب چارواکو ویلي دي، چي د ښځو لپاره د یوې دغسي سرپنا یا کور هیڅ اړتیا نه سته او دا د لویدیځ طرح ده.
د راپور له مخي طالبان هغه ښځي چي شرعي محرم ونه لري یا هم له هغه سره خوندي نه وي، زندان ته لېږي.
د یاد راپور پر بنسټ طالب چارواکي له تاوتریخوالي څخه د کړېدونکو ښځو له خپلوانو ضمانت غواړي، چي هغوی به نه ځوروي او نه به هم تاوان ورسوي. دوی د کلي مشران هم ورغواړي چي د ښځو د خپلوانو پر ضمانت شاهدان سي.
په راپور کي راغلي دي کوم مهال چي د تاوتریخوالی قرباني ښځي امنیتي ستونزي ولري، نود ساتني په موخه ښځینه زندان ته استول کیږي: «لکه څنګه چي په کابل کي د بې کوره او په نشه روږدو کسانو له پاره له زندان څخه د اوسیدو د ځای کار اخیستل کېږي.»
طالبان:«دغه معلومات سم نه دي»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ردوي، هغه دویچه ویله ته وویل: «دا ښځي چیري بندیاني سوي دي؟ بېلګه يې ویلای سئ؟ زه نه پوهېږم له بده مرغه یوشمېر بنسټونه ډېر ناسم معلومات د راپور په نامه خپروي، ترڅو پروپاکنډ وکړي.»
همدارنګه ښځي اړ دي، چي تر ۷۲ کیلومټره لیری سفر کولو له پاره له ځان سره شرعي محرم ولري اود حجاب په اړه وړاندي سوي قوانین پرځای کړي.
د جولای په میاشت کي طالبانود ټولو سینګارتونونو د تړلو امر صادر کړی، دا هغه ځایونه ول، چي ښځو کولای سوای له کوره څخه دباندي پکښي په خلاصه پښه کار وکړي.
خو له ډېرو کلونو راهیسي افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي د ښځو ژوند پکښي تریخ دی.
د طالبانو له واکمنۍ څخه ترمخه په میلونونو نجوني د کلتوري او نورو مسایلو له امله له لوړو زده کړو څخه راګرځول سوې وې، په کم عمر کي ودونه، تاوتریخوالی اود ناوړي ګټي لمن هم پراخه غوړېدلې وه.
د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی دی، د ښځو او نجونو پر وړاندي د طالبانود ادارې تاوتریخوالي د هغوی هر ډول قانوني حفاظت له منځه وړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، ښځي نور په قضایه او اجرائیه ځواکونو کي کار نه سي کولای او حق نه لري، چي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندي ږغ پورته کړي او دوی یوازي هغه وخت کار کولای سي، چي د هغو نارینه سرپرستان کار ته راوغوښتل سي.
دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.