طالبان: په دايکنډي کې مو ملکيان نه، بلکې بغاوتګر وژلي

634
۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

په داسې حال کې چې د سېمې اوسیدونکي او يونسیف په دایکنډي ولایت کې د ملکیانو او ماشومانو د وژلو ادعا کوي، خو طالبان وايي يوه وسلواله ډله چې د بغاوت قصد ېې درلود، دوی ځپلې ده د ماشومانو وژل ردوي.

طالبان په دایکنډي ولایت کې د ماشومانو او ملکيانو وژنه ردوی. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپلې ټويټرپاڼې ليکلي دي: «په دايکنډي کې د یاغیانو يوه ډله وځپل شوه.»

مجاهد د طالبانو د داخله وزارت له قوله لیکلي، د دایکنډی ولایت د نيلي ولسوالۍ د سیواک شیبر سیمې په دوو کورونو کې د مسلح کسانو د حضور په اړه د رپوټونو د ترلاسه کېدو وروسته، د طالبانو امنيتي ځواکونو پر دغو کورونو حمله وکړه چې نهه تنه يې ووژل او څلور تنه نور يې ټپیان کړل.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې د طالبانو يو غړی هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د مجاهد د ټويټ په یوه برخه کې راغلي: «وژل شوي کسان ټول مسلح ول او د بغاوت هوډ يې درلود. هلته د ماشومانو د وژنې او نور زیانونه حقیقت نه لري.»

په دایکنډي ولایت کې ځايي اوسیدونکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو شاوخوا ۲۰۰ ځواکونه د شخصي خصومت او په احتمال سره د يوې جنايي قضيې له پاره د دغه ولایت د «سیواک شيبر» سیمې پر دوو کورونو حمله وکړه چې پکې يې د تنکیو ځوانانو په ګډون ۹ تنه ووژل، دوه نارینه او یوه ښځه يې ټپيان کړل او شپږ تنه نور يې له ځان سره بوتلل. وژل شوي د دوو کورنیو غړي ول.

د طالبانو له خوا په دايکنډي ولایت کې د ملکيانو او ماشومانو وژنې په افغانستان دننه او بهر شدید غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم په دغه پيښه کې د څلورو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

یونیسف پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي دي چې د دایکنډي ولایت د نيلي ولسوالۍ پر«سیواک شيبر» کلي د پنجشنبې ورځې حمله کې څلور ماشومان چې عمرونه يې له یو نه تر څلور کاله پوري وو، وژل شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه سازمان پر ټويټر د دغه سازمان له نښې سره د یو تور انځور په خپرولو، دغه حمله غندلې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.