امريکا د افغانستان سفارت او قونسلګریو کنترول په لاس کې اخيستی

805

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان سفارت او قونسلګریو بشپړ واک يې پخپل لاس کې اخیستی دی. ويل شوي چې تر امرثاني پورې به هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې دغه سفارت او قونسلګريو ته داخل شي.

Deutschland Afghanische Botschaft in Berlinد اسوشتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د سفارت او قونسلګريو «مسئوليت یې پر غاړه» اخيستې دی څو یې امنيت ټینګ او مراقبت وکړي. زیاته شوې چې هیڅوک به ونه شي کولی تر بل امر پورې دغه ودانيو ته بې له اجازې داخل شي.

د امريکايي حکومت له خوا دا ګام تر هغه وروسته پورته کيږي چې دغه هېواد د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ وتړلې او ویې ويل چې په متحده ايالاتو کې به د می تر ۱۶مې نیټې وروسته هیڅ ديپلوماتيکي او قونسلي خدمات نه ترسره کيږي.

امريکا متحده ايالات د طالبانو حکومت چې په رسميت نه دی پيژندلی او نه هم او له افغانستان سره هیڅ ډول ديپلوماتيکي او رسمي اړيکي نه لري.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې تر بل امر پورې به یې یې قونسلګريو او سفارت کنترول په لاس کې اخيستې او د يادو ماموريتونو د ملکيت ساتنه به وکړي چې په هغه کې پر نورو سربیره آرشيفونه، د افغانانو شتمنۍ او د سفارت او قونسلګرۍ د پوستې خدمات شامل دي.

د وزارت له خوا زياته شوې چې په واشنګټن کې پر سفارت سربیره په نیويارک او د کاليفیوريا په بيورلي هیلز کې د افغانستان د قونسلګريو کنترول هم د دوی په لاس کې دی.

د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۱۵ نیټه په افغانستان کې د جمهوري نظام نسکور او طالبان هلته بیا  واکمن سول. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی  پېژندلی. چین، پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو ځينې ډیپلوماټیک  استازي منلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه پوری په امريکا کې د افغان  سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.