د روسيې پر نفت او ګازو له بندیز لګول کیدو سره به د انرژۍ له درکه د مسکو عایداتو ته زیان ورسیږي، خو اروپايي مشرانو د روسيې د انرژۍ پر سرچینو د اروپا پر وابستګۍ اعتراف وکړ او په تدریجي ډول یي د کمولو غوښتنه وکړه.
د روسیې مرستیال لومړي وزیر الکساندر نوواک ویلي دي چې «د روسیې د نفتو ردول به د نړیوال بازار له پاره ویجاړوونکي پایلې ولري» او له امله به یي د تیلو بیې له دوه برابرو هم لوړې، یعنې د هر بیلر بیه به نږدې ۳۰۰ ډالرو ته لوړه شي.
امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه هڅه کوي چې روسیې ته پر اوکراین د برید کولو د سزا په توګه د امکان تر حده بندیزونه ولګول شي. امریکا له روسیې څخه د تیلو پر وارداتو د بندیز لګولو وړاندیز کړی دی، خو آلمان او هالنډ د دوشنبې په ورځ دغه وړاندیز رد کړ.
اروپايي هیوادونه نږدې ۴۰ سلنه د خپل اړتیا وړ طبیعي ګاز او نږدې ۳۰ سلنه تیل له روسیې څخه واردوي. که دغه عرضه په ناڅاپي ډول ودورل شي، نو له دوی سره به په سمدستي توګه بله کومه بدیله حل لاره نه وي.
د روسیې د ځوابي اقدام ګواښ
الکساندر نوواک، د روسيي دولتي تلویزون ته په وینا کې وویل: «په عاجل ډول په اروپايي مارکیټونو کې د روسیي د تیلو له پاره د بدیل پیدا کول به نږدې یوه ناممکنه خبره وي. دا کیدای شي کلونه وخت ونیسي او په هغه وخت کې به هم دا د اروپايي مستحلکینو یا مصروفوونکو له پاره ډېره لوړه بیه ولري. بالاخره د دې تر ټولو ډیر زیان به همدوي ته رسیږي.»
د آلمان او روسيي ترمنځ د ګازو یوه نوې نل لیکه (نورت سټریم ۲) چې د جوړونې چارې یي روانې وي، آلمان تیره میاشت د بندولو پریکړه کړې وه. د روسيې مشرانو دې موضوع ته په اشارې سره وویل چې پر روسي تیلو د بندیز خلاف به ځوابي اقدام وشي.
د روسیې مرستیال لومړي وزیر وویل: «موږ د دې خبرې بشپړ حق لرو چې موږ هم د دوی په شان ځوابي پریکړه وکړو او د موجوده [نورت سټریم ۱] نل لیکي په وسیله چې اروپا ته کوم ګاز استول کیږي پرې بندیز ولګوو.»
د اروپا اندېښنې
د آلمان، بریتانیا او هالنډ مشرانو د دوشنبې په ورځ وویل چې اروپايي هیوادونه تر ډیرې کچې د روسیي د ګازو پر صادراتو پورې تړلي دي او له همدې امله د اروپا له پاره له روسیي څخه د انرژۍ د وارداتو بندول په سمدستي توګه ناممکن دي.
د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ ویلي ول چې که څه هم برلین د مسکو پر ضد د سختو اقداماتو ملاتړ کړی دی، خو په اروپا کې د روځني ژوند د پرمخ بیولو له پاره له روسيي څخه د انرژۍ ترلاسه کول ضروري دي. نوموړي وویل: «اوس په اروپا کې د حرارت، حمل و نقل، برېښنا او صنعت سکتور له پاره د انرژۍ تامینولو له پاره بدیلي لارې نه شي تضمینیدلی.»
د آلمان صدراعظم وویل چې هیواد یي او په اروپايي اتحادیه کې متحدین یې له ډیري مودې راهیسې په ډېري چټکې سره د انرژۍ د بدیلو لارو چارو پر سر کار کوي «خو دا په سمدستي توګه نه شي کیدلی.»
د حکومتي شمیرو له مخې، روسیه آلمان ته د طبیعي ګازو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد دی چې اوس مهال یي کچه ۳۸سلنې ته رسیږي. په آلمان کې د برېښنا په تولید کې نږدې پنځمه برخه د ګازو ده.
امریکا د روسيې پر وړاندې د عاجلو اقداماتو غوښتونکې ده او د دغه هیواد پر وړاندې د تر ټولو شدیدو بندیزونو عملي کیدل غواړي. خو دا د اروپایي هیوادونو له پاره آسانه کار نه دی.
د دوشنبې په ورځ د بریتانيا لوموړي وزیر بورس جانسن هم وویل چې پر روسي ګازو او تیلو د وابستګۍ کمول، پر سم لوري یو اقدام دی، خو دا باید په تدریجي ډول عملي شي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.