زړه مې بیا چا پسې خپه دی

نور محمد لاهو

1,361
زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی
چې شین غږ یې ،
شنه سهار کې
د مرغیو د سندرو په څير خوږ دی
پر تنکۍ او نارنجي لمن یې پاڼې د زعفرانو
لکه شنې شنې رنا ګانې ، راشنې کیږي
زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی
چې د مینې د خندا په تازه کړَس یې
د غنم ماشومه ونه، پیغله کیږي
او سپوږمۍ یې تمام عُمر
په باران لامده کمیس لاندې اوسیږي
* * * * * *
ای په تور رنګ ، اې تور شویه ، سپین آسمانه !
زه خبرشوم چې ته هم له هغه زخمه په عذاب یې
چې زما د زړه په تاخ کې لکه سور څراغ بلیږي
لکه څنګه هغې ښکلې !
تانه ، لمر ، لکه سِکه ! په خپل ورغوي کې پټ کړی
همدغسې یې زما د ژوند غمی هم
خپل ټیکري کې غوټه کړی .
نو آسمانه !
مایې مخ لیدلی نه و پرې عاشق شوم
توتکیو یې په باب
ډيرې کیسې وې راته کړې
* ** * *
نو اې سینده !
ته دې ټولې دنګې چیغې ماته راکړه
نن شپه غواړم ستا په ځای زه کریږې وکړم
پریږده غم دې نن زما په زخمي ستوني
د چړې په څير په وینو باندې سور شي
نن یو بل شانې ماښام دی
نن یو بل شان مایوسي ده
نن یو چا یوه مرغۍ له ټولو ونو ده ، شړلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.