افغان سوداګر وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال له پاکستان سره په سوداګرۍ کې تر دېرش سلنې کمښت راغلی او له دغه هيواد سره سواګري ټکنۍ شوې ده، چې له امله یې دوی ته زیان اوښتی.
د افغانستان د سبو مارکیټ مشر میرویس حاجیزاده دویچه ويله ته وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې تېر کال زیاتې وې او دا ټول مشکلات د پاکستان له اړخه وو، چې له امله یې د دواړو هيوادونو سوداګر زیانمن شوي دي.
هغه وویل: «د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري کمه شوه. د تورخم دروازه وتړل شوه، افغان سوداګرو هر کال یوسل اتیا زره ټنه رومیان صادرول، تېر کال دا هر څه له ستونزو سره مخ شول».
میرویس حاجيزاده وايي، تېر کال د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري له شل تر دېرش سلنې کمی کړی دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري تر ډېره د سپین بولدک او تورخم بندرونو له لارې کېږي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مشر ګلمراد عرب دویچه ويله ته وویل، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري ډېره کمه شوې ده او له پاکستان سره دي د سوداګرۍ پر تړون له سره غور وشي: »د پخوا په پرتله له پاکستان سره د تورخم له لارې سوداګري ټکنۍ شوې ده. پخوا د ورځې شاوخوا دولس سوه باروړونکیو موټرو تګ راتګ کاوه؛ خو اوس دا شمېره ټیټه شوې او د ورځې پنځه سوه لارۍ تګ راتګ کوي. غوښتنه کوو، چې سوداګري دې پراخه شي او شته ستونزې دې حل شي».
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي دي چې سږ کال له پاکستان سره د وارداتو ګراف ټیټ شوی او ښايي د کال تر پایه شاوخوا څلور میلیارده ډالر واردات ولري، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال ۸ میلیارده ډالره وو.
د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند دویچه ويله ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله له افغانستانه د توکیو د صادراتو او دغه راز وارداتو ګراف ټیټ شوی؛ ځکه کرونايي محدودیتونو، د حکومت تغیر او بانکي ستونزو پرې اغېز کړی دی.
هغه وویل، په تېر کې افغانستان د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان کوله، خو په وینا یې اوس داسې نه ده او دوی نورې بدیلې لارې لري.
یونس مومند زیاته کړه: «په ټوله کې زموږ واردات د تېر کال پرتله کم شوي. تېر کال مو اته میلیارده ډالر واردات لرل، سږ کال ښايي دا شمېر له څلور میلیارده زیات نه شي. دا شمېر یوازې له پاکستان سره نه دی کم شوی، بلکي له ټولې نړۍ سره کم شوی دی.»
هغه وویل، په تېر کې ترانزیتي ستونزو هم پر صادراتو او وارداتو مني اغېز کاوه.
ورته مهال په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په ننګرهار کې له سوداګرو سره په یوې ګډې غونډي کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې به حل کړي.
هغه وویل، د طالبانو په راتلو سره دواړه هيوادونه یوه نوي پړاو ته وردننه شوي او تمه لري چې دواړو لوریو ته به ستونزې هوارې شي.
منصور احمد خان ویلي دي چې په افغانستان کې پنځوس کلنې جګړې د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ تر څنګ ګڼې اړیکې زیانمنې کړي، چې بېرته به یې له سره ورغوي: «دا ټولې ستونزې چې تاسې یادې کړې، زه ورسره همنظره یم. دا ستونزې شته، خو زما په نظر اوس یې وخت رسېدلی چې دا ستونزې حل کړو او عملي اقدامات وکړو».
د افغان سوداګرو له ستونزو او په دې برخه کې د دوی پر ادعاو سربېره ځينو رسنيو د پاکستانیو رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري له دوه نیم میلیارد ډالرو څخه یو میلیارد ته ښکته شوې ده؛ خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه دا رپوټ کره نه بولي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.