ملا هيبت الله: د پخواني حکومت غړي مه مجازات کوئ

694

د طالبانو مشر خپلو جنګيالو ته امر کړی چې د پخواني حکومت غړي د هغوی د پخوانيو «جرمونو» په خاطر مجازات نکړي. دغه امر وروسته له هغې شوی چې تازه د افغانستان د پخواني پوځ د يو افسر د شکنجه کولو ويډيو ټولنیزو رسنیو ته راووته.

په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله آخوندزاده د وینا متن د طالبانو يوه وياند محمد نعیم له خوا پر ټويټر خپور شوی دی. نعيم په يوه ټويټ کې د ملا هيبت الله د وینا له قوله ليکلي دي: «زما د عفو احترام وکړئ. د تير نظام د تیرو جرمونو سزا مه ورکوئ.» دغه راز زياته شوې ده: «زما په ولس ډېره خوا بديږي هيڅکله ظلم مه ورسره کوئ. د ظلم پایله بده ده…»

هغه همدارنګه له طالب چارواکو څخه غوښتي دي چې افغانان بهر ته له تلو څخه منع کړي، ځکه په وينا يې په بهر کې د افغانانو درناوی نه کيږي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې ملا هيبت الله آخوندزاده دغه خبرې په کندهار ولایت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې کړي دي.

د طالبانو مشر چې له کلونو راهيسې يې په عامه توګه کومه ويډيو او انځور نه دی خپور شوی، ويلي دي چې د دوی له خوا اعلان شوې عمومي عفو ته باید درناوی وشي.

ملګرو ملتونو، د بخښني نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان طالبان د افغانستان د پخواني حکومت د يو شمیر کارکوونکي او امنيتي ځواکونو بې محکمې مجازات او وژنو باندې تورن کړي دي.

د طالبانو مشر په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو يوه ويډيو په ټولنيزو رسنیو کې خپره شوه چې پکې يو نيول شوی پخوانی افغان پوځي د طالبانو له خوا په څپيړو او لغتو وهل کبږي.

دغې ويډيو په پراخه کچه د افغانانو غبرګون له ځانه سره درلودلی دی. د سه شنبې په ورځ په کابل کې يو شمیر ښځو د طالبانو د دا ډول کړنو خلاف مظاهرې وکړې. د رپوټونو مطابق دغو ښځو له طالب چارواکو څخه وغوښتل تر څو د خلکو خپل سري مجازات او زورونې ودروي.

د طالبانو په واکمنيدو سره په لسونو زره افغانان له هیواده وتلي دي، خو په دوحه کې د طالبانو وياند محمد نعیم د ملا هيبت الله آخوندزاده له قوله ليکلي دي چې طالب چارواکي باید هغوی تشویق کړي چې په خپل هيواد کې پاتې شي.

نعيم د آخوندزاده له قوله ليکلي دي: «په نورو هیوادونو کې د افغانانو درناوی نه کيږي، نو هيڅ افغان باید هیواد ترک نه کړي.»

خو افغانانو په افغانستان کې د موجوده بشري او اقتصادي بحران له وجې مهاجرتونو ته مخه کړې په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان هم په دغه هیواد کې د سخت بشري ناورین خبرداری ورکوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.