د افغانستان او هند په اړه اندېښنو ته په کتو سره د چین نوی سرحدي قانون

668

په نوي سرحدي قانون سره به د چین پوځ له ۱۴ هیوادونو سره ګډې پولې د ګزمې او یا یې د بندولو پراخ اختیارات ترلاسه کړي. بیجینګ وایي چې د کرونا وبا او امنیتي دلایلو له کبله د دې قانون تصویبول اړین ول.

چین د اکتوبر میاشتې پر ۲۳ نېټه یو يو داسي نوی قانون تصویب کړی دی چې د دغه هیواد په معاصر تاریخ کې د خپل ډول لومړی قانون بلل شوی. په دې قانون کې د هیواد د سرحدونو د کنترول او نظم په برخه کې تفصیلي لارښوونې شوي دي.

په دې قانون سره پوځ پر سرحدونو د کزمې او یا یې هم د تړلو پراخ اختیارات ترلاسه کړي دي. دغه هیواد د افغانستان په شمول له ۱۴ هیوادونو سره ۲۲۱۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

آیا دا نوی قانون دی؟

د «لینډ بارډرز لا» یا د ځمکني سرحدونو قانون به د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه عملي کیږي. دا نوی قانون په داسې یو وخت کې تصویبیږي چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان سره د دغه هیواد د ګډې پولې د امنیت په اړه انديښنې ډیرې شوي دي.

د جنوب ختیځې آسیا د ګاونډیو هیوادونو د سرحدونو له لارې په غیر قانوني توګه د دغه هیواد سرحدونو ته د داخلیدونکو کسانو له امله د کووید-۱۹ ناروغۍ په پیښو کې هم زیاتوالی راغلی دی. همدارنګه تیر کال له هند سره د سرحدي نښتې له امله رامنځته شوې لانجه تر اوسه پورې نه ده هواره شوې.

د دې نوي قانون پر اساس به د چین د خلق جمهوریت پوځ پر هره سرحدي پوله د برید، غیر قانوني نفو‌ذ‌، اشغال او تحریکونکو اقداماتو په صورت کې د ځوابي عملیاتو اجازه ولري. دا قانون د اړتیا په صورت کې په سختۍ سره د سرحد د تړلو له پاره کاري چوکاټ هم لري.

Indien Kashmir | Indischer Soldat

له هند سره سرحدي لانجه هم یو دلیل دی

د «هندوستان ټایمز» هندي ورځپاڼې په حواله د بیجینګ له دې نوي قانون سره به چینایي پوځ ته د سرحدونو د حفاظت ترڅنګ په سرحدي سیمو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ د بهترولو اختیارات هم ورکړل شي.

دا قانون په سرحدي سیمو کې اوسیدونکو اتباعو ته، د بیلګې په توګه هند، بهوتان او نیپال ته د نږدې کلیو اوسیدونکو ته «د لومړي دفاعي صف» په توګه د اقدام کولو اختیارات هم ورکوي.

د۲۰۲۰م کال په می میاشت کې د چین او هندوستان تر منځ سرحد کې پوځي تاوتریخوالی پیل شوی و. تر هغې یوه میاشت وروسته د دواړو هیوادونو د پوځ ترمنځ یوه نښته هم رامنځته شوې وه چې دواړو خواو یو پر بل درنې وسلې هم وکارولې. په دې پيښه کې نږدې ۲۰ هندي او ۴ چینایي سرتیري ووژل شول.

د چین د دولتي رسنیو په حواله په نوي قانون کې پر دې خبرې ټينګار شوی دی چې د پوځ د ځای پرځای کولو مخکې باید له دیپلوماتیکو لارو چارو کار واخیستل شي. د چینایي رسنیو په حواله د دې قانون ډیره ګټه به سرحد ته نږدې خلکو ته ورسیږي.

بیجینګ کومې خبرې ته اندېښمن دی؟

چینایي چارواکو نه یوازې له هند سره د اړیکو په ارتباط خپله اندېښنه ښودلې ده، بلکې دوی د اسلامي افراطي ډلو د نفوذ په هکله هم اندېښنه لري. چینایان ویره لري چې کیدای شي اسلامي افراطیان له سرحد څخه په تیریدو په سینکیانګ ایالت کې له ایغور مسلمانانو سره په ارتباط شي. چین په اوس وخت کې په زرګونو ایغور مسلمانان د جبري مشقت یا جبري کار په کمپونو کې بند ساتلي دي.

چین له دې کبله هم اندېښمن دی چې له ویتنام او میانمار څخه ورتلونکي غیر قانوني مهاجر به د دوی هیواد ته له ځان سره د کرونا ویروس انتقال کړي. له دغو هیوادونو سره په ګډه پوله درلودونکو چینایي سیمو کې په دې ورځو کې د کرونا پيښې ډیرې شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.