پر کابل د طالبانو د کنترول راتلو وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ بې اعتمادي ډیره شوې ده. خو که راتلونکي ته وکتل شي، نو دغه دواړه هیوادونه تر یوې اندازې یو بل ته ضروت هم لري.
د جو بایډن حکومت له افغانستان څخه د ترهګرۍ خطرونو د مخنيوي له پاره د نویو لارو چارو په لټه کې دی او دې موخې ته د رسیدو له پاره ممکن د واشنګټن حکومت یو وار بیا د اسلام آباد دروازه ور وټکوي.
د طالبانو له حکومت سره د نږدې اړیکو درلودلو له امله پاکستان د امریکا د ملي امنیت او استخباراتي ادارو له پاره ډیر مهم دی.
د افغانستان د دو لسیزو جګړو پر مهال امریکایي چارواکو په پرله پسې ډول پاکستان پر «ډبل ګیم» یا دوه مخې سیاست تورن کړی دی. دوی تور لګاوه چې د طالبانو رهبرۍ په پاکستان کې پناه ترلاسه کړې ده. بل لور ته پاکستان شکایت درلود چې په ټول هیواد کې د بریدونو ترسره کوونکي پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه ترلاسه کړې ده او د دوې پر ضد باید عملیات ترسره شي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د بی اعتمادۍ لړۍ لا روانه وه چې طالبانو ټول افغانستان تر خپل کنترول لاندې راوست.
امریکا او پاکستان یو بل ته ضرورت
امریکا اوس هم له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره له پاکستان څخه همکاري غواړي. ممکن واشنګټن له پاکستان څخه غوښتنه وکړي چې د افغانستان د څارنې له پاره دې له پاکستان څخه د پرواز کولو اجازه او امکانات ورکړي او یا هم د افغانستان په اړه د نورو استخباراتي همکاریو غوښتنه وکړي.
بل لور ته پاکستان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، ځکه په نړیواله کچه اوس هم د امریکا له اهمیت څخه انکار نه شي کیدلی. بل لور ته پاکستان له امریکا څخه د پوځي مرستې ترلاسه کولو غوښتنه هم لري.
د امریکا په استخباراتي کمیټه کې د دیموکراتانو استازی راجا کرشنمورتي وایي: «په تیرو شلو کلونو کې پاکستان د امریکایي پوځ د تجهیزاتو په څیر د مختلفو مقاصدو له کبله مهم پاتی شوی دی. خو له بده مرغه پريشانه کوونکې خبره دا ده چې په همدې منځ کې اعتماد کم شوی دی.» نوموړی زیاتوي «خو زما په اند پوښتنه دا ده چې آیا مونږ د اړیکو و یوه نوي تفاهم ته د رسیدو له پاره تیر وختونه هیرولی شو؟»
بل لور ته د دواړو هیوادونو دیپلوماتان او د استخباراتي ادارو افسران وایي چې د تیرو دوو لسیزو پيښې او د پاکستان له خوا له هند سره په پرله پسې ډول مقابلې له امله د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د همکارۍ امکانات ډیر محدود شوي دي.
نوي ډهلي په بشپړ ډول د محمد اشرف غني د حکومت ملاتړ کاوه. همدارنګه هند به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ارتباطاتو د تور لګولو هیڅ چانس نه ضایع کاوه. اوس په افغانستان کې د طالبانو د نوي عبوري حکومت په رهبرۍ کې داسې څیرې شاملې دي چې امریکایي چارواکو په وار وار د پاکستان له استخباراتي ادارې «آی اس آی» سره په اړیکو درلودلو تورن کړي دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.