هغه ورځې مې یادیږي
چې به دوه مرغان جوړه شول یوه ښاخ کې
په مښوکویې یوبل باندې شیندلی رڼاګانې
باد له لیرې لکه سپين آس شیشنېدلو
ستا ټیکری یې و په لاس کې لکه سور رنګ ویلې شوی
هغه ورځې مې یادیږي
چې سپوږمۍ درپسې مړه وه
ستاد دنګې کلا شاته چې باغچه وه د انارو
توتکیو به غمی غمی باران وروړ پنجو کې
چې نظر به مې په کومې ونې خښ شو
ته یې شاخ کې به مڼه شوې
* * * * * * *
ټک ټک ټک د دروازې دی
له ډاګي سره راغلې یې د تورو په جامه کې
کلمات دې و اغوستي
د لیک منځ نه ستا د سرو مچکو وږم پورته کیږي
هغه ورځې مې یادیږي
شرنګ شرنګ به دمبایل شو
ته دغږ په ځای به خپله له مُبایله
لکه سپینه خوشبويی دګل را توی شوې
په خرپ شړګنده باران کې
پرکړکۍ ستاد بنګړیو مستانه سرود به پیل شو
دادې ډير فصلونه وشول
ستا دشونډو سره خاپونه لکه مړاوي ګلابونه
دهرخط د پاکټ منځ کې وینې شوي
ستا دلیک په هریو توري
یو یوزخم راشین شوی
هرې څانګې کې مڼه
اوستا د سپینې خندا عطر
لکه سوی زخم درد کا
هره برخه ددې ځمکې اوس جلا جلا خوږیږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډاګي : پوسته رسان
ښاخ :خاښ ، دونې څانګه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.