په ګوادر کې د پاکستان د باني محمد علي جناح مجسمه په بارودي موادو الوځول شوې
کراچۍ —
د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کې د پاکستان د جوړونکي باني قایداعظم محمدعلي جناح مجسمه نامالومو کسانو په بارودي موادو الوځولې دہ.
د گوادر مرستیال کمشنر کبیر زرقون او د پولیسو مشر اېس اېس پي ډاکټر فرحان زاھد دغه پېښه تایید کړې چې نن د اتوار/ یکشنې په ورځ نامالومو کسانو د محمدعلي جناح مجسمه په بارودي موادو الوځولې دہ.
چارواکو ویلي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.
یادہ مجسمه د گوادر په حساسه سیمه کې ودرول شوې چې نزدې ورسرہ د لوړ پوړو پوځي او پولیس چارواکو کورونه موقعیت لري.
د چارواکو په وېنا د مجسمې په ساتنه پوځي سرتیري په ځای کړی شوي وو.
بلوڅ ریپبلکن ډلې د مجسمې الوځولو زمه واري منلې دہ.
تیرہ شپه ھم د بلوچستان په ھرنایي سیمه کې د اېف سي ځواک په گاډي چاونه کې څلور سرتیري وژل شوي وو
د دغه چاودنې زمه واري بلوڅ لبرېشن ارمي نومې تنظیم منلې وہ.
تیرہ ورځ سي ټي ډي پولیسو دعوہ کړې وہپه گوادر کې یې ھغه درې کسان نیولي څوک چې د اگست په شلمه د چین په اینجینیرانو په ځونرگي برید کې ککړ وو، په یاد برید کې درې ځایي ماشومان وژل شوي او یو اینجینیر ټپي شوی وو.
د سیاسي چارو کار پوھه شھزادہ ذوالفقار وایي په افغانستان کې د طالبانو د قبضې وروسته په بلوچستان کې د طالبانو او بولڅ بېلتون خوښو بریدونه سېوا شوي دي.
وي او اې ډیوہ سرہ په خبرو کې ھغه وویل په افغانستان کې د طالبانو د راتگ سرہ په بلوچستان کې د لاقانونه گرځول شوو ډلو عملیات سېوا شوي دي او د سلو پورې ہېښې شوي دي.
د بلوڅو بېلتون خوښي او اسلامي تندلاري دغه عملیات کوي.
د روان کال د جون په میاشت کې د کوټې په سرینا ھوټل کې برید شوی وو، د دغه پېښې زمه واري طالبانو منلې وہ.
د کال ۲۰۱۳ د جون په میاشت کې د کوټې څخه د۱۲۰ کلوميټرہ فاصله په زیارت سیمه کې د قایداعظم کور (زیارت رېزېډنسي) نامالومو کسانو په بمونو الوځولی وو، او د دغه پېښې زمه اوري ھم بلوڅ لبرېشن ارمي ډلې منلې وہ.
ډېوه رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.