د امریکا سفارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې ۴۰ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.
د امریکا سفارت وايي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو اندېښمن کړي او زیاته کړې یې ده، چې که چېرته طالبان د خپلو بریدونو کچه ټیټه نه کړي ناورین به رامنځته شي.
د امریکا سفارت د ارقامو له مخې، په یاده موده کې د طالبانو بریدونو کې ۷۰ زره نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په یاده اعلامیه کې د امریکا د سفارت ویاند «نډ پرایس» له قوله راغلي، چې طالبان د جګړې پر مهال بشري حقونو ته پام نه کوي، چې دا بشري جنایت ګڼل کیږي.
نوموړي ویلي، چې امریکا هېڅکله له هغو ډلو څخه پلوي نه کوي او نه ورسره مرسته کوي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تحمیلي حکومت رامنځته کول غواړي.
خو په ورته وخت کې طالبانو د بریدونو او د عامه تاسیساتو د ویجاوړلو کچه لوړه کړې؛ ترڅو د زور له لارې قدرت ته ورسیږي.
دغه راز بیا په کور دننه او بهر سیاسي شنونکي پر دې باور دي، چې طالبان په داسې کړنو یوازې د خلکو تر منځ ډار خوروي او په نژدې راتلونکي کې به ډیری افغانان د دوی پر وړاندې قیام وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.